نورمحمد سعيد
ځينې خبرې رښتيا هم په ډېر څه ارزي. په بيا بيا اوريدو يې هم اهميت نه كميږي. داسې ښكاري، چې د نن لپاره ويل شوي دي. له دغو خبرو نه يوه دا هم ده، چې وايي(( داسې رويه له هيچا سره مه كوئ، چې نه غواړئ له تا سره يې څوك وكړي)) دا له مالي لحاظه د يوه ډېر غريب سړي د خولې خبره ده. د يوه داسې غريب سړي، چې په شپاړس كلنۍ كې يې واده وكړ او مزدوري يې پيل كړه، خو د خپل مصلح خوى او لوړو افكارو له امله به يې دې ته ورته خبرې كولي. د دې سړي ډېر وخت به په تنهايۍ كې تېريده . ساده ژوند يې كاوه او خلكو ته به يې د خير ښېګړې سلا مشورې وركولي. ټوله فلسفه يې په دې ټكي راڅرخيده، چې بايد انسان د ښو اخلاقو او غوره كردار څښتن وي. د دې لپاره يې يو دروند كتاب هم وليكه. دى په دې باور و، چې غوره اخلاق او ديانت داري هغه څه دي، چې په دې نړۍ كې ورته تر بل هرڅه ډېره اړتيا ده. ډېر زر يې په خلكو باندې خبرو اثر وكړ. تر چارواكو پورې خبره ورسيده او د وخت حكومت غريب سړي ته د چارو په سمولو كې مناسبه ونډه وركړه. په لنډه موده كې يې شهرت هورې دورې خپور شو. مقصد يې داو، چې بايد انسانان په خپل چلند كې سمون راولي، په خپلو رويو باندې له سره غور وكړي. د چارواكو د ملاتړ تر لاسه كولو وروسته يې د دې مقصد حاصلولو لپاره يو ښوونځى پرانېست. په دې ښوونځي كې د اخلاقي اصلاح زده كړه وركول كيده. دې سړي د حضرت عيسى(ع) له زېږديدو نه هم پنځه سوه كاله وړاندې خلكو ته د مور او پلار د احترام كولو نصيحت كاوه. د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره يې د وخت حكومت ته غوره مشورې وركړي. په خلكو يې نصيحتونه ډېر ښه لګيدل. په ټول هېواد كې يې ډېر درناوى كيده. د حضرت عيسى(ع) له زېږد څخه ۴۷۱ كاله وړاندې په ۷۱ كلنۍ كې ومړ. له مړيني يې نږدې دوه نيم سوه كلونه تېر شول، چې د هېواد خلكو يې افكار د مذهب په توګه ومنل. ده ته يې د مذهبي لارښود حيثيت وركړ. دغه مذهب د هغه وخت د حكومت له خوا د رسمي مذهب په توګه ومنل شو. اوس، چې د هغه له مړيني ۲۴۸۹ كلونه اوښتي دي، كه څه هم د هغه په خپل هېواد كې هم د هغه افكار د پخوا په څېر مذهبي حيثيت نه لري، خو په خپل هېواد سربېره په ټوله نړۍ كې لا هم د يوه نيك سړي په توګه منل كيږي. د نړۍ د سترو فيلوسوفانو په لومړي كتار كې شمېرل كيږي. د چين د هېواد دغه ستر شخصيت، چې اصل نوم كنګ فوسټې دى په خپل هېواد او ټوله نړۍ كې د كنفيوشس په نوم پېژندل كيږي.