د سردارولي څرک لخوا خپرې شوې لیکنې
رڼا ښار تياره كورونه!
رڼاښار، تياره كورونه د چا جونګړه پكې نشته دى د تېلو ډېوهوايه قسمته! په تيارو كې به ترڅو پراته وي دا مهال د جلال ابادښار دخوارو او بې وسه وګړو سترګې له ماښامه وروسته كور ته تګ پر مهال د ښار رڼاګانې داسې بدې برېښوي چې بيا ورته په كور كې د ډېوې رڼاهسې د وروركيو تت ځل ښكاري، خوعام وګړي دې د پورته شاعر په څېر دا پړه پر قسمت نه ور اچوي، بلكې خپل استازي او چارواكي دې له ګرېوانه و نيسي چې ولې يې تر اوسه په تيارو كې
شهزادګۍ ناول(شپږمه برخه)
پينځمه برخه زما قيمت سل اشرفۍ يديز له خپل نوي بادار سره تللې وه، اوس په دې ستره نړۍ كې زما څوك هم نه و، زه يوه داسې بندۍ وم چې نه يې كوم همدرد وو او نه كوم غمشريك، مخامخ راته هغه تور بدشكله سړى ولاړ و، زما له بادار سره يې خبرې كولې دهغه څېره ماته ډېره خفه كوونكى ښكارېده. هغه ته په ليدو ليدو به مې د وينو غړپونه كول، په ټول وجود مې لړزه خوره شوه، دومره په غوښو او وازدو پټ اوږد او چاغ سړى ما په ژند كې هم نه و ليدلاى.زه لا هغې سړي ت
شهزادګۍ ناول(پينځمه برخه)
كله مې چې د (يديز) دا خبرې واورېدې نو سترګو ته مې اوښكې راغلې، ځكه دې دا مهال هم ځان زما وينزه بلله او اوس يې هم ماته د بادارې په سترګه كتل.سرله دې چې په دې نړۍ كې د وفا تش نوم پاتې دى خو بيا هم پر دې نازكې جنۍ خدى پاك دغه نعمت پېرزو كړى دى.ما ورته وويل چې زما ګرانې يديز! څه چې كېږي دخدى رضا به وي، موږ يې د رضا پر خلاف هيڅ هم نشو كولاى، موږ بايد پرې باور ولرو او دعا او زارۍ ورته وكړو.يديز ټيټه شوه پر پښو يې راته سر كېښود تر څو ښكل يې كړي چې له سترګو يې اوښكې وڅڅېدې
ازاد شعر
ستا نو څه خيال دىته نو څه فكر كوې؟چې ما دې ژوند كې ياره!د هېرېدولو كوښښ چرې هم ندى كړى؟نه، داسې نه ده كنهما يو ځلې نه بلا بلا كړى دىخو ته په خدى باندې باور وكړه چېد هېرېدولو توان دې په ماكې نشته ياره!په ماكې نشته ياره!۱۳۸۶ ليندۍ ۱۰
غزل
د تېرو شپو مې سحر داسې نه وپيكه به و خو مګر داسې نه و دا چا بدرنګ ورباندې كوډي كړيدلبر خو داسې دلبر داسې نه و بلا مستي وه بلا شور و پكېغلى خاموش مازيګر داسې نه و ښار كې به هم جونې اوبو له راځيخو دا بمبه ده ګودر داسې نه و دا خو په موږ باندې ودان شو كنهګنې پخوا پېښور داسې نه و۶،۱۲،۲۰۰
غزل
لېونى كېږمه دلداره راشهمړ شومه مړ له انتظاره راشه بغير له تا مې پكې ساه ډوبېږيكلي ته يو ځلې خو ياره راشه درنه به هېره شي ښكلا د كابليو ځل، خو ته تر ننګرهاره راشه مونږه دې هم كړى بلا انتظارزمونږ چم ته هم بهار راشه۲۸،۱۱،۲۰۰۷
غزل
چې مين شو لېونى شوسردار اوس ايله سړى شو ته يې نه شوې، خو دى خپلهله خپل ځان ځنې پردى شو اوس له خلكو لرې ګرځي اوس د غرونو غرڅنى شو ستا غمونو په دې حال كړو ستا غمو كې لېونى شو۱۳۸۶لړم۱۰
د فردوس بهار پېژندنه(تذكره)
نور هم بلا ښكلى شې فردوس بهار له نن نه دوه ويشت كاله وړاندې د پېښور په جلوزيو كې د ښاغلي محمد يونس په كاله كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې. دى له آره د ننګرهار ولايت د كامې ولسوالۍ اوسېدونكي دى.بهار اوه كلن و چې په كامه كې د محمد موسى شفيق د ښوونځي پر وره ورننوت، تر نهمه يې همدا ښوونځى ولوست، او د پاتې زده كړو لپاره د همدې ولسوالۍ مراد علي لېسه ته لاړ چې په ۱۳۸
شهزادګۍناول(۴برخه)
همدې د قسمت ناتوانى زه نوره هم ناتوانه كړم او چې څنګه مې سترګې ورغلى بيا ويده وم، ماته دا پته نه وه چې څو ساعته، يا څو ورځې ويده وم، مګر كله چې راويښه شوم ځان مې له تېرو ورځو څخه ښه احساس كړ، څه مصيبتونه چې راباندې تېر شوي و اوس د هغو ياد هم سوړ شوى و.يو څو شېبې وروسته مې ليدل چې زما له خېمې نه سامان د باندې ويستل كېږي، پوهه شوم چې قافله د مخكې تګ نيت لري، د بار وړلو لپاره په ډېر شمېر كې قچرې او خره ولاړ و.د بنديانو له خېمې څخه اوس يو يو ميدان ته راوتل، سترګې مې پر خپلې ايرانۍ وينځې(ي
شهزادګۍناول(۳برخه)
پلار مې پر ما اس زغلول زده كړي و، ما لكه د نورو هېواد والو د اس په لوڅو ډډو سورلۍ كولاى شوه او په همدې حالت كې مې د انسان پر سر ايښودل شوى شى ښه سم ويشتلاى شو، د دې سوچ پر كولو مې زړه لږ ډاډه شو او غيرت مې راوپاريدو، په زړه كې مې ويل كه دښمن زموږ په كور حمله وكړي، نو زه به دا ثابته كړم چې سره له دې چې جنۍ يم خو د دوى چاره كولاى شم.سره له دې چې مور ښه ډېر ډاډ راكړ، خو ما دوكه ونه خوړه، زه له راتلونكيو خطرونو څخه ښه خبره وم او سوچ مې كاوه چې څه به كو؟ زړه نازړه مو د سفر توكي غوټه
د خوست اړوند مسافر د هوايي ډګر غوښتنه كوي
دخوست په هوايي ډګرونوکې د امريکايي پوځيانو ترځاى پرځاى کيدو، وروسته بيا تر دې دمه د افغان حکومت کومه پوځي او يا ترانسپورتي الوتکه نده راکوزه شوې.نوموړي هوايي ډګرونه چې د طالبي رژيم ترړنګيدو پورې فعال وو، لږ تر لږه په اونۍ کې دوه ځلې له دوبۍ اوکابل څخه مسافرين د الوتکو په واسطه پدې ځاى کې ښکته کيدل چې له دې لارې خلکو په ځانګړي ډول د عربي هېوادونو مسافرو د راحت احساس کاوه، خو دا مهال په دواړو هوايي ډګرونو کې د امريکايي پوځيانو لويې اډې جوړې شوې او ترې د خاورو لوى ،لوى با
د روسي عسكر بوټان
د ژمې سړه ورځ وه بهر په ويالو كې داوبو ولاړو ډنډونو يخ نيولى و، د جګړو او بمباريو له امله شپې ورځې داسې پيكه وي، چې تا به ويل ټوله سيمه توپانونو ځپلې، كلى له خلكو تش و، يوازې زړې ښځې او عمر خوړلي سړي و چې د كورونو دروازې پرې بېرته وې، هغوى هم داسې و، لكه په ژوندوني چې ترې ساه وتلې وي، كه به څوك روان و، نو به يې تيټ سر خپلو قدمونو ته كاته او په وركو _ وركو فكرونو به يې په مخ كې پرته لار لنډوله، كه به څوك ناست و، نو هم به يې سر په زنګنونو دننه كړى و او همداسې به د فكرونو په ټال له ځانه ورك كومې
د نقيب احمد اتل پېژندنه
نقيب احمد اتل له نن نه ۲۶ كاله دمخه د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د هډې په تاريخي سيمه كې د ارواښاد شينواري په كاله كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې.دى اته كلن وو چې د ښونځي په وره ور ننوت اود ۱۳۷۷ لمريز كال كې د هډې له لېسې بريالى راوواته. د كانكور امادګي يې هم كړې وه خو د خراب روزګار له امله ترې پوهنتون پاتې شو. چې دغه موده نږدې پينځه كاله دوام وكړ او بلاخره د ۱۳۶۲ لمريز كال يې، هغه وخت چې د د ننګرهار په څارنوالۍ كې دولتي مامور تعليم او تربيې پوهنځي د ژبو او ادبياتو څانګه ي
دومره غرور مه كوه! (لنډه كيسه)
ليكواله: شاهده پروينژباړن : سردارولي څرك دومره غرور مه كوه موږ پنځه ورونه او خويندې وو، پلار مې ماموريت درلوده چې له امله يې موږ ښه خوشحاله ژوند تېرولو، زموږ د كور چاپيريال له مينې ډك و، كله ناكله به د خويندو تر منځ جنګ جګړه وشوه، خو دا د ژوند يوه برخه وه، ډيرى وخت به مو له مشرې خور شازيې سره لانجه راتله، ځكه هغې غوښتل پر موږ خپل روب داب واچوي او دا كار پر موږ ښه نه لګېدو.د مشرې خور په توګه يې موږ ك
جونې پردى مال دى(لنډه كيسه)
ليكوال: نصرت شاهينژباړن : سردارولي څرك جونې پردى مال دى زما غوږونو چې كله دغه اوازه واريده زه ايله دڅلورو_ پنځو كالو وم، په دې عمر كې سړى هر څه اوري خو په مطلب يې نه پوهيږي، ما د همدې خبرې د مطلب په اړه له خپلې مور نه پوښتنه وكړه چې (جونې پردى مال دى) د دې خبرې مانا څه ده؟ مور مې زه په هغې دغې غولولم او خبره يې راته نه روښانه كوله، زما په زړه يره خوره وه، ماسره مې مور او پلار ډېره مينه كوله، ز
شهزادګۍناول(۱-۲ برخه)
ليكوال: رئيس احمد جعفريژباړن : سردارولي څرك رنګين خوب يخه هوا لګېده، تازه د پسرلي علامې را د بره شوې وې، هغه يخ توپان چې ټوله جارجيا يې په سر اخيستې وه پاى ته رسېدونكى و، زه د خپل كور په برنډه كې چې نسبت نورو كورنو ته لوړ دى ولاړه وم او
زه د امير شير علي خان په وخت كې پيځه كلنه وم
جوار بمبل و ، په نږدې ساحه کې ترې څوک نه ښکاريدل، د پټيو پولې هم له وښوو ببرې او بېګانۍ پرخه لا ترې لمر نه وه لوټلې ، دمړه زانو اوازونه له څو پټيو وړاندې اورېدل کېدل، دفصلونو په مينځ کې په نريو پولو مې ځان دکوډګي کلي دحسنو ادې دېرې ته ورساوه . دېره په همدې سهار تازه پړه شوې او ښه يخه وه ، ښکينې شمال دتوتانو او غوزانو دنيالګيو تنکۍ څانګې او شنې پاڼې په منظمه
د تبلو غږ راډيو وياند ته د خپلې محبوبې ليك:
السلام عليكم !ړومبى خاص خاص خبرې:ستاسې له لوري مې ليك تر لاسه كړ چې ته د واده لپاره ډېر ناكراره يې. د ليك ليدو سره مې مور وپتيله چې له سعودي عربستان نه راته د سرو زرو ګاڼې او له هندوستانه راته كالي را وغواړي، خو پلار مې چې لا له وړاندې ور سره چندان ښه نه دى ضد كوي چې هرڅه به د خپل كلي په بازار(خوشګنبد) كې پېري.تفصيلي خبرې له يوې خندا نه وروسته.ګرانه راتلونكيه خاونده! ما چې ستا له لوري په ليك كې د واده دومره خوشالي وليده، نور ارمان مې وكړ چې كاش څو كا
حدود
دا چې اسلام د عدل او اعتدال دين دى انسان ته يې په ورځني ژوند كې د ژوند داسې لارې چارې ټاكلي چې له مخې يې د نورو انسانانو ژوند هم په امن او سوكالۍ كې ترسره كېدلاى شي اسلام د سلامتيا دين دى او په هره پرېكړه كې يې د انسانانو د ورځني ژوند ساتنه او پالنه له ورايه برېښي تر هغې چې انسانان په اسلامي روحيه سمبال وي او د نورو حقونو ته په ارزښت او درنښت ژمن وي هيڅ ستونزه نه پيدا كېږي، خو لكه چې انسانان د ژوند په ډګر كې له ټاكليو پولو څخه تېرى كوي د نورو حقونو باندې ناروا او ناسمې ولكې كلك
حدود
دا چې اسلام د عدل او اعتدال دين دى انسان ته يې په ورځني ژوند كې د ژوند داسې لارې چارې ټاكلي چې له مخې يې د نورو انسانانو ژوند هم په امن او سوكالۍ كې ترسره كېدلاى شي اسلام د سلامتيا دين دى او په هره پرېكړه كې يې د انسانانو د ورځني ژوند ساتنه او پالنه له ورايه برېښي تر هغې چې انسانان په اسلامي روحيه سمبال وي او د نورو حقونو ته په ارزښت او درنښت ژمن وي هيڅ ستونزه نه پيدا كېږي، خو لكه چې انسانان د ژوند په ډګر كې له ټاكليو پولو څخه تېرى كوي د نورو حقونو باندې ناروا او ناسمې ولكې كلك