سرپاڼه
دا رښتيا هم په كتو ارزي
په سريلانكا كې د سيلانيانو د ليدو لپاره ډېر څه شته. غرونه، ځنګلونه بحر او د هغه د غاړو پاكې سړې شګې. يوه بله ځانګړنه، چې ډېرى نړۍ وال سيلانيان يي سريلانكا ته متوجه كړي دي په دې هېواد كې د تاريخي ابداتو پريمانه شتون دى. سريلانكا به پخوا وختونو كې سيلون بلل كيده. اوس يې هم نژدې اويا سلنه وګړي د بده ايزم منو
د بانك ماشين كارولو سمه طريقه
د يوه بانك په دروازه لوحه ځوړنده وه، چې پرې ليكلي و. بانك غواړي دخپلو محترمو مشتريانو د اسانۍ لپاره د لارې پر سر اې ټي ايم( د كارت په وسيله د يو مقدرا پېسو وركولو ماشين) ولګوي، چې په دې توګه به زموږ محترم مشتريان وكولاى شي له خپل موټر نه له كوزيدو پرته ماشين ته لاس ور اوږد كړي او د اړتيا وړ نغدې پيسې له ماشينه وباسي. د نارين
د پاچاهانو تر منځ توپير
د جاپان په سفر تللې استراليايي لومړۍ وزيره جوليا ګيلارډ هغه وخت سخته حيرانه شوه، چې جاپاني پاچا اكي هېټو ورته د شاهي ماڼۍ په ځاى په خپل كوچني كور كې ښه راغلاست ووايه. ويل كيږي، چې جاپاني باچا په شاهي ماڼۍ كې د برېښنا د زيات لګښت له امله لومړۍ وزيره خپل كوچني استوګنځي ته د ميلمستيا لپاره وبلله. په جاپان كې د څونامي طوفان او سختي زلزلې له راتګه راهيسې په ټول هېواد كې برېښنا نشته او يا لږ ده. په جاپان كې اتو
دا نړۍ ده
د نړۍ د ۸۶ هېوادونو له ۹۱ زره او ۵۰۰ تنو څخه يوه پوښتنه وشوه، چې د اداري فساد په اړه څه فكر كوي؟ دغه پوښتنه د غير دولتي موسسې ټرانسپرنسې انټرنېشنل د ۲۰۱۰ م كال د رپوټ چمتو كولو لپاره وشوه. په ځواب كې له هرو لسو تنو څخه شپږو تنو په ټينګار سره وويل، چې په تېرو دريو كلنو كې اداري فساد ډېر شوى دى. رپوټ وايي له
دوه مېرمنې
ليكوال: نورمحمد سعيد د جون د مياشتې نولسمه نيټه د دوو ښځو په ژوند كې ډېره مهمه ورځ ده. مهمه څه ، چې د دواړو د مړينې ورځ ده. دوى دواړو له يوې بلې ډېر لرې ژوند تېر كړ، خو د مړيني د نيټې د يوالي تر څنګ يې په يوه ځاى د يادولو ځينې نور سببونه هم شته. يوه وجه، چ
مرسته
مرسته نورمحمد سعيد يوچا دروازه وډبوله، د كور څښتن ورغى، ور خلاصه يې كړه. دروازې ته يوه ډله خلك ولاړ وو. د كور څښتن پوښتنه ځينې وكړه، خير خو به وي ؟ - څه غواړئ ؟ د خلكو له ډلي نه يوه ور غبرګه كړه، هو ! - خير دى موږ په خپل ښارګوټي كې د لامبو ډنډ جوړوو. د دې لپاره ستاسو مرستي ته اړتيا ده. د كور څښتن كوټې ته ننوت او چ
غريب سړى
نورمحمد سعيد ځينې خبرې رښتيا
عجيبه سكه
نورمحمد سعيد د هغي سيكې كېسه، چې له امله يې د ناور پر غاړه اباد كلى له يوې عجپبه پېښې سره مخ شو داسې ده، چې وايي يوه نابلده سړي يوه ورځ دې كلي ته ورغى. دسړي په لاس كې يوه ګرده اوسپنيزه ټوټه وه، چې د باچا ښاېسته انځور پرې توږ
څلور ښاپېرۍ
څلور ښاپيرۍ ژباړه : نورمحمد سعيد د پخوا وختونو خبره ده، چې په يوه كلي كې يو ډېر لټ سړى اوسيدۀ. ده كار او روزګار كول نه غوښتل. دغه وجه وه، چې دا سړى به تل د پېسو لپاره نورو ته اړ و.
علم ګل سحر دخپل چاپيريال انځور ګر
نورمحمد سعيد دانساني فكر په جوړښت كې يو ډېر مهم عنصر د ټولني د تفكر عمومي څرنګوالى دى. هر انسان له خپل شاو خوا چاپيريال نه متاثر كيږي او د ليك لوست او ليدو اوريدو په مټ
د طلاق پايلې او تاريخچه
د طلاق پايلې او تاريخچه نورمحمد سعيد كه څه هم په لرغوني يونان كې د مصري، چينايي، رومي او نورو مدنيتونو په څېر طلاق وركول دود و، خو په لسمه ميلادي پيړۍ كې عيسوي كليسا په طلاق وركولو بنديز ولګاوه. ويل كيږي، چې اتم هنري لومړى وار له انګليس كلېسا وغوښتل، چې واده يې فسخ كړي. له دې وروسته سوكه، سوكه په ار
د ډيلي تخت هېرومه............
د ډهيلي تخت هېرومه يو ژور او هنري نظر نورمحمد سعيد د رپورتاژ كلمه له فرانسوي ژبي نه اخستل شوې ده، چې مفهوم ي
دا هنر نه دى
د نورو په څېر دا پښتو متل، چې وايي: خپله خوله هم كلا ده او هم بلا، ډېر ارزښتناك دى. له خولې وتلي تورې رښتيا هم كله د سړي په مخ تړلې لارې خلاصوي او كله بيا سړى په لانجو اړوي. ځنې زورور داسې هم شته، چې د خاموشۍ په ګټورتيا باندې په ساعتونو ساعتونو غږيږي. بده يي لا دا، چې د نورو بيا له سره نه اوري. په ليكوالۍ كې هم ورته حالت دى. ځنې دوستان هر هغه څه ليكي، چې په سر كې يي ور ګرځي. پايله دا شوه، چې اوس ډېر ياران زموږ ادبي ليكنې تشې دلفاظۍ ټولګې بولي
سادګي يعنى ؟؟؟؟؟؟
ځينې دوستان داسې فكر كوي، چې ساده شعر هغه وي، چې سمدستي پرې د هرچا سر خلاص شي. د دې نظر مخالفين بيا وايي، چې د عادي ذوق په څښتنانو اثر كونكى شعر ساده نه وي، بلكې عاميانه وي. دوى داسې دليل وايي، چې له يوه عاميانه شعر نه د ځانګړي ذوق څښتنان خوند نه شي اخستلاى. په ورته توګه د يوه داسې شعر، چې كه څه هم د جوړښت له پلوه ساده وي، خو د محتوا له اړخه داسې پيچلى وي، چې له ځينو پرته د ډېرى د پوهيدو له بريده بهر وي، هم د هر چا لپاره د خوند اخېستو جوګه نشي كيداى. په همدې حساب سره د شعر ډېرى ك
د سكې بل مخ
د مئ د مياشتې درېمه نيټه په ټوله نړۍ كې د رسنيو د ازادۍ د ورځي په توګه نمانځل كيږي. مقصد دادى، چې په يوه خوله د ژورناليزم په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې كولو غوښتنه وشي. په نوره نړۍ كې د دې كار لپاره ډېري هلې ځلې كيږي او اوسمهال د نړيوالو رسنيو په وړاندي پراته خنډونه تر ډېره بريده لرې شوي هم دي، خو په دې سيمه كې لا هم ژورناليزم له بې شمېره ستونزو سره مخ دى. سږ كال هم د دې ورځې په مناسبت وويل شو، چې د اسيا وچي د سږ كال په اوږدو كې هم د ژورنالېستانو په وړاندې د پرتو ستونزو له امله پ
اوږده كېسه
نورمحمد سعيد د څرخي پله له لښكر كوټ نه د داود خان تر ماڼۍ پورې لار لنډه ده، خو درانه ټي څلور پنځوس او پنځه پنځوس ډوله روسي ټانكونه د يابو ګانو په رفتار تګ كوي، ځكه يې ښه ډېر ځنډ ونيو. د ټانكونو د دغه كوچني كاروان سرمير هم د جګړن د كچي پوځي و. جګړن وطنجار، چې د ټانكونو د بريد ګر ټيم مشر و، په خوب كې به يې هم د داسې مهمو پوځي عملياتو د ترسره كولو په اړه نه و ليدلي. بريد ګر تر دې حده وارخطا وو، چې وايي په ټان
صفر جمع صفر
دلته خو د خوږ ژبي شاعر جلال امرخيل په خبره یوازې تا ته مې شاعر احساس سلګۍ نه وهيګرانې پر سر باندې مې پروت د وطن غم هم دی او دا هم د منلو ده، چې وطن رښتيا هم له بې شمېره غمونو ډك دى. غمونه هم داسې، چ
ستاسي نوم ؟؟؟؟؟؟
وتلى ساينسپوه تهامس ايډېسن يوه ورځ د ټكټ اخېستو لپاره په كتار كې ولاړ و. كله، چې يي وار راورسيد او ټكټ پلورونكي ورنه د نوم پوښتنه وكړه، نو اېډېسن له وارخطايۍ خپل نوم هېر كړ. ويل كيږي، چې ايډېسن خورا هيرجن سړى و. له ښه څنډ وروسته يي هم خپل نوم ياد نه شو، نو شاته يې مخ واړاوه او له شاته ولاړ سړي نه يې وپوښتل : ښاغليه ! كولاى شې زما نوم راياد كړې؟؟؟ سړي ځواب وركړ: هو ولي نه ! تاسو ښاغلى تهامس ايډېسن ياست
ادب يعنى څه؟
نورمحمد سعيد له يوه ځېرك شاعر نه پوښتنه وشوه، چې تخيل څه ته وايي؟ هغه ځواب وركړ؛ تخيل د هغه قوت نوم دى، چې د مشاهدې او تجربې په مټ په انساني ذهن كې د معلوماتو راټولې شوې ذخيرې ته يوه نوي بڼه وركوي او بيا يې په داسې ښاېستوكو تورو بيانوي، چې له عادي بيان نه يو څه بيل او يا بيخي جلا وي. د دې ځواب په پاى كې ځېرك شاعر خبره يو څه &n
د دستار سړي
دا له شك او شبې وتلې ده، چې شاعري يوازې دهغه چار كار دى، چې وړتيا يي لري. په دې معنى، چې دا يو خالص فطري استعداد دى، نه داسې كوم څه، چې په رياضت سره ترلاسه شي. ممكن داسې دليل وويل شي، چې په زده كولو سره هرڅه زده كيږي، خو بيا هم بايد وويل شي، چې شاعري له دې حساب نه وتلى كار دى. كه د يو چا ميلان نه وي، نو دهغه لپاره د فټبال لوبه زده كول هم ډېر ستونځمن كار وي، خو هغه څوك، چې شوق يي لري د شطرنج غوندې پيچلې لوبه هم په اسانۍ زده كوي. د شاعرۍ
زوى
زوى د سيد رحمان فقيرزي ليكنه تور پيکۍ له ډير وخته وروسته بازار ته راغلی وه ؛د خوارکۍ د ښار له سيله هيڅ سترګي نه مړيدې کله به يې يوې خوا ته کتل او کله بلې خواته ؛ بس نو داسي وه لکه زموږ د کلي ګل مير ؛ ګل مير مو نه دی ليدلی ? ځه خدای دې نه در وينې!
د زړه د غږ قوت
د زړه د غږ قوت نورمحمد سعيد د شعر قوت هم د شاعر په ذهن كې د خيال له قوت سره غوټه دى. د شاعر خيال د سيند د څپو په څېر په لوړو ژورو كې په ډېر شدت لوړيږي او ځان له ځمكې وهي او هوارو ځمكو ته له كوزيدو وروسته په كرار شي او په ارام بهيږي. د شاعر خيال هم په كړكېچنو حالاتو كې توپاني كيږي او له دې هيجاني كيفيت نه وروسته بيا يو پړاو داسې هم راځي، چې د شاعر انساني فكر كه څه هم تر نورو لږ زيات حساس وي، خو بيا هم عادي حالت ته راګرځي. داسې ويلاى شو، چې د هر شاعر د فن
زموږ مشالونه، چې نور يې رڼا ته ناست دي؛
زموږ مشالونه، چې نور يې رڼا ته ناست دي 14.03.2011 15:12 ليكوال: نورمحمد سعيد زموږ په ټولنه کې به هر څه تېرېږي او له كدرونو او وياړونو سره به هر راز چلند كېږي، خو په نوره نړۍ کې اوس هم جوهريان شته او ملغلرې نه يوازې پيژني، بلکې قدر يې هم کوي. كله چې د نورو نړيوالو له خوا ستايل شوي يو، داسې نوښتګر ځوان افغان نابغه ډاكټر محمد داود اعظمي په سویس کې د نړیوال اقتصادي ف
ژوند او ادب
ژوند او ادب نورمحمد سعيد د بد مرغيو يو اوږد لړليک دى، چې موږ يي له ډېر څه نه بې برخي کړي يو. که له يوې خوا په سياسي ډګر کې تل په ډېرو کوچنيو ډلو وېشل شوي يو، نو بله خوا د ادب په برخه کې هم له ورته ستونزې سره لاس او ګريوان يو. د نورې ټولې نړۍ برعکس زموږ په فرهنګيانو کې له ډېر پخوا نه د همفکرو د ډلو په ځاى شخصيتونو ته مرکزيت ورکړل شوى دي. ان تر دې، چې افراد مکتبونه بلل شوي دي. وجه يې هم ديوې لارې د لاروي کيدو سربېره هم د فرعي ا
برياليتوب
برياليتوب د مثبت طرز فكر په مټ ستا فكر ستا شخصيت دى ! د انسان فكر او دعمل كولو طرز، چې د هغه په ژوند كې څومره مهم رول لري، ممكن بل هيڅ يو عنصر يې هم ونه لري. فكر موږ له انسان څخه نه شو جلا كولاى، ځكه كه فكر و نه لري، نو موږ يي انسان هم نه شو بللاى. د يوه ژوندي انسان لپاره فكر هم دومره مهم دى، لكه اور، اوبه، هوا او خاوره، چې له دې هر يوه پرته د انسان خپل شتون هيڅ امكان نه لري. په همدې بنسټ ويلاى شو، چې همدا فكر دى، چې انسان