د ډهيلي تخت هېرومه

يو ژور او هنري نظر

نورمحمد سعيد

 

 

د رپورتاژ كلمه له فرانسوي ژبي نه اخستل شوې ده، چې مفهوم يي هماغه د انګليسي رپورټ دى. په افغانستان كې ورته راپور هم ويل كيږي، خو د استاد نورالحبيب نثار په وينا له راپور يادولو سره د كمونېستانو د وخت هغه پټ راپورونه د سړي ذهن ته راځي، چې د حكومت د مخالفينو  په اړه به جاسوسانو حكومت ته وركول او بيا به د هغو په كورونو بمبارۍ كيدې او يا به هم نيول كيدل، په هر صورت رپورتاژ د وچ كړس ژورناليستيك رپوټ برعكس  خورا  په زړه پورې ادبي ژانر دى. د يون ليك او رپوټ ليكنې تر منځ  يوه هنري تړاو رپورتاژ تخليقوي. په رپورتاژ كې د  يوه ځانګړې زمان او مكان  يا پېښې په هكله په هنري انداز د واقعاتو د بيان تر څنګ لوستونكى لاس نيولى له ځان سره بيول كيږي. ليكوال له سترګو ليدلي حال سره خپل تاثرات هم په ګډه څرګندوي. د ژورناليستيك رپوټ برعكس په رپورتاژ كې د تخيل په زور د نورو ادبي اسلوبو په ګډون  لكه، خاكه، د جزياتو د راغوڼدولو په وسيله تخليقي انځورګري او همدا راز  په داستاني بڼه د پېښو بيان  داسې څه دي، چې رپورتاژ له يوه ژورناليستيك رپوټ نه ځانګړى كوي او د ادبي ژانرونو په كتار كې دروي. بله خوا د يونليك په څېر د رپورتاژ لپاره سفر كول هم اړين نه دي، بلكې رپورتاژ د تخيل  په مټ هم ليكل كيداى شي. البته د رپورتاژ د ليكلو لپاره اړينه ده، چې ليكوال د پياوړې  مشاهدې، تخيل او ژورې مطالعې تر څنګ پياوړي حافظه هم ولري. له دې سره تر څنګ بايد د رپورتاژ ليكوال د نورو ادبي ژانرونو په ليكلو هم لاس برى وي، چې د خپل اثر په تخليق كې ځينې ګټه واخلي.  په اردو ژبه كې د رپور تاژ ليكنه له پخوا راهيسې دود ده. د هندوستان او پاكستان ډېرو نامتو ليكوالو لكه كرشن چندر، محمود هاشمي، ابراهيم جلېس، رامانند ساګر، جمناداس اختر او قدرت الله شهاب ځينې داسې رپورتاژونه ليكلي دي، چې شاهكارونه بلل كيږي. په پښتو كې هم په دې برخه كې څه نا څه كار شوى دى او د كوزې پښتونخوا ځينو ليكوالو معياري رپورتاژونه ليكلي دي. په دا وروستيو كې د كراچۍ يوه نامتو ليكوال، شاعر او سر ښوونكي ښاغلي امان اپريدي صيب د ۲۰۰۹ م كال د نړيوال پښتو كنفرانس په هكله، چې په كابل كې تر سره شو يو رپورتاژ ليكلى دى. امان اپريدي صيب دغه رپورتاژ ( د ډيلي تخت هېرومه) تر سرليك لاندې په پېښور كې د كراچۍ د پښتنو ليكوالو او شاعرانو د ادبي ټولنې( جرس ادبي جرګه) په زيار له دانش خپرندويه ټولنې نه د چاپ په سينګار پسوللى دى. په دې كتاب كې د امان صيب د هغه سفر احوال، چې كابل ته يې په  ياد كنفرانس كې د ګډون لپاره كړى و لولو. له كراچۍ نه تر پېښور، كابل او بيرته كراچۍ پورې د دې سفر په اوږدو كې امان صيب په ډېر هنري انداز خپل لوستونكى له ځان سره بيايي، هغه څوك ورپيژني، چې ده ليدلي او هغه څه ور ښئې، چې ده ليدلي. د داستاني اثارو ځانګړنه، يعنى  تلوسه په دې رپورتاژ كې دومره ده، چې سړى په يوه ناسته كې  د ټول كتاب لوستلو ته هڅوي. په رپورتاژ كې ليكوال د خپلو سترګو ليدلى حال راته په خوآږه انداز بيانوي. د خپل خيال د لا ښه څرګندولو لپاره د نامتو شاعرانو له بيتونو نه هم استفاده شوې ده، چې دې كار په ليك كې لا زيات هنريت پيداكړى دى. پخپله د كتاب نوم د احمدشاه بابا د يوه شعر له بيت نه اخېستل شوى دى. د يون ليك په  ځانګړونو سربيره  په رپورتاژ كې د نړيوال پښتو كنفرانس په مقصدونو، اغېزو او پايلو هم ژور بحث شوى دى. د ليكوالۍ له نړيوالو اصولو سره سم د رپورتاژ لومړۍ جمله لنډه او د دويمي جملې لوستلو ته لمسونكې ده او همدار راز د كتاب د پاى جمله داسې ده، چې سړى د كتاب له ختمولو وروسته هم تر ډېره وخته پورې د فكر په ټال زنګوي. ويې لولئ(( په ۱۴ م اكتوبر كچه غرمه مې د كور د ګړدو وګړو نه اجازت واخېست، د ادې په مينه او دوعا ګانو لوند خېشت د اياز خان تر څنګ د متنو د بس اډې په لور.......د كراچۍ د پاره رهي شوم. له دې سره سم ليكوال د كراچۍ مېشت نامتو شاعر رياض تسنيم يو بيت ليكلى، چې سړى بلې دنيا ته وړي...فرمايي

                  معجزې لري د مياندو بوډۍ سترګې

                     ترې دعا د سفر اخلئ كله كله

 

.