وتلى ساينسپوه تهامس ايډېسن يوه ورځ د ټكټ اخېستو لپاره په كتار كې ولاړ و. كله، چې يي وار راورسيد او ټكټ پلورونكي ورنه د نوم پوښتنه وكړه، نو اېډېسن له وارخطايۍ خپل نوم هېر كړ. ويل كيږي، چې ايډېسن خورا هيرجن سړى و. له ښه څنډ وروسته يي هم خپل نوم ياد نه شو، نو شاته يې مخ واړاوه او له شاته ولاړ سړي نه يې وپوښتل : ښاغليه ! كولاى شې زما نوم راياد كړې؟؟؟

سړي ځواب وركړ: هو ولي نه ! تاسو ښاغلى تهامس ايډېسن ياست

ايډېسن زر ټكټ پلورونكي ته مخ ورواړاوه او ورته وې ويل: هو.... هو... رښتيا وايي، زما نوم تهامس ايډېسن دى.