څلور ښاپيرۍ
ژباړه : نورمحمد سعيد
د پخوا وختونو خبره ده، چې په يوه كلي كې يو ډېر لټ سړى اوسيدۀ. ده كار او روزګار كول نه غوښتل. دغه وجه وه، چې دا سړى به تل د پېسو لپاره نورو ته اړ و. يوه ورځ يې ښځي ورته په ډېره غوسه وويل(( كه بهر ته په ګټه كولو پسې لاړ نه شې، نو ماشومانو ته به زهر وركړم، كور ته به اور ورته كړم او پخپله به هم ژور كوهي ته ټوپ كړم))
د دې خبرې په اوريدو لټ سړى له ناكامه په مزدوري پسې د باندې وتو ته چمتو شو. بهر ته د تګ پر مهال يې ښځي د زړه سوي له مخې ورته څلور ډوډۍ پخي كړي، چې د سفر پر مهال د خوړلو لپاره يې په څادره كې ونغاړي. سړى له كوره ووت او په اوږده لاره رهي شو. له ښه ډېر مزل كولو وروسته سړى ډېر ستړى شو او د لاري پر سر د يوه كوهي غاړي ته كښېناست. دا نو مازديګر مهال و او سړى ښه وږى شوى هم و. فكر يې وكړ كه څلور سره ډوډۍ نن وخورم، نو سبا ته به خوړو ته هيڅ هم پاتې نه شي. ټولي ډوډۍ يې له غوټي را و اېستې او له ځان سره وبونګيده، يوه وخورم، دوه وخورم درې وخورم او كه څلور سره؟؟؟
په هغه كوهي كې، چې غاړي ته يې دغه كليوال سړى ناست وو، څلور ښاپيرۍ اوسيدي. دوى د سړي د خبرو په اوريدو وارخطا شوي. داسې ګومان يي وكړ، چې د كوهي په غاړه ناست سړى بلا ده او غواړي دوى څلور واړه وخوري. سمدستي څلور سره له كوهي نه دباندې راووتي.
په وارخطايۍ سره يې سړي ته وويل: په موږ باندې مهرباني وكړه او له موږ څخه يوه هم مه خوره، ځكه موږ څلور خويندې يو. په بدل كې به موږ تاته دوه داسې ډالۍ دركړو، چې ډېري ګټورې او ګران بيه دي.
له دې سره سم يې سړي ته يوه كاسه او يو ګوډاګى وركړل او ورته وې ويل: دا كاسه به هغه ټول خواړه دركړي، چې ځينې ويې غواړې او دا ګوډاګى به هر هغه كار درته وكړي، چې د كولو امر يې ورته وكړې.
سړى ډېر خوشحاله بيرته په هماغه لار كورته ستون شو، چې پرې راغلى و. كور ته له رسيدو مخكې پرې شپه شوه او د شپي لپاره په ګاونډي كلي كې پاتې شو. په هغه كلي كې يې د يوه كور دروازه وټكوله او غږ يې و كړ: كه ماته دشپي تېرولو ځاى راكړئ، نو سبا سهار به له لمر ختو سره سم خپل كورته ولاړ شم، په بدل كې به تاسو او ستاسو ټولي كورنۍ ته د خوړو لپاره ډېر خوندور شيان دركړم. د كور څښتن ورسره ومنله. سړي كاسي ته امر وكړ، چې خوندور خواړه دي چمتو كړي او ګوډاګي ته يې امر وكړ، چې ټول لوښي دي ووينځي.
د كور مېرمن له ځان سره فكر وكړ، چې بايد له سړي نه كاسه او ګوډاګى غلا كړي. همداسې يې وكړل. د شپي، چې سړى ويده وو د كور مېرمن يې كاسه او ګوډاګى دواړه ځينې غلا كړل او په بدل كې هماغه رنګ نور ورته پرېښودل. سبا سهار وختي كليوال سړى ډېر خوشحاله خپل كورته ولاړ. ښځي ته يې ټوله كېسه تېره كړه، خو له كاسي نه يې، چې كله خواړه وغوښتل، نو هيڅ هم ونشوو. ګوډاګى هم تش ګوډاګى و. مېرمن يې ډېره غوسه شوه، داسې فكر يې كاوه، چې خاوند يې ورته درواغ وايي. په قهر يې ورته وويل: ته د هيڅ كار هم نه يې، يوازي غواړې ما په درواغو وغولوې. نور په دي كور كې پل هم مه ږده!
بيچاره كليوال سړى په ډېره خواشينۍ بېرته د هماغه كوهي غاړي ته ولاړ، چې ښاپيرۍ پكې اوسيدې. د كوهي غاړي ته كښېناست او په لوړ غږ يي په ژړا پيل وكړ. د ژړا په اوريدو يي له كوهي نه ښاپيرۍ راووتي او له ده يې وپوښتل، چې ولي ژاړي.
د سړي د خبرو له اوريدو وروسته دوې وويل: موږ تا ته دواړه ګران بيه ډالۍ له ډاره دركړې، خو داسې ښكاري، چې له موږ سره دوكه وشوه، خو خير اوس به موږ درسره مرسته وكړو. دا ځل په موږ يو پړى او سوټى در كړو. داسې ښكاري، چې په پردي كور كې د خوب په مهال درنه كاسه او ګوډاګى چا غلا كړي دي. بېرته ولاړ شه او نن هم په هغه كور كې شپي ته پاتې شه. پړى به هغه څوك وتړي، چې ته يې ورته وښيې او سوټى به يي ووهي. په دې توګه به وكولاى شې خپله وركه بېرته تر لاسه كړې. كليوال سړي پړى او سوټى واخېستل او روان شو. بېرته هغه كور ته ورسيد، چې مخكې يې پكې شپه كړي وه. كور ته له ننوتو سره سم يې پړي ته امر وكړ، چې د كور ټول اوسيدونكي وتړي او سوټي ته يې هم د دوى د وهلو امر وكړ. له ښه ځنډ وهل كيدو وروسته دوى په ژړا پيل وكړ او كليوال سړي نه يې بښنه وغوښته. كله، چې كليوال سړي ته د هغه د كاسي او ګوډاګي د بېرته وركولو وعده وكړه، نو ايله كليوال سړي هم پړي او سوټي ته د دريدو امر وكړ.
سړى بېرته خپل كاله ته ستون شو او ښځي ته يې كاسه او ګوډاګى وركړل، چې حيرانونكي كارونه يي كول، نه يوازې دا، بلكې د پړي او سوټي په مټ ميړه، ښځه او ټوله كورنۍ يې د تل لپاره له خپلو دښمنانو څخه هم خوندي او خوشحاله اوسيدل.
د ماشومانو لپاره هندي فولك نكل
ژباړه : نورمحمد سعيد