ليكوال: نورمحمد سعيد
د جون د مياشتې نولسمه نيټه د دوو ښځو په ژوند كې ډېره مهمه ورځ ده. مهمه څه ، چې د دواړو د مړينې ورځ ده. دوى دواړو له يوې بلې ډېر لرې ژوند تېر كړ، خو د مړيني د نيټې د يوالي تر څنګ يې په يوه ځاى د يادولو ځينې نور سببونه هم شته. يوه وجه، چې له امله يې د دوى دواړو نومونه يو ځاى ذهن ته راځي كمونيزم دى. هغه كمونيزم، چې د تاييد غوندې يې په مخالفت كې هم يو عالم خلكو خپل ټول ژوند تېر كړ.
دغه دواړه ښځې هم د نورو ډېرو په څېر د كمونيزم د تاييدولو او ردولو له امله ټول عمر وځوريدې. له دوى دواړو نه يوه اتل نوميده، اتل روزنبرګ. امريكايۍ وه، خو داسې فكر ونكړئ، چې زه به يې اوس درته له كاپيټليزم سره د ميني او له كمونيزم څخه د كركې كېسه پيل كړم. برعكس اتل روزنبرګ له كمونيزم او د هغه وخت له كمونيست شوروي اتحاد سره ليونۍ مينې د مرګي په برېښنايي چوكۍ كـښېنوله.
كيسه داسې وه، چې مېرمن اتل او خاوند يې جوليوس روزنبرګ د هغه وخت د شوروي اتحاد لپاره په خپل هېواد امريكا كې جاسوسي كوله. د اتل ورور ډیویډ ګرین ګلاس ،چې دى هم يو كمونيست و، د نیومکسیکو په لاس الاموسن سيمه کې يې پوځي خدمت كاوه. په دې سيمه كې به اتومي ازموينې تر سره كيدې. ډيوډ به له خپلې مېرمنې سره په ګډه اتومي معلومات راټولول او بيا به يي د خپلي خور اتل په مرسته د اتومي بم اسناد ليكل.وروسته به يې دغه اسناد د هغې مېړه ته سپارل. ميړه به يې بيا دغه اسناد شورويانو ته وركول، چې هغوى بيا د همدې اسنادو په مټ اتومي بمونه جوړ كړل.
دغه رازونه د ډيوډ له نيول كيدو وروسته افشا شول. د امريكا حكومت مېرمن اتل او د هغې مېړه جوليوس روزنبرګ د مرګ په سزا محكوم كړل او د ۱۹۵۳ م كال د جون په ۱۹ ورځ يې مېرمن اتل روزنبرګ په برېښنايي چوكۍ كښېنوله.
داسې ويل كيږي، چې دېر وخت دا راز پټ و او ډېرو خلكو داسې ګومان كاوه، چې مېرمن اتل او مېړه يې بې ګناه ووژل شوو، خو كله، چې شوروي اتحاد نسكور شو، نو د پټو اسنادو د ډيران په يوه دوسيه كې د مېرمن اتل او د هغې د مېړه كيسه هم ليكلې وه، چې وايي د لیبرال او انتن په مستعارو نومونو يې يولس كلونه د شوروي لپاره جاسوسي كوله.
بله ښځه بيا د مېرمن اتل له ټاټوبي امريكا څخه ډېر لرې په اوسني تركمنستان كې وزيږيده، چې هغه وخت د شوروي برخه و. په هغه وخت كې، چې امريكايۍ ميرمن اتل شوروي اتحاد ته جاسوسي كوله په مسكو كې سټالين واكمن و او په همدې وخت كې سټالين د بلې ښځې، چې يلینا بونر نوميده مور او پلار دواړه ووژل.
میرمن بونر په کال نولس سوه دوه اویايم کې د هستوي فزیک د استاد اندری سخاروف سره واده وکړ. سخاروف هغه کس وو، چې لومړی ځل یې په شوروی اتحاد کې د اټوم بم جوړ کړ او شايد دا هماغه اتوم بم وي، چې د مېرمن اتل او دهغې د مېړه د وركړل شويو معلوماتو په مټ جوړ شو.
وروسته بيا سخاروف په بله واوښت او په شوروي كې يې د سولي او بشري حقونو لپاره مبارزه پيل كړه. مېرمن بونر په دې مبارزه كې دخپل مېړه همكاره وه. شورويانو سخاروف هم بندي كړ او په نولس سوه اتيايم كال يې پر افغانستان باندې د شوروي د تيري غندلو له امله مېرمن بونر هم محاكمه كړه.
په نولس سوه نهه اتيايم كال سخاروف ومړ او دوه كله وروسته، چې شوروي اتحاد ړنګ شو، نو مېرمن بونر د روسيې د بشري حقونو د دولتي كمېسيون مشره وټاكل شوه، خو په چيچنيا كې په ازادي غوښتونكو باندې د روسيې له پوځي بريد سره سم يې استعفى وركړه.
د يك شنبې په ورځ، چې د ۲۰۱۱ م كال د جون دمياشتې نولسمه نيټه ده، د روسيې خبرې سرچينو وويل، چې په روسیه کې د بشري حقونو مشهوره مبارزه او د نوبل د جایزې ګټونکې اندرې ساخاروف میرمن يلینا بونر د اته اتیا کالو په عمر مړه شوه.
له تاند او ازادۍ نه په مننه