تاريخ وايي، چې انګريزانو د ايسټ انډيا كمپنۍ د همدې مقصد لپاره جوړه كړه، چې د سوداګرۍ په نوم د هندوستان په وسايلو خيټه واچوي. دې كمپنۍ ته په يوازې سر په بريتانيه كې د هندي توليداتو د خرڅلاو اجازه وركړل شوه
بل پلو په عين وخت په بريتانيه كې هم ورورو صنعتي كارخانې په ډېرېدو شوې. دې كارخانو هم هغه څه جوړول، چې له دې وړاندې انګريز سوداګرو له هندوستانه وړل. له همدې امله دا ځل په هندوستان كې د مخالفت په ځاى پخپله په بريتانيه كې د هندي مالونو له خرڅلاو سره مخالفت پيل شو.
انګريز صنعت كارانو دومره زورور احتجاج وكړ، چې بريتانوي حكومت يي له هندوستان څخه د مالونو په راوړونكو باندې درنو جريمو لګولو ته اړكړ. بريتانوي حكومت د هغو ورېښمينو كالو په اغوستلو هم بنديز ولګاوه، چې له هندوستان، ايران او چين څخه به بريتانيې ته وړل كيدل.
د دغو كاليو په خرڅلاو او اغوستو باندې دوه سوه پوڼد جريمه ولګول شوه. دا كار د بريتانوي پارلمان په خوښه وشو. له دې وروسته انګريزانو د خپلو صنعتي توليداتو د خرڅلاو لپاره هندوستان د يوه ستر بازار په توګه وكاراوه. دوى په لوى لاس لومړى د بريتانيا بازارونو ته د هندوستاني مالونو مخه ډب كړه او وروسته يي د ډېرې لږ ماليې په بدل كې هندوستاني بازارونه له خپلو توليداتو ډك كړل
په دې لړ كې د ماركسيزم د بنسټ اېښودونكي كارل ماركس څرګندونې جالبې دي. ماركس يوه خوا په خپلې ( په هندوستان كې د بريتانوي حكومت پايلې) نومي مقاله كې كاږي، چې انګريزانو له بل هر نيواكګر نه زيات زيانونه هندوستان ته واړول.
دى وايي انګريزانو چور تالان ته د هنر بڼه وركړه. انګريزانو نه يوازې له مالي پلوه او د وسايلو له لحاظه هندوستان په دواړو لاسه لوټ كړ، بلكې د هندوستان لرغونې ټولنيزه اډانه يي هم دړي وړي كړه.
د ماركس په خبره هر بل نيواكګر، چې هند ته ورغى، نو د هغه ځاى په كلتور كې ورنګيد، خو برعكس انګريزانو د هندى كلتور بيخ او بنياد واېست، خو بل پلو په دې هر څه سربېره هم ماركس مني، چې انګريزانو د همدې شر په كڅوړه كې هند ته خير هم يووړ او هغه داسې، چې له پيړيو وروسته لومړى ځل د انګريزانو په دوره كې ملي وحدت د هندوستان په نصيب شو، چې دى يي په يوه ټولنه كې د مثبت بدلون په لور پيلامه بولي.
د ټيليګراف او اورګاډي د پټليو جال غزول په دې لړ كې دويم ګام بلل كيږي. له دې وروسته بيا د خپلو استعماري اړتياوو د پوره كولو لپاره په لويدېځ انداز د هندي امنيتي ځواكونو روزل پخپله د هندوستان د ازادۍ په جګړه كې د نظم راتلو سبب شمېرل كيږي. له دې سره تر څنګ هندوستان ته د خپلواكې مطبعې راوړل كيدل او همدا راز د ورځپاڼو چاپ او نشر په اسيا كې د لومړي ځل لپاره د عامه شعور كچه ډېره لوړه كړه.
په هندوستان باندې دخپلې ولكې په مهال انګريزانو د ځمكې ملكيت هم دود كړ. دوى دا كار له هنديانو سره د خواخوږۍ له مخې نه، بلكې د خپلو ګټو لپاره د اعلى معيار هندي محصولاتو تر لاسه كولو لپاره وكړ.
يو بل كار، چې ويل كيږي انګريزانو ډېر په نه زړه كاوه بالاخره هم په هندوستان كې د انګريزانو د ماتې تر ټول ستر سبب وبلل شو.
ويل كيږي، چې په هند كې د خپل ګوډاګي نظام د پرمخ بيولو لپاره انګريزان اړ شوو، چې ځايي خلكو ته د انګريزۍ ژبې تعليم وركړي. دوى به زړه نا زړه په كلكته او نورو ښارونو كې هندياتو ته د عصري ټولنيزو او سياسي علومو درس وركاوه.
د دې كار پايلې د انګريزانو د انګيرنو برعكس راووتې. دوى غوښتل، چې داسې عادي مامورين وروزي، چې په دولتي دفترونو كې د كاغذونو په مخ په انګليسې ژبه ليكل وكړي، خو په دې مامورينو كې داسې بې شمېره كسان پيدا شوو، چې نه يوازې پخپله د انګريزانو په وړاندې خنډ وګرځيدل ، بلكې د خپلې ځېركتيا، علم او عمل په مټ يي نور هم په ځان راټول كړل او بالاخره همدغه قشر د انګريزانو د نيواكګرۍ شړۍ ورټوله كړه.
د سبط حسن له مقالې.... ماركس او هندوستان څخه ماخوذ