د نانځكو دور

نورمحمد سعيد 

 

زما په تن كې يوه روح نه ده. دوې  پكې اوسيږي. يوه د نڅاګرې ده، چې په پسرلي كې د باراني پرخې څاڅكي او په مني كې له ونو څخه  رژيدونكې پاڼې ورته د بانك نوټونو غوندې ښكاري.

دويمه د داسې ماشوم ده، چې تر هغه وخته يي د خوب ښاپيرۍ غېږ ته نه ورپرېږدي، چې د لمر پرستو او كوچو په خوشبو كې له نغښتې پوڅه رنګې انۍ نه يې د ښاپېرو د هېواد كيسه نه وي اوريدلې.

رښتيا انۍ هم عجيبه خوى درلود. خپل زاړه او بې مصرفه څېزونه  به يي هم نه خرڅول. موږ خو په داسې كم نصيب دور كې ژوندي خلك يو، چې خپل مخونه هم خرڅوو. ممكن له دې امله، چې داد نانځكو دور دى.

 

  د طارق بلوچ سارايي له (اشرف ملنګ) نه اقتباس