نورمحمد سعيد

د څرخي پله له لښكر كوټ نه د داود خان تر ماڼۍ پورې لار لنډه ده،  خو درانه ټي څلور پنځوس او پنځه پنځوس ډوله روسي ټانكونه د يابو ګانو په رفتار تګ كوي، ځكه يې ښه ډېر ځنډ ونيو. د ټانكونو د دغه كوچني كاروان سرمير هم د جګړن د كچي پوځي و. جګړن وطنجار، چې د ټانكونو د بريد ګر ټيم مشر و، په خوب كې به يې هم د داسې مهمو پوځي عملياتو د ترسره كولو په اړه نه و ليدلي. بريد ګر تر دې حده وارخطا وو، چې وايي په ټانكونو كې ناستو افسرانو په خپلو ملګرو توپچيانو تفنګچې را واېستې، چې په نښه شوي هدفونه تر اور لاندې ونيسي. پاس په هوا كې د يوه بل جګړن تر مشرتابه لاندې د    هوايي ځواك يو څو  ميګ يوېشت ډوله الوتكې اوښتې را اوښتې. هغو هم د دويمې نړيوالې جګړې د هوايي بمباريو په څېر بې هدفه  له پاسه بمونو راشړل. عام ښاريان له دې هر څه سره دومره نابلد او بې اړيكې  وو، چې ډېرى خو يي د الوتكو د بمبار ليدو لپاره  د مكروريانو د بلاكونو لاندې نندارې ته ولاړ وو. تر ډېره پورې عادي ښاريان په دې هم نه پوهيدل، چې څه پېښه ده. د دغې پېښې په اړه ليكونكي او حال  ويونكي نږدې ټول يوه خوله دي، چې د يو څو ساعتونو په اوږدو كې د افغانستان د هغه وخت د حكومت كېسه پاى ته ورسيده.  په لومړيو شيبو كې د شار مركزي واټونه او مهم سترايتيژيك ځايونه د يو څو لرغونو ټانكونو د قوماندان په ولكه كې وو. قوماندان د فاتح په صفت راډيو افغانستان ته ننوت مايكروفون يي ونيو او د خپل بري اعلان يي په خورا  جوش او جذبه سره وكړ. دا هم د منلو ده، چې د ولسمشرۍ ځانګړي ګارډ له انقلابيانو سره په مېړانه وجنګيدل، خو د څو تنو ګارډانو او د پوځيانو د يوې سترې ډلې، چې هوايي ځواك يي هم ملاتړ كوي،  مقابله په هر صورت ډېره حيرانونكې نه شي كيداى. پايله هماغسې شوه، د افغانستان ولسمشر، د كورنۍ غړي يي، وزيران او سلاكاران يې له خپلو  ساتونكو سره شهيدان كړل شوو او جسدونه يې يوه بله خوا د واټونو په سر تر ډېرو سره لمر ته پراته وو. په دې توګه په افغانستان باندې د واكمنې چلولو لپاره د دوو تنو جګړنانو  يو اړخيزه جګړه  د يو څو ساعتونو په اوږدو كې پاى ته ورسيده. له هغه را وروسته بيا څه پېښ شوو، چا څه وكړل او په ځواب كې ورسره څه وشول دا خونړى  داستان ډېر اوږد دى او لاهم دوام لري، نو دا به در اتلونكې مورخ ته پرېږدو، چې په اړه يي څه وايي، خو هر كال د ثور دمياشتې د اوومې نيټې په راتګ د  وطن د خلكو په ذهنونو كې  يوه پوښتنه تازه كيږي  او هغه دا،  چې د يوه منظم او فعال نظام په شتون كې ولي د يو څو ټانكونو او الوتكو دوه ټيټ پوړي پوځي قوماندانان وتوانيدل، چې ټول سيسټم نسكور كړي؟؟؟؟؟