مرسته
نورمحمد سعيد
يوچا دروازه وډبوله، د كور څښتن ورغى، ور خلاصه يې كړه. دروازې ته يوه ډله خلك ولاړ وو. د كور څښتن پوښتنه ځينې وكړه، خير خو به وي ؟
- څه غواړئ ؟
د خلكو له ډلي نه يوه ور غبرګه كړه، هو !
- خير دى موږ په خپل ښارګوټي كې د لامبو ډنډ جوړوو. د دې لپاره ستاسو مرستي ته اړتيا ده.
د كور څښتن كوټې ته ننوت او چې كله بېرته بهر ته راووت، نو په لاس كې يې د اوبو ډك ګلاس و
مرسته غوښتونكي حيران شوو. ځينې ويې پوښتل دا څه دي؟؟؟
د كور څښتن ځواب وركړ (( د لامبو د ډنډ لپاره مرسته))
ژباړه