د نړۍ د ۸۶ هېوادونو له ۹۱ زره او ۵۰۰ تنو څخه يوه پوښتنه وشوه، چې د اداري فساد په اړه څه  فكر كوي؟ دغه پوښتنه  د غير دولتي موسسې  ټرانسپرنسې انټرنېشنل د ۲۰۱۰ م كال  د رپوټ چمتو كولو لپاره وشوه.

په ځواب كې له هرو لسو تنو څخه شپږو تنو  په ټينګار سره وويل، چې په تېرو دريو كلنو كې اداري فساد ډېر شوى دى. رپوټ وايي له هرو څلورو تنو څخه يوه  كس ګيله وكړه،  چې پروسږ كال ځينې په يوه نا يوه بهانه رشوت واخېستل شو.

دغه رپوټ دا هم وايي، چې ۵۶ % نړيوال داسې فكر كوي، چې اداري فساد مخ په ډېرېدو دى او دا هم، چې په  هېواد كې  يي د پخوا په پرتله اوس چارواكي په اداري فساد ډېر ككړ دي.

په رپوټ كې د رشوتونو او بډو د وركولو او اخېستلو په سببونو هم خبرې شوې دي. مثلاً وايي د افريقا د سارايې سيمو په لاندنيو برخو كې ۶۷ سلنه خلك د حكومتي چارواكو له زور او ظلم نه د څان ژغورنې لپاره رشوت وركوي. په عربي نړۍ او لاطيني امريكا كې بيا وايي خلك رشوتونه د دې لپاره وركوي، چې ستونزه  يې زر هواره شي.

د  اسيايي بحرالكاحل په هېوادونو كې بيا د بډو رشوتونو ستره وجه دا ښودل شوې، چې خلك غواړي هغه اسانتياووې ترلاسه كړي، چې حقدار يي دي. رپوټ زياتوي، چې كله په شمالي امريكا او د اروپايي اتحاديې د هېوادونو له خلكو وپوښتل شو، چې ولي يي رشوت وركړى، نو وايي د ډېرى خلكو ځواب داو، چې وجه يي ياد نه ده!

 

په دې رپوټ كې ډنمارك، سويډن، سنګاپور، فن لينډ او سينګارپور هغه پنځه هېوادونه بلل شوي دي، چې د اداري فساد كچه پكې د نړۍ د ټولو هېوادونو په پرتله ټيټه ده. په دې لړ ليك كې هم ډنمارك ځكه په لومړي كتار كې شمېرل كيږي، چې د ۲۰۱۰ م كال په اوږدو كې په دې هېواد كې د اداري فساد د هيڅ يوه  پيښه نه ده  رپوټ شوې.

 

 يوې بريتانوي رسنۍ  په ټوله نړۍ كې له نژدې ۱۳۰۰۰ تنو څخه وپوښتل، چې دوى كومه مسئله ډېره مهمه بولي، وايي هلته هم د ۲۶ هېوادونو خلكو په يوه خوله له بې وزلۍ وروسته اداري فساد لويه لانجه وبلله. ويل كيږي، چې  د يو شمېر بې وزله هېوادونو خلكو اداري فساد ته د ستونزو په كتار كې لومړيتوب وركړ، خو د اروپايي شتمن  هېواد ايټاليا خلك هم وايي په خپل هېواد كې د فساد په  اړه تر بل هرچا ډېر اندېښمن دي.