په سريلانكا كې د سيلانيانو د ليدو لپاره ډېر څه شته. غرونه، ځنګلونه  بحر او د هغه د غاړو پاكې سړې شګې. يوه بله ځانګړنه، چې ډېرى نړۍ وال سيلانيان يي سريلانكا ته متوجه كړي دي په دې هېواد كې د تاريخي ابداتو پريمانه شتون دى.

 

سريلانكا به پخوا وختونو كې سيلون بلل كيده.  اوس يې هم نژدې اويا سلنه وګړي د بده ايزم منونكي دي. سريلانكا په جنوبي اسيا كې پروت ټاپو وزمه هېواد دى. د امريكايي ورځپاڼې نيويارك ټايمز له رپوټ سره سم د ۲۰۱۰ كال په اوږدو كې د سريلانكا هېواد د خپلې پرېمانه طبيعي ښكلا  له امله د نړيوالو سيلانيانو لپاره لومړيتوب درلود.

 

تر دا نژدې وروستيو پورې د سريلانكا مركز د كولمبو ښار و، خو اوس  كوټې نومي ښار د دې هېواد پايتخت نومول شوى دى. كولمبو اوس هم د هېواد تر ټولو ستر ښار او سوداګريز  مركز بلل كيږي. د كولمبو په تاريخي ښار كې له ګرځيدو او د دې ښار د بازارونو او  ميوزيم او همدا راز د  ښاېسته مهاديوي پارك  له ليدو  وروسته سيلانيان په انټرسټي نومي اورګاډي كې د دې هېواد له  مركزي غرنۍ سيمې څخه  تېريږي او كينډي نومي مشهور تفريحي ځاى ته ځي.

 

تر كينډي پورې غزيدلې ټوله لار په شنيلي او ونو پټه ده. د طبيعي ښكلا په غيږ كې د اورګاډي دغه سفر سيلانيان تر عمره نه هېروي. د سريلانكا د هېواد يوه بله ځانګړتيا داده، چې دا هېواد په نړۍ كې د چايو د توليد له سترو مركزونو څخه يو دى.

دلته  كينډي نومي ځاى ته څېرمه د نوارا ايليا سيمه ده، چې په وړو غونډيو او دغرونو په لمنو كې يې  تر لرې پورې د چايو شنې كروندې ليدل كيږي. دلته د تسا مهاراما په سيمه كې  يو ملي پارك دى، چې له وحشي ژويو ډك دى. پړانګان، فيلان او نور بې شمېره ژوي يوه بله خوا ازادانه ځغلي. د دې هېواد په جنوب كې بيا پراخ ساحلونه دي، چې د خپلو رڼو اوبو او ځليدونكو پاكو شګو له امله نړيوال شهرت لري.


په دې ساحلونو باندې له غرنيو سيمو را كوز شوي ستړي ستومانه سيلانيان ليدل كيږي، چې دمه كوي. د سريلانكا د ساحلونو يوه ځانګړتيا داده، چې خوندي دي او بله دا چې په هره برخه يې عصري اسانتياووې لكه، هوټل، ټرانسپورټ برېښنا او  ټيلفون هر وخت تر لاسه كيږي.

دګالې د سيمي تاريخي كلا او د دمبولا لرغونى ډبرين عبادت ځاى هم د ليدو ځايونه دي. د كينډي په سيمه كې يو مشهور طبيعي ډنډ دى، چې رښتيا هم په  كتو ارزي. له ګالې نه كولمبو ته د بېرته ستنيدو سفر هم ډېرى سيلانيان په اور ګاډي كې كوي او دا ځكه، چې  تر كولمبو پورې د ريل دغه پټلۍ د بحر له غاړي سره غزيدلې ده . د دې سفر په  اوږدو  كې د بحر پسته هوا ټوله لار د سيلانيانو په غوږونو كې د سريلانكا د شكلا سندرې وايي.