د سردارولي څرک لخوا خپرې شوې لیکنې
ټوټې
يواځې سترګو مې نه زما زړګي ژړليدر پسې ډېر جانانه ما لېوني ژړلي دلته په هر مالت كې غم تېر شوىدلته دې هر يوه سړي ژړلي ستا بېلتانه كې ما سردار لېونيبلا، بلا مازيګري ژړلي يوه ورځ به مې دا زړه راله كار ګوريښه پوهېږم ستا كاته راله كار ګوري ښكته ښې دي سترګې پام چې پورته نه كړېګنې ياره! ستا باڼه راله كار ګوري يوه ورځ به د منصور غوندې په دار شميوه ورځ به مې دا خوله راله كار ګوري
ټوټې
طرحيه مشاعره-كندز زما د ښار زما دکلي ښکليڅومره ښايسته دي څومره ښکلي ښکلي چرې* يې هم شونډو ته پرې نښودم څومره نتلي دي نتلي ښکلي دلته څه يو منصور په دار خو نه دىدلته بلا په دار ختلي ښکلي ۱۳۸۴/۹/۲۵ * چرې: چېرې ته مې په سترګو کې يې ته مې په زړه کې اوسې ته مې رڼا دسترګو ته مې لېمه کې اوسې هرڅه هرڅه که ته يې هرڅه هرڅه کې اوسې
ټوټې
د باز محمد عابد په ليکه د بنګړو شړنګ د رباب ترنګ غواړيزما زړګى د سترګو جنګ غواړي دغه ساده دا لېونى زړګى مې له مانه تل د جانان څنګ غواړي د تاپه درکې دى ولاړ جانانهسردار د سرو شونډو قلنګ غواړي بد به يمه ياره او که ښه به يم څه به يمه ستا په نظر څه به يم تل مې په زړګي باندې ورېږې ته خداى خبر که ياره ستاپه زړه به يم يو ځل خو مې خيردى خواله راشه ته څو به ستا يادونه
غزلې
دغه له نازو ادا جوړه جنۍمه كړه خاوند چې شي ناجوړه جنۍ ښه درته وې مې مازيګر دى كنهاوس دې دا سره لاسونه مروړه جنۍ زما د زړه برج يې را ونړاوهده د مندېش امير كروړه جنۍ چې لږ زما په حال دې رحم راشيخداى خو دې تا هم كړي ناجوړه جنۍ خپله هم سپينه، زړه يې هم درواخلهسمه له واورې نه ده جوړه جنۍ ۱۳۸۵ زمرى ۳۱ د يو شعر په تضميننه مې كړې ښكل نه مې كړې خپل ښكليهلاړې د بل شولې د بل ښكليه
شعرونه
هغوى چې هوش كې دي، پرې څه پوهېږيچې بې هوشي، بې هوشي څه ته وايي اول ته مينه، محبت وكړه تهبيا به شې پوه زندګي څه ته وايي ستا مړاوو سترګو راته وښودلهچې مى كشي، مى نوشي څه ته وايي ما څه ونه وې، هغه پوه نه شوهچې چپه خوله خاموشي څه
زما خبرې
درنو لوستونكو! وايــــــــي چې هر څـــــــــــــه په زيـــــــــــار او كوښــــښ لاس تــــــــــــه راځــــــي،(چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي)، خو زه شعر له هغو څخه نه ګڼم چې په كوښښ دې لاس ته راشي، زما له انده دا د خداى له لورېنو څخه يوه لورېنه ده چې پرچا يې خوښه شي لوروي يې، كه په كوښښ واى نوما شايد دغه څه نه واى ليكلى. ځكه ما كله هم دا هڅه نه ده كړې چې شعر دى وليكم، كله چې هم څه خيال ته راغلي پر پاڼه مې ل
سريزه
سريزه:ستا د اقرار په تمه شپې تېروم كه يو خياط منفي فكر ولري نو چاته به د يو جوړ جامو زيان ورسوي، خو كه كوم شاعر فكر منفي وي نو هغه ټول ولس بې لارې كولاى شي او هم دا سبب دى چې شاعري تشه د هغو په برخه ده چې په سينه كې يې يو سپېڅلى زړه لري او د شاعر د قد او قامت رواني پيمانه همدغه سپېڅلتيا ده.څرك صاحب سره زما ليدل نه دي شوي، د انټرنټ په لاره يې ماته شعرونه را استولي، ما يې تش د شعر ټكي لوستلي او په شعر كې مې يې د راتلونكو شېبو د امكان هغه سپرغۍ ليد
غزلې
داسې چې تا پسې درزېږي زړګىجوړې زما لېونى كېږي زړګى لكه ماشوم د مور دپيو پسېداسې مې تا پسې ځورېږي زړګى ستا محبت كې شمعه رويه زما په اور لمبه شولو سوزېږي زړګى لكه د كاڼي جانان كلك دى هسېهېڅ يې په چا هم نه خوږېږي زړګى 1385/1/31 خدايګو كه څوك راباندې اوښكې توى كړيزه د بې كسه سړي مړى يمه رانه جلال او جمال دواړه لاړلزه د افغان د كاله غړى يمهته مې تكميل يې خواله راشه زم
غزلې
ورور دې شهيد کړ موردې بوره کړلهمشره! له تانه کوم وبال پاتې شو ښه مو کتل چې غليم کورته راغىلاس کې مو هسې توره ډال پاتې شو نورو فضا، مريخ ، سپوږمۍ ونيوهخو خوار افغان په کې کنګال پاتې شو لاړو بدرنګ د زمانې شولو موږنه مو جلال نه مو جمال پاتې شو ١٦/١/١٣٨٤ ماته چې خواږه ګورې کار به راله وګورې ولې مې خون اخلې ته ولې راته مړه ګورې يوځاى يې روغ نشته دىکوم ځاى
غزلې
چې ستا نازونه او ادا وينمه خپل ورکېده له دې دنيا وينمه چې ستر ګې پرانيزمه هيڅ نه وينم چې سترګې پټې کړمه تا وينمه په محبت باندې مې لا يقين شي چې درقيب دا ناروا وينمه زړه به مې څنګه يارانې ته وشيياره چې ستا جفا، جفا وينمه که اتفاق په اتفاق ونه کړي د پښتنو په کې فنا وينمه د چا په نام ساقي راکړه يو جام ساقي نشه ، نشه مې کړه يمه نا ارام ساقي چې شي غمونه مې ل
غزلې
سرې سکروټې شي لمبې شي اشنا سترګېچې د تا په لور کږې شي زما سترګې مېنتوب کې دا عجيب غريب عادت دىهېڅوک نه ګوري ړندې شي بينا سترګې د هغه هېرول ګران دي په ژوندون کې چرته يو ځل چې خوږې شي په چا سترګې په زړګي دې هېڅ اثر نه کا دلبره که هرڅو له ژړا سرې شي زما سترګې داسې زر، زر آينې ته مه ودرېږههسې نه چې در پسې شي د چا سترګې *واړى= واړوي١٣٨٢/٤/٢٦ – کابل خيرخانه ساعت ، ساعت شېبه شېبه پښتانه کوي يو
غزلې
څه عجيبه غونده کې غله ناست ديڅه له رنګ تور دي او څه سره ناست دي په حقيقت کې واک له بل سره دىزموږ مشران تش په نامه ناست دي يو وخت به راشي چې حساب به کېږي خيردى که اوس داسې کاږه ناست دي لکه له پلاره ورته پاتې چې ويد وخت واکمن داسې پاخه ناست دي هر څه تالا، هرڅه ترغۍ مو کړه د څنګ
غزلې
غزلې مه وايه ماته اى ساقي جانانه چې واروکړه زه وار څه پېژنم داچې څه نه وايمه وخت ته ګورم کنه نو زه خو اغيار ښه پېژنم څله له ماځنې دې مخ پټوې زه خو دې ګرانې په لار تله پېژنم کاش صبرېداى شواى ته خو وايې اشنازه مې دا خپل ناقرار زړه پېژنم ولې منکر شوې ياره داسې وايېچې سردار څوک دى سردار نه پېژنم ۱۳۸۲ / ۴ / ۲۶خيرخانه- كابل دلته کې مه اودرېږه، شو به مختوري يارهدکلي لار ده کنه،
غزلې
په زړه رنځور په زړه بيمار يمه زه لمبه ، لمبه لکه چينار يمه زه هرمازيګر دې لار څارم جانانه هرمازيګر سترګې په لار يمه زه بېلتون دې خوب په ما حرام کړ اشناځکه خو ټوله شپه بيدار يمه زه دښار واټو کې ربه څو به اورو؟ ماما کومک وکړه نهار يمه زه دا څنګه برند، برند راله ګورې اشنالکه چې هېر دې شوم سردار يمه زه ١٣٨٢لړم٢٩ ژوند کې ايله مې يو ښه کار وکړلو يار ته د مينې مې اظهار وکړلو بلا بلا ما
غزلې
ما مينه کړې ده ما زړه بايللىپه تامې ګرانه اشنا زړه بايللى يوازې زه پرتا مين خو نه يم تا باندې ټولې دنيا زړه بايللى زړه به خبر وي زه خبر ترې نه يم ملګرو ما دى په چا زړه بايللى يقين پرې وکړه ياره دروغ نه وايم ريښتيا ،ريښتيا مې په تا زړه بايللى لکه د دوه ورځو ګلاب دى مړاوىښايي سردار دى په چا زړه بايللى١٣٨٢ /٩ /١٣ له تا قربان شمه زار،زار جانانهسترګې راواړوه يو وار جانانه شي چې ما و
غزل
غزل خدايه ستا په دين که مرو که مونږه پايو کليمه دلا اله به موږه وايو بې له تا مو خدايه بله اسره نشته ځکه تاته په زارۍ او په دعا يو بېرته خپل وطن موجوړ کړه جنګ ترې لرېربه څو به هره خوا ترې کډه بيايو ته مو اوښکې نورې وچې کړه خاونده موږ ترڅو به په سلګيو په ژړا يو رقيبان راته له يوه سره ګواښېږيپاکه خدايه ته مومل شه ستا پيدا يو ١٣٨٠/٧/١٣
غزل
غزل منمه اور به په شېبه لګيږيخو په وژو يې زمانه لګيږي لكه تيركش دې باڼه داسې يارهرسا، رسا په نشانه لګېږي ستا د وړې خولګۍ خبرې اشناپه ما خوږې لكه ټپه لګېږي هر وختې شنه جوړه كې ګرځه ګلېتا سره دغه جوړه ښه لګېږي ۱۳۸۵ لړم ۱۵
غزل
غزل هغوى چې هوش كې دي، پرې څه پوهېږيچې بې هوشي، بې هوشي څه ته وايي اول ته مينه، محبت وكړه تهبيا به شې پوه زندګي څه ته وايي ستا مړاوو سترګو راته وښودلهچې مى كشي، مى نوشي څه ته وايي ما څه ونه وې، هغه پوه نه شوهچې چپه خوله خاموشي څه ته وايي ۱۳۸۵ لړم ۲۸
غزل
غزل دغه له نازو ادا جوړه جنۍمه كړه خاوند چې شي ناجوړه جنۍ ښه درته وې مې مازيګر دى كنهاوس دې دا سره لاسونه مروړه جنۍ زما د زړه برج يې را ونړاوهده د مندېش امير كروړه جنۍ چې لږ زما په حال دې رحم راشيخداى خو دې تا هم كړي ناجوړه جنۍ خپله هم سپينه، زړه يې هم درواخلهسمه له واورې نه ده جوړه جنۍ
غزل
ستا په محبت کې مې هسې نوم بدنام شولو ته مې په لاس رانغلې عمر مې تمام شولو څيرې ګرېوان ګرځمه دغه مې انجام شولو پورې په ما ستا د عشق تور شولو الزام شولو عشق كې دې سردار اشنالاړلو ناكام شولو