28.04.2011
- نورمحمد سعيد
نورمحمد سعيد
د څرخي پله له لښكر كوټ نه د داود خان تر ماڼۍ پورې لار لنډه ده، خو درانه ټي څلور پنځوس او پنځه پنځوس ډوله روسي ټانكونه د يابو ګانو په رفتار تګ كوي، ځكه يې ښه ډېر ځنډ ونيو. د ټانكونو د دغه كوچني كاروان سرمير هم د جګړن د كچي پوځي و. جګړن وطنجار، چې د ټانكونو د بريد ګر ټيم مشر و، په خوب كې به يې هم د داسې مهمو پوځي عملياتو د ترسره كولو په اړه نه و ليدلي. بريد ګر تر دې حده وارخطا وو، چې وايي په ټان...
05.05.2011
- نورمحمد سعيد
ځينې دوستان داسې فكر كوي، چې ساده شعر هغه وي، چې سمدستي پرې د هرچا سر خلاص شي. د دې نظر مخالفين بيا وايي، چې د عادي ذوق په څښتنانو اثر كونكى شعر ساده نه وي، بلكې عاميانه وي. دوى داسې دليل وايي، چې له يوه عاميانه شعر نه د ځانګړي ذوق څښتنان خوند نه شي اخستلاى. په ورته توګه د يوه داسې شعر، چې كه څه هم د جوړښت له پلوه ساده وي، خو د محتوا له اړخه داسې پيچلى وي، چې له ځينو پرته د ډېرى د پوهيدو له بريده بهر وي، هم د هر چا لپاره د خوند اخېستو جوګه نشي كيداى. په همدې حساب سره د شعر ډېرى ك...