نورمحمد سعيد


د هغي  سيكې كېسه، چې له امله يې د ناور  پر غاړه اباد كلى له يوې عجپبه پېښې سره مخ شو داسې ده،  چې وايي يوه نابلده سړي يوه ورځ دې  كلي ته ورغى. دسړي په لاس كې يوه ګرده  اوسپنيزه ټوټه وه، چې د باچا ښاېسته انځور پرې توږل شوى و. دا د سپينو زرو يوه روپۍ وه، چې د لمر رڼا ته به ځليده. كليوالو له دې وړاندې داسې څه نه وو ليدلي، ځكه دوى پېسې نه پيژندلي. دوى به د شيانو  متقابله راكړه وركړه كوله. د شيانو په بدل كې به يې غلې دانې وركولې. په ټول  كلي كې د سكي د شتون اوازه زر خپره شوه. كليوال په شوق او ليوالتيا د سكي ليدو ته راټول شوو. له يوه بل نه يې په حېرانۍ و پوښتل، چې دوى به په دې سكه څه كوي؟

د كلي د مشرانو يوه بيړنۍ غونډه را وبلل شوه. د غونډي په پاى كې د جرګي مشر پرېكړه وكړه، چې سكه يو نايابه او ارزښتناك شى دى، ځكه نو بايد باچا ته د ډالۍ په توګه  وړاندې شي. ټول په دې سلا شول، خو هيڅوك هم دې ته نه چمتو كيدل، چې سكه وساتي، ځكه نو دا پوښتنه راپورته شوه، چې پاچا ته د ور وړو تر  وخته بايد سكه چيرى وساتل شي؟

بالاخره داسې هوكړه وشوه، چې څلور تنه سپين ږيري به په نوبت سره د شپي له خوا  په سكه باندې پام كوي. له دې سره سم كليوالو يوه ډيوه يې بله كړه او سكه يې پاس په يوه بالښت كېښوده. د پاسه يې پرې يوه سره چترۍ هم ودروله.  په دغسې توګه نو شپه سبا شوه.

سبا ګهيځ وختي يې سكه په يوه استر شوي صندوق  كې كېښوده، چې څلورو تنو كليوالو په ګډه پورته كړ.  ښاېسته جوړه شوې بيړۍ د ناور  په غاړه چمتو ولاړه  وه، دوى پكې خپل ارزښتناك بار كېښود او سفر يې پيل كړ. وړه بيړۍ زر د ناور   بلې غاړي ته پورې وته. كليوالو يو ځل بيا صندوق په اوږو واخېست او د ماڼۍ تر دروازو پورې په پښو ولاړل.

د كليوالو مشر وټوخيده او  د ماڼۍ ساتونكو ته يې وويل: اجازه راكړۍ، چې خپله نا چيزه ډالۍ د باچا سلامت پښو ته كېږدو.باچا خپلو ساتونكو ته امر وكړ، چې  د كليوالو ډلي ته، ماڼۍ ته د ننوتو اجازه وركړي.  كليوالو په دې  وياړ كاوه، چې شاهي ماڼۍ ته دننه وبلل شول او د شاهي ميلمنو په څېر چلند ورسره كيږي. د ډلي مشر په دربار كې  داسې خبرې پيل كړي: باچا سلامت موږ، چې ستاسو د رعايت  وفادار غړي  يو، مهمه  دنده راسپارل شوي ده، ځكه نو اجازه راكړئ، چې دغه صندوق ستاسو د قدمونو په وړاندې كېږدو.

اجازه وركړل شوه او يوه سړي د سكي د را اېستلو لپاره صندوق ته لاس ور وغځاوه. په دربار كې  ټول ناست خلك پټه خوله  منتظر وو، چې سړى له صندوق نه لاس بېرته راوباسي. سړي په صندوق كې سكه پيدا نه كړه او په مخ يې له ورايه وارخطايي معلوميده. زر يې د خپلو ملګرو په غوږونو كې څه وويل.  پاچا په صبرۍ ورته كتل، لاس يې په خوله كېښود، چې د ارږمي اېستلو مخه ونيسي.

كليوال د پاچا په پښو پرېوتل او مشر يې په ژړغوني غږ وويل: پاچا سلامت هر څه، چې مناسب ګڼئ له موږ سره يې وكړئ، ځكه ستاسو لپاره راوړي ډالۍ  موږ وركه كړي ده،،

درباريانو په بې باورۍ او غوسه ځينې وښتل: دا څه واياست ! ډالۍ مو وركه كړه؟

 - تاسو څنګه دا جرائت وكړ، چې د پاچا دربار ته راشئ او په  هغه د ملنډو وهلو  هڅه وكړئ؟

بيا په يوه خوله ټولو درباريانو باچا ته مخ ور واړاوه او ورته وې ويل: باچا سلامت،  د داسې كسانو لپاره يوازې يوه سزا مناسبه ده او هغه ده دمرګ سزا.،،

پاچا د درباريانو خبرو ته غوږ ونه نيو، ځكه هغه پوهيده، چې مخامخ ولاړ كليوال پاك زړي خلك دي او د ده د تېر اېستلو جوګه نه دي. پاچا امر وكړ، چې د يوې شپي لپاره بايد دوى بنديان شي،  په زندان كې د بنديدو په مهال نژدي و، چې كليوال په چيغو وژاړي.

دا د ژمي موسم و او د زندان كوټه ډېره سړه وه. پاچا دوى ته د ګوګردو يو قوطى   ور ولېږه ، چې كوچنۍ بخارۍ  پرې بل كړي. پاچا ځكه دا كار وكړ، غوشتل يې، چې معلومه كړي، ايا دوى رښتيا دومره ساده دي لكه څومره، چې ښكاري او كه نه؟.

 كليوالو د ګوګرد قوطى  په لاسونو كې واړاوه راواړاوه او په حيرانتيا  يې ورته كتل. دوى له دې وړاندې د ګوګرد قوطى نه و ليدلى. د دوى په كلي كې به اور له همدې امله مړ كيدو ته نه پرېښودل كيده.

دا چې دوى د بخارۍ په بلولو نه پوهېدل، نو ټوله شپه يې له يخه په بوږنيدو تېره كړه. په سبا ګهيځ دوى د پاچا دربار ته وغوښتل شول. پاچا د دوى په اړه په خپل قضاوت باوري و. اوس پاچا غوښتل وپوهيږي، چې دوى ډالۍ څنګه وركه كړه.

د كليوالو د ډلي مشر له  ډاره په رېږديدلي غږ پاچا ته ټوله كيسه تېره كړه،  ډالۍ به هرومرو په لار كې لويدلي وي، ده  وويل.

پاچا د دې خبرې له  اوريدو سره  كټ كټ وخندل. د دوى له ساده توب نه يې داسې خوند واخېست او ساعت يې پرې تېر شو، چې په پاى كې يې دوى مخ ته ډالۍ انبار كړي. كليوال سپين ږيري په داسې حال كې خپل كلي ته ستانه شول، چې خولې يې له خندا ډكي وي او اوږدې شاهي كرتۍ يې اغوستي وي.



 د ماشومانو لپاره د يوه هندي  فولكوريك نكل ژباړه