د طلاق پايلې او تاريخچه

نورمحمد سعيد

 

كه څه هم په لرغوني يونان كې د مصري، چينايي، رومي  او نورو مدنيتونو په څېر طلاق وركول دود و، خو په لسمه ميلادي پيړۍ كې عيسوي كليسا په طلاق وركولو بنديز ولګاوه. ويل كيږي، چې اتم هنري لومړى وار له انګليس كلېسا وغوښتل، چې واده يې فسخ كړي. له دې وروسته سوكه، سوكه په اروپايي ټولنه كې طلاق وركول او اخېستل  دود شوو. په دې سربيره هم په ايرلينډ كې د دې هېواد پارلمان په دا نږدې وختونو يعنى، ۱۹۸۶ م كال په طلاق وركولو بنديز ولګاوه. په برېتانيا كې بيا ويل كيږي، چې د ۱۹۶۹ م كال په اوږدو كې يوه قانوني لايحه تصويب شوه، چې له مخې يې ميړه او ښځې ته د طلاق وركول او اخيستل اسان شول. په دې هېواد كې له ۱۹۶۰ م نه تر ۱۹۷۰ پورې د طلاق كلنۍ شرح  هر كال ۹ سلنه زياته شوه. اوسمهال د دې هېواد په هكله په يوه احصاييه كې ويل شوي دي، چې په داسې يوه جوړه، چې دوه ماشومان ولري، د طلاق په صورت كې د دې هېواد   حكومت نږدي اتيا زره پونډه  لګښت  كولو ته اړ دى. دغه راز به يې په ماشومانو باندې له پنځه اويا زره نه واخله تر يولك او پنځوس زره پونډه لګښت كيږي. بله خوا د امريكا د متحده ايالاتو  په اړه ا ټكل كيږي، چې  هلته له هرو لسو ودونو نه به يې څلور ودونه په طلاق سره پاى ته ورسيږي. دا ارقام د هغې سروې له مخې ويل شوي دي، چې پكې ويل شوي،  د يوه كال،  ۱۹۹۳ م په اوږدو كې د دې هيواد له 2.3 مليون ثبت شويو  ودونو نه يې ۱.۳ مليونه په طلاق وركولو سره ختم شول. له دغو نه شپيته سلنه طلاقونه له پنځه وېشت او نهه دېرش كلونو عمر  تر منځ جوړو يوه بل ته وركړل. له دې سره دا هم ويل كيږي، چې له طلاق وركونكو او يا اخېستونكو نه يې پنځه او يا تر اتيا سلنه پورې بيا نور ودونه كوي او په دې توګه يې له لومړي واده نه شته ماشومان متاثر كيږي. ډېرى امريكايان اوس مهال له دويم او يا دريم واده سره شپي اور ورځې تېروي.

د ټولنيزو چارو ماهرين وايي، چې د طلاق وركونكو ميندو پلرونو اولادونه له سختو اقتصادي ستونزو سره په رواني لحاظ هم تر سخت فشار لاندې ژوند تېروي.  د ټولنيزو علومو ماهره ساره. اس. مكلانهن وايي: هغه ماشومان، چې مور او پلار يې له يوه بله بيل شي، نه يوازې دا، چې له تعليمي او اقتصادي ستونزو سره مخ كيږي، بلكې په ځانګړې توګه هغه نجونې، چې  د ماشومتوب او پيغلتوب دوران يې د طلاق اخېستونكيو ميندو تر څنګ تېريږي، په راتلونكې كې د دوى د خپل واده د نابرياليتوب احتمال هم له سلو تر يو نيم سل فيصده پورې  زياتيږي.

بله خوا د شكاګو پوهنتون څيړونكې لينډا ويټ وايي، چې طلاق او كونډتوب  په انساني رويه هم ژورې اغيزې كوي. په يوه سروې كې، چې د يو پنځوس او يو شپيته كلنۍ تر منځ عمر د  نږدې اته نيم زره تنو حالت پكې وڅېړل شو، معلومه شوه، چې د نورو په پرتله طلاق وركونكي او اخېستونكي له خطرناكو ناروغيو سره ډېر مخ كيږي. د دې څېړني په پايله كې ثابته شوه، چې طلاق انساني روغتيا ته داسې زيان اړوي، چې بل واده كول يې هم درملنه  نه شي كولاى. په دې توګه په لويدېځ كې د كورنۍ د سيستم كرار كرار له منځه تګ حكومتونه او پاليسي جوړونكي هم له خواشينۍ سره مخ كړي دي. بله خوا په ختيځ كې او په ځانګړې توګه د اسلام د مقدس  دين نه د لرې كيدو له امله  هلته په عربي نړۍ كې هم حالت ډېر د ډاډ وړ نه دى. په دا وروستيو كې د قطر له هېواد نه په يوه وركړل شوي رپوټ كې ويل شوي و، چې هلته په يوه واده كې له مراسيمو سمدستي ورورسته ناوي د واده د ورځي  جامي

  بدلي کړي اوپه عامو جامو کي راووتله، ويل كيږي، چې كله د زوم خپلوانو له ناوې نه د دې كار په اړه وپوښتل، نو هغې په ځواب كې ورته وويل، چې زه په دې واده له لومړي سره خوشاله نه وم، خو د خپل مور پلار د خفګان له امله مې غږ نه كاوه. نجلۍ په صالون كې په لوړ غږ وويل، چې دا له بل ځوان سره مينه كوي، خو د خپل مور او پلار د خوښي لپاره له دې زوم سره واده كولو ته اړاېستل شوې ده.

زوم، چې په رسنيو كې يې نوم رمضان ښودل شوى، وايې په هماغه شيبه د واده د ټولو ګډونوالو په وړاندې خپلې ناوي ته طلاق وركړ. له دې سره سم د واده او طلاق دواړه كارونه په يوه ځاى پاى ته ورسيدل. .