دا له شك او شبې وتلې ده، چې شاعري يوازې دهغه چار كار دى، چې  وړتيا يي لري.  په دې معنى، چې دا يو خالص فطري استعداد دى، نه داسې كوم څه، چې په رياضت سره ترلاسه شي. ممكن داسې دليل وويل شي، چې په زده كولو سره هرڅه زده كيږي، خو بيا هم بايد وويل شي، چې شاعري له دې حساب نه وتلى كار دى. كه د يو چا ميلان نه وي، نو دهغه لپاره د فټبال لوبه زده كول هم ډېر ستونځمن كار وي، خو هغه څوك، چې شوق يي لري د شطرنج غوندې پيچلې لوبه هم په اسانۍ زده كوي. د شاعرۍ مثال هم دې ته ورته دى. هغه څوك، چې په طبيعيت كې يي د شعر عنصر ګډ وي په لږ زده كړه سره ممكن داسې شعر ووايي، چې نور يي له كلونو رياضت وروسته هم جوګه نه وي. عموماً په اسيا كې او بيا په ځانګړې توګه زموږ په دې سيمه كې د شاعرانو د ډېر والي په سببونو د خبرو پر مهال د فرهنګي او كلتوري چارو كارپوهان د نورو لاملونو تر څنګ د هر شعر ويونكي بې ځايه تشويق هم يو لامل بولي. دا رښتيا هم زړه ته ځكه لويږي، چې دلته ډېرى وخت د دوستي، خپلوي او يا څه نورو سببونو له امله ځينو داسې شعرونو ته هم واه واه كيږي، چې اصلاً په اورېدو هم نه ارزي. په دې توګه د شعر ليكونكو او ويونكو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دى، خو هغه، چې شاعران دي رښتيا هم د ګوتو په شمېر دي.