23.04.2011
- نورمحمد سعيد
وتلى ساينسپوه تهامس ايډېسن يوه ورځ د ټكټ اخېستو لپاره په كتار كې ولاړ و. كله، چې يي وار راورسيد او ټكټ پلورونكي ورنه د نوم پوښتنه وكړه، نو اېډېسن له وارخطايۍ خپل نوم هېر كړ. ويل كيږي، چې ايډېسن خورا هيرجن سړى و. له ښه څنډ وروسته يي هم خپل نوم ياد نه شو، نو شاته يې مخ واړاوه او له شاته ولاړ سړي نه يې وپوښتل : ښاغليه ! كولاى شې زما نوم راياد كړې؟؟؟
سړي ځواب وركړ: هو ولي نه ! تاسو ښاغلى تهامس ايډېسن ياست...
28.04.2011
- نورمحمد سعيد
نورمحمد سعيد
د څرخي پله له لښكر كوټ نه د داود خان تر ماڼۍ پورې لار لنډه ده، خو درانه ټي څلور پنځوس او پنځه پنځوس ډوله روسي ټانكونه د يابو ګانو په رفتار تګ كوي، ځكه يې ښه ډېر ځنډ ونيو. د ټانكونو د دغه كوچني كاروان سرمير هم د جګړن د كچي پوځي و. جګړن وطنجار، چې د ټانكونو د بريد ګر ټيم مشر و، په خوب كې به يې هم د داسې مهمو پوځي عملياتو د ترسره كولو په اړه نه و ليدلي. بريد ګر تر دې حده وارخطا وو، چې وايي په ټان...