د جاپان په سفر تللې استراليايي لومړۍ وزيره جوليا ګيلارډ هغه وخت سخته حيرانه شوه، چې جاپاني پاچا اكي هېټو ورته د شاهي ماڼۍ په ځاى په خپل كوچني كور كې ښه راغلاست ووايه. ويل كيږي، چې جاپاني باچا په شاهي ماڼۍ كې د برېښنا د زيات لګښت له امله لومړۍ وزيره خپل كوچني استوګنځي ته د ميلمستيا لپاره وبلله. په جاپان كې د څونامي طوفان او سختي زلزلې له راتګه راهيسې په ټول هېواد كې برېښنا نشته او يا لږ ده. په جاپان كې اتومي رهيكترونو پريمانه برېښنا توليدوله، خو په زلزلو كې دغه رهيكتورنه ډېر زيانمن شوو او د جاپان دروند صنعت او ګڼ مېشت ښارونه اوس د برېښنا له كمي سره مخ دي. امريكايانو په نړيواله جګړه كې په جاپان باندې دوه اتوم بمونه وغورځول، خو جاپانيانو د خپلو مټو په زور خپل هېواد بېرته ودان كړ. اوس، چې يي باچا په دې سختو شيبو كې په قصر كې دكښيناستو په ځاى د خپل ولس غوندې په يوه عادي كور كې اوسيږي او هم د نړيوالو ميلمنو كوربه توب كوي، نو ممكن جاپانيان بيا هم له دې بحران څخه ووځي، خو د دې خبر په لوستو سړي ته خدايزده ولي د كابل په شيرپور كې د هر( قصر) د دروازې تر څنګ ايښي درانه جنراتورونه ورياد شي. په داسې يوه ښار كې د شيرپور( د پاچاهانو) ماڼۍ د تيلو په زور رڼا ساتلې كيږي، چې ډېرى اوسيدونكي يي په يوشتمه پيړۍ كې هم د خپلو جونګړو د رڼا كولو لپاره پيلوځې بلوي.