نورمحمد سعيد
دانساني فكر په جوړښت كې يو ډېر مهم عنصر د ټولني د تفكر عمومي څرنګوالى دى. هر انسان له خپل شاو خوا چاپيريال نه متاثر كيږي او د ليك لوست او ليدو اوريدو په مټ د فكر يو ځانګړى انداز جوړوي، چې په انګريزۍ كې ورته ماينډ سيټ وايي. له كوچنيتوبه تر بوډاتوبه پورې كه څه هم هر لوستل شوى تورى زموږ د ذهن په يوه ګوټ كې ځاى نيسي، خو هغه ذهنيت، چې موږ يي د اوريدو او مشاهدې په قوت د راټول كړل شويو لكونو دليلونو په مټ جوړوو، په اسانه نه بدليږي.
زموږ په وطن كې له لسيزو راهيسې موجود تاوتريخوالي ليكوال هم په ډلو ويشلي دي. زموږ يو شمېر ليكوال يوازې د وير ساندې ليكي، ځينې نورو بيا له حال سره ټولي اړيكې پرې كړي دي او د خير په غوڼدي، يا كه داسې ووايو نو سمه به وي، چې د ماضي په غوڼدۍ ناست دي او د خيال په ټالونو ځانګي. له نيكه مرغه يو څو تنه بيا داسې هم شته، چې ماضي ته له تېروتنو نه د زده كړي لپاره ورګوري، حال محسوسوي او د راتلونكي لپاره د خپل شاوخوا د اوسني چاپيريال د محسوس تصوير په جوړولو بوخت دي.ښاغلى علم ګل سحر صاحب هم د همدغه كتار سړى دى. د ده په ليك كې موږد ژوند تصوير وينو، زموږ د خپل ژوند تصوير، د هغو انسانانو د ژوند، تصوير، چې د جګړي په لمبو كې په ژوند كولو مجبور دي، دغه انسان راته خپل حال داسې وايي
لاس وهم اوبو كې، اوبه ټولې رانه خړې شوې
ارمان مې رانه ورك دى له ما دغو اوبو وړى دى
په داسې حال كې، چې ژوند سره سكروټه ده، شاو خوا د كركي تيارې خپرې دي، خو هغه شاعر، چې تريخ ژوند ته يې هم خواږه كتلي دي، د رټلو، شړلو او پورې وهلو په زمانه كې هم د ګرانښت خبرې كوي، دى اصلاً غواړي د راتلونكې وخت خلكو ته ووايي، چې په موږ باندې يواځې ځان ګران نه وبلكې موږ، چې د كركې په كلونو كې ژوندي وو، جانان هم راباندې ګران و او نه يواځي جانان، بلكې نور هم ډېر څه راباندې د خپل جانان غوندې ګران وو، چې همدغه د دى وطن د انسان اصلي تصوير دى.
څومره ډير مې خپل جانان راباندې ګران دى
لكه ځان، لكه ايمان راباندې ګران دى
لكه خپله خوږه ژبه راته ګرانه
لكه ګران افغانستان راباندې ګران دى
زه يو تږى لاروى يمه د ميني
د رڼو اوبو په شان راباندې ګران دى
ماشومتوب دى، هوسيږم يې ځلا ته
لكه ستورى د اسمان راباندې ګران دى
دوى حيران دي، چې په تا ولي مين يم
دا خو ځكه، چې انسان راباندې ګران دى
هغه پريمانه مينه، چې د سحر صاحب د شخصيت او وينا يوه همېشنۍ برخه ده، د هغې خاوري اثر دى، چې تن يې ځينې جوړ دى.كه څوك د تپل شويو جګړو د دوړو تر شا د سحر صاحب د وطن او پرې مېشت ټولنې د اصلي څيرې د ليدو وړتيا و لري، نو په اسانۍ به پوهه شي، چې يوازې سحر صاحب نه بلكې د دې خاوري هر وګړى له كركې سره نابلده و. اوسنى حال البته جلا كېسه ده . دا هم مګر بيله خبره ده، چې سحر صاحب ته الله تعالى( ج) د كركي د سوداګرو په منځ كې هم د خپل مينه ناك احساس د براعلا اظهار جرائت او سليقه ور زده كړي دي. سحر صاحب وايي په كوچنيتوب كې مې نكلونه اوريدلي و اثر يې راباندې كاوه، كله، چې مې د خپل احساس د بشپړ اظهار لپاره د شعر لمن تنګه وليده، نو وايي د داستاني اثارو ليك ته مې مخه كړه. د سحر صاحب په هكله مې د ده په دې خبرې پورې د استاد غضنفر دا خبره، چې وايي سحر لغت پراني نه كوي او خپل لوستونكي ته ځان ډېر ستر عالم نه ورښئې را ياده شوه. استاد غضنفر وايي سحر له خپل لوستونكي سره په داسې ژبه غږيږي، چې هم داستاني ده او هم خوږه لوړي. لكه څنګه، چې استاد غضنفر وايي سحر صاحب رښتيا هم شعوري كوشش كوي، چې له خپل لوستونكي سره د كلي او كاله په ژبه وغږيږي. زه فكر كوم د دې كار سبب هم د سحرصاحب د شخصيت هغه اصيلتوب دى، چې له ماشومتوبه د پردي مصنوعيت په ځاى خپل چاپيريال متاثر كړى او بيا يي د يوه اغيزمن هنرمند په توګه په خپلو ليكنو كې د خپلې ټولنې د نن انځور توږلى دى. استاد شپون د پښتو لنډيو په هكله په يوه ليكنه كې وايي، چې لنډۍ د پښتنو اصيل هنر دى. استاد وايي د لنډۍ جوړښت هم پخپله د يوه پښتون او يا پښتنې د رواني حالت په څېر ساده او له پيچلتياوو خلاص وي. د غه اصل ته ورته د سحر صاحب شعر او نثر هم د استاد غضنفر په خبره له مصنوعيته پاك دي. سحرصاحب له خپلې ټولنې اخېستنه كوي په خپل ذهن كې يې په خپل انداز شني او په خپله ژبه يې خپلو خلكو ته وايي. سحر صاحب لفاظي نه كوي، مفهوم رسوي او په برياليتوب سره نورو ته د خپلې خبرې د رسولو راز يې همدغه دى.
زموږ د وګړو په هكله نړيوال حيران دي. ډېر بهرني روڼ اندي د نږدې نه دافغانانو له ليدو ورسته د افغانستان او افغانانو په اړه په خپل تصور له سره غور كوي. د سحر صاحب ډېرى ليكنې او په ځانګړې توګه داستاني اثار يې د ده د شخصي تجربو په اډانه اوبدل شوي دي، ځكه كټ مټ افغاني طبيعت ته ورته پېښې او كړه وړه پكې تر سترګو كيږي. په جګړه كې ټوكې ټكالي كول، د سر په بيه د جانان ديدن كول او په تشه خيټه، لوڅو پښو اتڼونه كول هم د افغانانو ځانګړنه ده، چې د سحرصاحب په اثارو كې يې وينو. د نړيوال ادب كره كتونكي په يوه خوله هغه ادبي اثار معياري بولي، چې ليكوال پكې د خپل چاپيريال روڼ تصوير وړاندې كړى وي. سحر صيب په خپلو ليكنو كې همدغه كار كړى. ما، چې د ده څومره ليكنې ولوستې د خپل چاپيريال د نن تصوير مې پكې وليد. سحر صاحب په خپل شعر او نثر دواړو كې راباندې يوازې خوبونه هم نه ويني، بلكې خپل حال ته مې متوجه كوي .
د يوه ليكوال په اثارو باندې له كره كتنې وړاندې د هغه د خپل شخصيت په اړه معلومات نه تر لاسه كول سړى يوې اړخيزې پرېكړې ته اړباسي. په دې معانا، چې كه موږ د ليكوال له مكان او زمان سره نابلد يو، نو ممكن هغه منطق هم ونه پيزنو، چې ليكوال يې په مټ خپله خبره موږ ته كوي. د سحر صاحب په هكله د معلوماتو راغونډولو په بهير كې د ده له شخصي اړيكو، د ده په اړه د نورو له څرګندونو او د ده له ليكنو په ډېر شدت هغه څه مخ ته راځي، چې دا ثابتوي، سحر صاحب كه څه هم دخپلو نورو وطنوالو په څېر پخپله په داسې مكان او زمان كې ژوند كړى، چې مينه پكې د مرغۍ د پيو غوندې نايابه ده، خو پخپله يې د منفي فكر د پاللو په ځاى تل مينه وېشلې ده.
سحر صيب زما محسن دى، له ښه صحت او لا ډېرو برياوو سره ورته اوږدو عمر غواړم . د افغانستان د قلم ټولني له مشرتابه نه او په ځانګړې توګه له استاد صلاحي نه يوه نړۍ مننه ، چې تل يې زموږ مخور ستايلي دي. د پښتو فرهنګ او فرهنګپالو د ښې سبا په هيله.
دا مقاله د علم ګل سحر د ادبي خدمتونو په نمانځ غونډه كې ولوستل شوه.
نورمحمد سعيد