16.03.2011
- نورمحمد سعيد
د زړه د غږ قوت
نورمحمد سعيد
د شعر قوت هم د شاعر په ذهن كې د خيال له قوت سره غوټه دى. د شاعر خيال د سيند د څپو په څېر په لوړو ژورو كې په ډېر شدت لوړيږي او ځان له ځمكې وهي او هوارو ځمكو ته له كوزيدو وروسته په كرار شي او په ارام بهيږي. د شاعر خيال هم په كړكېچنو حالاتو كې توپاني كيږي او له دې هيجاني كيفيت نه وروسته بيا يو پړاو داسې هم راځي، چې د شاعر انساني فكر كه څه هم تر نورو لږ زيات حساس وي، خو بيا هم عادي حالت ته راګرځي. داسې ويلاى شو، چې د هر شاعر د فن...
19.04.2011
- نورمحمد سعيد
دا له شك او شبې وتلې ده، چې شاعري يوازې دهغه چار كار دى، چې وړتيا يي لري. په دې معنى، چې دا يو خالص فطري استعداد دى، نه داسې كوم څه، چې په رياضت سره ترلاسه شي. ممكن داسې دليل وويل شي، چې په زده كولو سره هرڅه زده كيږي، خو بيا هم بايد وويل شي، چې شاعري له دې حساب نه وتلى كار دى. كه د يو چا ميلان نه وي، نو دهغه لپاره د فټبال لوبه زده كول هم ډېر ستونځمن كار وي، خو هغه څوك، چې شوق يي لري د شطرنج غوندې پيچلې لوبه هم په اسانۍ زده كوي. د شاعرۍ...