ځينې دوستان داسې فكر كوي، چې ساده شعر هغه وي، چې  سمدستي پرې د هرچا سر خلاص شي. د دې نظر مخالفين بيا وايي، چې د عادي ذوق په څښتنانو اثر كونكى شعر ساده نه وي، بلكې عاميانه وي. دوى داسې دليل وايي، چې له يوه عاميانه شعر نه د ځانګړي ذوق څښتنان خوند نه شي اخستلاى. په ورته توګه د يوه داسې شعر، چې كه څه هم د جوړښت له پلوه ساده وي، خو د محتوا له اړخه داسې پيچلى وي، چې له ځينو پرته د ډېرى د پوهيدو له بريده بهر وي، هم  د هر چا لپاره د خوند اخېستو جوګه نشي كيداى. په همدې حساب سره د شعر ډېرى كره كتونكي په يوه خوله هغه شعرونه ساده او روان  بولي، چې د لوړ او منځني كچ ذوق درلودونكي ځنې يو شان خوند واخلي او پرې وپوهيږي. د شعر ماهرين په دې اړه  د مشورې په توګه وايي، چې بايد د امكان تر حده په شعر كې داسې ژبه وكارول شي، چې تر ډېره ورځنۍ محاورې ته نږدې  وي. ثقيل او متروك ويوكي شعر د سادګۍ له دې كيټګري  نه باسي. د دوى په وينا تر دې هم مهمه داده، چې بايد په شعر كې شته خيال پيچلى نه وي. داسې څه، چې د انساني تخيل په دائره كې يي دشونتيا امكان زيات وي، د نورو په ذهن هم زر اثر كوي. همدغه ورځنۍ ژبه او اسان انساني تخيل د ساده  او روان شعر معيار بلل كيږي.