د يوه بانك په دروازه لوحه ځوړنده وه، چې پرې ليكلي و. بانك غواړي دخپلو محترمو مشتريانو د اسانۍ لپاره د لارې پر سر اې ټي ايم( د كارت په وسيله د يو مقدرا پېسو وركولو ماشين) ولګوي، چې په دې توګه به زموږ محترم مشتريان وكولاى شي له خپل موټر نه له كوزيدو پرته ماشين ته لاس ور اوږد كړي او د اړتيا وړ نغدې پيسې له ماشينه وباسي.
د نارينه وو او ښځينه وو له خوا د ماشين كارولو په طريقه له يوه مياشت غور كولو وروسته د بانك مسوولينو د لارښونې لپاره د ماشين څنګ ته يوه بله لوحه وروله، چې پرې ليكلي و..
د نارينه وو لپاره د ماشين كارولو طريقه
۱موټر د پېسو ماشين ته نژدې كړئ ۲ د موټر شيشه كوزه كړئ
۳ ماشين ته خپل كارت وكړي او د پټ توري تڼۍ كيكاږئ ۴ هغومره پيسې وباسئ چې اړتيا ورته لرۍ
۵ خپل كارت، پيسې او بل واخلئ ۵ د موټر شيشه پورته كړي
۶ روان شئ
د ميرمنو لپاره د ماشين كارولو طريقه
- ماشين ته موټر نژدې كړئ
- موټر لږ شاته كړئ، چې كړكۍ يي ماشين ته مخامخ شي
- د موټر لاس بريك كش كړئ
- د مخ سينګار مو سم كړئ
- لاس بيك مو ولټوئ، ټول سامان ځينې په خواته سيټ واچوئ او كارت مو پكې ولټوئ
- كارت مو ماشين ته وركړئ
- كارت مو بېرته وباسئ او له سم اړخه يي يو ځل بيا ماشين ته وركړئ
- په لاس بيك كې هغه كتابچه ولټوئ، چې پټ توري مو پري ليكلي
- پټ تورى ماشين ته وركړئ
- د كېنسل تڼۍ كيكاږئ او بيا له سره پټ توري ماشين ته وركړئ
- د اړتيا وړ پېسو مقدار وليكئ
- پيسې او بل مو واخلئ
- لاس بكس مو بيا تش كړئ، بټوه پكې وګورئ او پيسې مو پكې خوندي كړئ
- موټر لږ وړاندې كړئ او ريورس ګير ته يې كړئ
- له ماشين نه مو خپل كارت وباسئ
- ستاسي د موټر شاته په خپل موټر كې انتظار ناست سړي ته برګ وګورئ، چې د ې ټولې پېښې ته په غور ګوري
- سنګار مو سم كړئ
- موټر چالان كړئ او ځئ په مخه مو ښه
- له دوه درې كيلومتره سفر وروسته د موټر لاس بريك كوزول مه هيروئ