د نورو په څېر دا پښتو متل، چې وايي: خپله خوله هم كلا ده او هم بلا، ډېر ارزښتناك دى. له خولې وتلي تورې رښتيا هم كله  د سړي په مخ تړلې لارې خلاصوي او كله بيا سړى په لانجو اړوي.  ځنې زورور داسې هم شته، چې د خاموشۍ په ګټورتيا باندې په ساعتونو ساعتونو غږيږي. بده يي لا دا، چې د نورو بيا له سره نه اوري. په ليكوالۍ كې هم ورته حالت دى. ځنې دوستان هر هغه څه ليكي، چې په سر كې يي  ور ګرځي. پايله دا شوه، چې اوس ډېر ياران زموږ ادبي ليكنې تشې دلفاظۍ ټولګې بولي. ځنې راباندې دا تور لګوي، چې ګواكي په يوېشتمه پيړۍ كې هم موږ د كوه قاف د ښاپيرو الف ليلوي داستانونه ليكو. كه رښتيا سره ووايو دا خبرې كه ټولې رښتيا نه دي، نو تر ډېره پورې دروغ هم نه دي. تر څو، چې موږ د نن د بشر په مسايلو د هغه په ژبه خبرې ونه كړو او هغه هم په داسې لحجه او تون، چې د انسان زړه مو هم ګرولى نه وي او ترخه واقعيتونه مو هم دهغه په وړاندې ايښي وي، تر هغې به زموږ د اوريدونكو او لوستونكو شمېر ورځ تر بلې همدغسي كميږي. بله مهمه دا، چې اوس خلك په مسايلو باندې د ژړا په ځاى د هغو د حل لارې چارې لټول غواړي. كه موږ په حل نه غږيږو، نو د دې معانا داده، چې موږ هم يوځي ژړا زده كړي ده او د ا په هر صورت هنر نه بلل كيږي