د سردارولي څرک لخوا خپرې شوې لیکنې
د تاج محمد محتاج غزل
چې مې د زړه كور ته راننوتېد پښتانه كور ته راننوتېستا د محل خوندونه نشته پكېزما زاړه كور ته راننوتېچې تل به تا ورته په سپكه كاتهنن همغه كورته راننوتېدرپسې زه وتم سرتوره اشناښه شوه چې ته كور ته راننوتېپه سره جوړه كې يو ناڅاپه داسېلكه لمبه كورته راننوتېمحتاجه! ما خو وې په مړو شمېرلىپه ژوندانه كور ته راننوتې
د سعدالله جان برق څو غزلې
تش په كتو مې تنده نه ماتېږيپه ګوټ اوبو مې تنده نه ماتېږي ريباره بس كا څه فايده يې نشته په تسلومې تنده نه ماتېږي دشونډوسرونيمې نيمې خبرېپه جام ليدو مې تنده نه ماتېږي چې يې انجام راته معلوم دې ياره!پدې وعدو مې تنده نه ماتېږيساقي ناروغ نه يمه تږى يمهپه څو سيپو مې تنده نه ماتېږيتږى پټى يمه باران غواړمهپه څو قطرو مې تنده نه ماتېږيبرقه! په زړه كې مې ده تږې صحراپه منګوټو مې تنده نه ماتېږي تصوير دې تانه ښه د
د سيف الرحمن سليم څو غزلې
كله ناكله ست د جام كوهپه تا مين يم په ما پام كوه د رقيب مخكې راته مه وايه څهبس زما دومره احترام كوه راغلى يم زه ميكدې ته نوىساقي لږ ما سره ناكام كوه د سحر باده! سرو ګلونو سرهمړاو غنچو ته هم سلام كوه وركى* فتوې زما د كفر ولې؟واعظه! فكر د انجام كوه ((سليمه)) سم دې كه غزل شرعې تهلږ پكې ذكر د خپل قام كوه د ميو ګوټ ساقي! ضرور خو ندىكه نه وي، پرېده ستا قصور خو ندى دې كې د زلفو سيورى هم
د لايق زاده لايق څو شعرونه
په سلګو مو شپه سبا كړهتا ښېرې كړې ما دعا كړه نور څه نه غواړم خاونده!زما مينه ماله راكړهځكه پټه پاتې نشوهلېونتوب مينه رسوا كړهچې يارانو كړم يوازېخپله لاره مې جدا كړهوايه نور درله څه دركړم؟ستا په نوم مې هره ساه كړهما څه غږ كولاى نشورقيبانو چې خندا كړهاوس څه مه وايه لايقه!تا همېش خپله رضا كړه چې زړګې مې پرې ودان دى((يو سړى دى)) په ما ګران دى ځكه كوږ له خياله ګرځيد ښايست د
د خاطر اپريدي څو شعرونه
خدايه! څومره بې وفا زما دلبر دىچې له غمه يې زه مرم په ده اختر دى د هجران له لاسه شب و روز ژړېږمځكه داسې مې په اوښكو ګرېوان تر دى يا خو زه ورته نظر كولاى نه شميا خو دى ډېر په لېمو كې زورور دى اوس مې سود په بل بشر د زړګي نشيچې ليدلى مې د يار ښكلى بشر دى تور باڼه د يار د غشو په مثال ديپرې ويشتلى يې زما د زړګي سر دى درېغه زه خاطر خو پوه په خپل قصور وىچې په څه باندې له ما نه مرور دى؟ ته به په زړه كې ماله څه
د حسين احمد صادق څو غزلې
چې د احساس مرۍ پرې غوڅه نشيستا د نظر چاړه دې پڅه نشي ستا په مينو ستا پېرزو د ستمدا خو د هر ښكلي له وسه نشي زما سړه وينه كې جوش راوليشنډه دې ستا د بڼو هڅه نشي سكوت به ماله اخر سا ډوبه كړيپورته كه ستا د غم خپسه نشي ليمه په اوښكو وينځم ګورم درتهمونځ خو هيڅكله بې اودسه نشي د مينې تنده يې زما ډېره كړهچې پېغلتوب ورله حيا ډېره كړه ستا په راتلو محفل روښانه شولوكه د محفل چراغ رڼا ډې
د خيبر اپريدي څو غزلې
تا ابتدا وكړه لېونى دې كړمڅه دې ادا وكړه لېونى دې كړم مخ دې په يو پړك كې په اوربل كړو پټهغسې بيا وكړه لېونى دې كړمنن له ډېره نازه د خندا په ځاىتا چې ژړا وكړه لېونى دې كړمپوه شولې خو ځان دې څه ناپوه كړودا دې حيا وكړه لېونى دې كړمهيڅ مې ژړاګانو په تا ونه كړلتا چې خندا وكړه لېونى دې كړمتا چې خېرې وكړې راپسې شولېاوس، خو دعا وكړه لېونى دې كړمواه، واه! د خيبر د نادانۍ پېخېهغسې بيا وكړه لېونى دې كړم خبرې څه
د اقبال شاكر څو غزلې
په خپل وجود مې لمبې پورې كړلېستا د ارمان سترګې مې تورې كړلې ښه په صلاح يې په مينو پسېد ديدنونو تمبې پورې كړلې سحر چې كومې د وفا ډكې وېماښام يې هغه سترګې نورې كړلې ما وې چې ځه د دام نه و وتمههغې خو بيا زلفې سمسورې كړلې مغربه! څومره ترقي دې وكړهڅومره تور سرې دې سرتورې كړلې د دې شاكر شرابي غم په كار دىد كلي انجونې يې ميخورې كړلې ژوند مې د خالونو تور په زړه پورې نيولى دىدا مې ډېر د زړ
د علي اكبر سيال غزلې
په غنو غنو بڼو شپه به كوود يار د سترګو تماشه به كوو د وطن خلكو فيصله په تاسومينه چې نه كوو، نو څه به كوو؟جنګ خو مزه كوي سينه په سينهپه سترګو سترګو كې كاته به كوود خلوتونو توبې څه توبې وي؟موږ چې كوو په جار توبه به كوولوبې چې يو بل ته په زړه نه كوووايه چې دا نه كوو، څه به كوو؟يه سياله! زړه چې دې راټول پكېپه پښتنو ښكلو جرګه به كوو زمكه چې سيكه شي او اسمان راوروي لمبېداسې مې په
اخر چرته لاړه شم...؟ څرك
اخر چرته لاړه شم...؟ نجمه يوازې زما ټولګيواله نه ،بلكې يوه ښه ملګرې هم وه، هغه د يوې متوسطې كورنۍ د سترګو تور وه، له رنګه يو څه غنمرنګه، خو سترګې پرې خوږېدې، ډېر بااخلاقه وه، لنډه دا چې دې كې هغه ځانګړنې وې ،چې ورسره دوستي وشي.دوى څلور خويندې او درې وروڼه وو، يو وخت دې كورنۍ په ښه ډاډ سره خپل ژوند تېراوه، نجمه له كوچنيوالې څخه خپلې عمه (پلار خور)پاللې وه، دغه مېرمن چې نوم يې عايشه و، بې اولاده وه، نو ځكه يې نجمه په ډېر ناز او نزاكت لويه كړې
مور يوه نايابه ډالۍ ده.... څرك
مور يوه نايابه ډالۍ ده وايي چې مور د خداى(ج) له لوري يوه نايابه ډالۍ ده، د دې مينه لكه د سمندر د څپو په شان ده، د مور په مهربانۍ او مينې ټول غمونه لرې كېږي، دا هم ويل كېږي چې د مور له شتون پرته كور ګورستان وي، دا ټولې د پوهانو ويناوې دي، مګر دا هم يو تريخ حقيقت دى چې خلك د همدې رحمت عزت ډېر لږ كوي، كله چې پرې بوډاتوب راشي نو بيا د اولاد لپاره يو دروند پېټى شي.زه تاسې ته د خپلې نيا كيسه كوم، چا چې په ځوانۍ كې د خپلو اولادونو لپاره كونډتون كړى و
چې زندګي بې وفا شي! ځرك
چې زندګي بې وفا شي! د فرح پلار رضا اكا شتمن نه و، مګر په يوې خوشحاله كورنۍ كې يې واده كړى و، د خسرګنۍ په لارښوونه يې نوكري پرېښوه او يو كاروبار يې پيل كړ، چې سړى په كاروبار كې زحمت وباسې نو ثمر به يې خامخا ويني، ده هم ښه خواري كوله چې له همدې امله به يې ورځ په ورځ كاروبار ښه كېده چې رضا اكا هم پرې خوشحاله و، د فرح په پيدا كېدو يې پلار ډېر خوښ شو، ځكه پدې ورځو كې يې ډېره ګټه كوله، ده به خپله لور خوش نصيبه بلله، ډېره پر پلار ګرانه
هغه حياناكه وه.... څرك
هغه حياناکه وهاوس هېڅ ډول نښه نه وه پاتې، زه هم د پخوا په څېر نه وم، د خپل منزل نښه مې هم هېره کړې وه، کله جذبو پارولى وم، کله ځوانۍ او کله هم خپل مقدر، اوس د زندګى پر دې لار تلو، تلو کې خداى خبر چرته نه چرته رسېدلې يم.زه ايله د شپاړسو کالو وم چې د ښايست خبرې مې هره خواته کېدې، ما پر خپلې ښکلا ناز کاوه او د کورنۍ هېڅ يوه جنۍ مې خپله سياله نه ګڼله، زما په خيالونو کې يو ښکلى شان شهزاده و، چې له ماسره به واده وکړي او خپل شيش محل ته به مې يوسي، مګر زما
د شهزادګۍ ناول دولسمه برخه... څرك
يوه ورځ همداسې موږ پخپل لاس جوړ شوي شيان د اغلې سلطانې خدمت ته واستول، يو ساعت وروسته غلام دا شيان بېرته راوړل او ويې ويل چې د سلطان مور د دې کار په ليدو ډېره خوښه شوه، او د غلام په لاس يې يو څه ډالۍ هم راستولې وې، چې پکې د جامو ترڅنګ ډول ډول ګاڼې شاملې وې. زما برخه کې د ياقوتو امېل او بازو بند ترڅنګ هغه ښکلې جامې چې ما په ډېر دقت او هنر سره په زر تارو ګنډلې وې، ورسېدې، د دغه ډاليو په ليدو موږ ډېرې خوښې شو، چې بيان يې زما په وس کې ندى، او تر اغوستو يې په رښتيا هم
غزلې.......... څرك
خوله مې خوږه كړه راشهماته توبه كړه راشه ژوند كې يوځل خو ياره!وعده پوره كړه راشه رقيبان واړه اشنالمبه لمبه كړه راشه زړه مې ښه كېږي په تاځان راښكاره كړه راشه ته يې تكميل يې اشناسردار پوره كړه راشه په زړګي مې څه نرى شانې درد راشيچې جانان راځنې كله هم جدا شي خداى خبر كه مې بيا دغه خوب رښتيا شيلېونۍ په ژوندانه كه بيا زما شيهره شپه زه پدې هڅه په دې هاند يمچې مې سترګې سره ورشي خو سبا شي
غزلې.......... څرك
ټپې، ټپې دي، سندرې دي نغمې ديستا خبرې ياره! ستا په شان خوږې دي دغه ستا د شرابي سترګو کانې ديراپسې چې اوس د ټولو خلکو خولې دي دا چې سوى، سوى بوى مې له خولې خېژيدا مې بلې په زړګي باندې لمبې دي نور خو خداى شته ښکلي ډېر راباندې ګران ديخو بدېږي مې په دې چې بې وعدې دي زه سردار يې په لومړي نظر نشه کړمسترګې ستا څه د زړو ميو پيالې دي١٣٨٥لوى اختر لومړۍ ورځ څومره سوز دى په دې غږ کې څومره ساز
غزلې.......... څرك
څله راګورې څه کول غواړې تهجوړ په نظر مې قتلول غواړې ته نور دې هم ظلم ته زور ورکړه اشناکه مې پاګل، پاګل کول غواړې ته دا چې په بله رانه مخ اړوېدا مې زړګى ازارول غواړې ته داسې چې ګورې، جوړې څرک جانانه!له کلي کوره ورکول غواړې ته راله دې زړه، راله زړګى راکړهکه نه وي زړه کې راله ځى راکړه خوښه دې خپله خو بس ماله يارهپه دغه دواړو کې يو شى راکړه که لږ نشه شمه او درد مې هېر شي
د وروستي ديدن ناول وروستۍ برخه... څرك
ريسې له واده وروسته په اميرخان باندې زور راوړى و، چې كلى پريدي او په كراچۍ كې ژوند غوره كړي، پدې وخت كې ريسه او اميرخان څو ځله كراچۍ ته تللي و او څانګه يې پرانيستې وه چې اوس يې غوښتل دا څانګه د خپل كاروبار مركز وګرځوي.ريسې هم كرنيزې زمكې لرلې چې له خاوند څخه ورته په ميراث پاتې وې او خپلې يې هم وې چې په اسانۍ سره يې پلورلاى شوې، مګر د اميرخان لپاره دا كار دومره اسان نه و، نو دى اړ و چې اړونده خلكو ته يو څه رشوت وركړي.دوى دواړو په كلي كې خپلې تولې ځمكې او ج
د وروستي ديدن ناول اومه برخه... څرك
په ډيفينس كالونۍ كې يې د زوى د كور لټون كې څو مياشتې تېرې كړې، مګر تر اوسه يې څه په لاس نه و ورغلي، دې دوران كې څو ځله د رمضان مستري خوا ته هم ورغلى و، خو رمضان سره هم څه خبر نه و._ ما ډېر كوښښ وكړو، د هغه له څو زړو ملګرو نه مې هم پوښتنه وكړه، خو هيچاته هم د هغه پته نه وه معلومه، زه ډېر افسوس كوم چې له تاسره مې څه مرسته ونشواى كړاى... ! مګر زه به خپل كوښښ جاري ساتم ښايي كومه ورځ يې پته ولګي._ كله، كله خو زه داسې فكر كوم چې زما پاتې عمر به د كراچۍ د سړكونو په خاور چاڼولو كې تېر ش
د وروستي ديدن ناول شپږمه برخه... څرك
وروسته د صفيې ياد هم په چتكتيا سره د ماضي په تيارو كې په وركېدو شو، ژوند ورته نوې غوښتې مخې، مخې ته كولې، له مړيو سره خو څوك نشي مړه كېداى، دوى لپاره خو يوازې د بښنې دعا كېږي، صفيه تللې وه او اوس ريسې ورته اړتيا لرله او پدې خبره اوس ريسه هم پوهېده چې اميرخان يې اوس اړتيا ده.دواړو يو د بل د زړه په خبرو ښه پوهېدل، د كومو اظهار چې په مختلفو ډولونو كېده، د دوى ترمنځ تكلف كم او دوستي زياتېدله، بلاخره يو ورځ اميرخان ريسې ته ښكاره د خپل زړه خبره وكړه او ده باور درلود چې ريسه به يې خبره بده ونه م