نورمحمد سعيد

له يوه ځېرك شاعر نه پوښتنه وشوه، چې تخيل څه ته وايي؟ هغه ځواب وركړ؛ تخيل د هغه قوت نوم دى، چې د مشاهدې او تجربې په مټ په انساني ذهن كې د معلوماتو راټولې  شوې ذخيرې ته  يوه نوي بڼه  وركوي او بيا يې  په داسې ښاېستوكو تورو بيانوي، چې له عادي بيان نه يو څه بيل او  يا  بيخي جلا وي. د دې ځواب په پاى كې ځېرك شاعر خبره يو څه  دپلوماتيكه كړه او دا يې هم ورپورې غوټه كړه، چې په هر صورت  دا د تخيل لومړى او وروستى تعريف نه دى، بلكې پخپله د شعر د تعريف په توګه د تخيل په تعريف كې هم ډېر څه ويل كيداى شي. دا خبره تر ډېره حده رښتيا هم سمه ده، ځكه د شاعري تعريف  د انساني فكرونو د توپير په توګه د هر چا له خپلې ذهني اخيستنې سره تړاو لري. مثلا يو ډېر تكړه بهرنى شاعر وايي، چې تر باطن پورې د رسيدو وسايلو ته شاعري ويل كيږي، چې په كې د ژوندون د ټولنيز شعور څرك ليدل كيږي. دغه راز هر څوك د خپلو تجربو مشاهدې او مطالعې په مټ په دې هكله په شعوري او يا هم غير شعوري توګه  يوه مفكوره جوړوي، چې پرې باوري وي. د بيلابيلو ادبي مكتبونو شتون هم د دې لړۍ يوه كړۍ بللاى شو.

 كه څه هم له بده مرغه زموږ په ټولنه كې د يوه او بل د نه زغملو له امله كله نا كله ادبي او علمي اختلاف هم په شخصي هغه بدليږي او يا نور رنګونه وركول كيږي، خو بيا هم په ټولنه كې بالعموم او په فرهنګپالو كې په ځانګړې توګه د شعوري كچې له لوړيدو سره سم په خپل ذات كې دا اختلافات بد نه ګڼل كيږي، بلكې دې كار ته د مثبتې سيالۍ په سترګه كتل كيږي. د يوې داسې سيالۍ په نظر، چې په هر صورت ګټه يې ژبي او فرهنګ ته رسيږي. هو…. يوه خبره، چې په نوره نړۍ كې هم او دلته هم پرې اختلاف نه كيږي، دا ده، چې ادب بايد د خپل مهال د ژوند رښتينى انځور ګر وي. كه ادب په خپله ټولنه كې او ټولنه په خپل ادب كې د يوه بل څرګند انځورونه نه ويني، نو دا په دې معنا ده، چې يو نه يو چېرته يو څه  نيمګړتيا شته، چې بايد اصلاح شي او كه نه له دواړو نه د يوه بې لاريتوب هم د دواړو د بې لارۍ سبب كيږي.

داسې ادب، چې له ژوند نه سرچينه اخلي او د رښتينو تجربو په بنسټ د ټولنې د خير ښېګړې په خاطر ليكل كيږي، د انسانانو په ذهنونو هم خامخا اثر كوي او داسې ادب په ټولنه كې د تهذيب او مدنيت په رامنځته كولو كې مهم رول لوبوي. كله، چې د شعر په موثريت خبرې كيږي، نو په دې حقيقت سترګې نه شي پټيداى، چې شعر په لنډيز سره په ښاېسته قالب كې تر نورو پورې د لطيفو انساني جذبو د رسولو وسيله ده، نو په داسې حالت كې له مبالغې، درواغو، فحش ګويي او بداخلاقي پاك شعر په انساني ذهنونو، چې د ټولنې غړي دي، غوره اثر كوي. ان تر دې، چې د شعر له همدې پاسته قوت نه په ګټه اخېستلو سره كيداى شي خلك په ترخو او زيږو مسايلو باندې هم په مهذب او ښاېسته انداز غور كولو ته راوبلل شي.

 د ژوند ټول واقعيتونه او د ټولنې ټولې ستونزې د شعر په خوږه ژبه د ټولنې د غړو مخ ته كېښودل شي او  دا خو يو منل شوى حقيقت دى، چې تر څو په مسايلو غور ونه شي د حل تمه كول هم په رڼا ورځ د خوب ليده دي.