زموږ مشالونه، چې نور يې رڼا ته ناست دي

14.03.2011 15:12

ليكوال: نورمحمد سعيد 

زموږ په ټولنه کې به هر څه تېرېږي او له كدرونو او وياړونو سره به هر راز چلند كېږي، خو په نوره نړۍ کې اوس هم جوهريان شته او ملغلرې نه يوازې پيژني، بلکې قدر يې هم کوي.

كله چې د نورو نړيوالو له خوا ستايل شوي يو، داسې نوښتګر ځوان افغان نابغه ډاكټر محمد داود اعظمي په سویس کې د نړیوال اقتصادي فورم له خوا د ۲۰۱۱ كال لپاره د نړۍ د ځوانو مشرانو په ډله كې غوره كړل شو او بيا د داسې لوړ مقام د ترلاسه كولو په اړه پوښتل كېږي، نو د نوي عصر افغان نابغه، چې د ډاکټرۍ ترڅنګ درې لېسانس(Bachelor)  او درې د ماسټرۍ(Master’s)  ډګرۍ لري، د ځان ستاينې په ځاى د نورو هېوادوالو او په خاصه توګه د ځوان نسل په هكله هيله مندي ښكاره كوي او وايي، په دې وطن او خلکو کې يې وړتيا شته، مثالونه هم راته وايي، چې ځوان نسل يې بايد په ذهن کې وساتي.

اعظمي، د پنځه وېشت کلن احمدخان په اړه راته وايي، چې د یووالي په برکت مشرتابه ته ورسيد او بيا يې د خپلو مټو د زور او ځيرکتيا په برکت امپراتوري جوړه کړه.

اوس خو دا سړى، چې د يو دوه ټلويزيونونو پر مخ راښکاره شو، سبب يې دا دى، چې نړيوالو جوهريانو وپيژاند او ويې نازاوه، نو هله يې بيا خپلو پوښتنه وکړه.

زموږ كم نصيبي ته ګوره، چې خپل شته جوهر هم نور راښيي. د خپلو دې چلند ته ډېر خلک حيران دي، د نوي عصر نابغه هم دې ټکې ته په اشارې سره وايي، له کوچنيتوب څخه غواړم وپوهيږم، چې دا پيچلې دنيا څه شى ده.

ټولنه ولې داسې عجيبه پديده ده؟

دى وايي، د فرد په سايکالوژۍ باندې د پوهېدو لپاره بايد انسان هڅه او هاند وکړي.

د ده په وينا، دا کار ځکه بايد وشي، چې ستونزې په ګوته او حل ورته پيدا شي.

 لوېدېځوال د همدغسې ذهنونو په لټون کې وي، چې پوښتنې په کې راپورته کېږي، دوئ پوهيږي داسې ذهنونه، چې پوښتنې په کې راټوکيږي، ځوابونه يې هم په کې ځايېږي.

 له همدې امله يې زموږ دغه ځوان او نوښتګر پوه  په دوه زره او شپږم کال کې د امريکا د اوهايو ايالتي پوهنتون ته، چې د زده کوونکو د شمېر په حساب په ټوله امريکا کې کله لومړى او کله هم په دويم مقام کې راځي، د ميلمه استاد په توګه وباله او د مرکزي اسيا، جنوبي اسيا او منځني ختيځ د سياست، کلتور او امنيت په اړه يې ځينې زده کړې وکړې.

 

د نړيوال اقتصادي فورم تر نظارت لاندې په سويس کې يو کمېسيون دى، چې هر کال د نړۍ په بيلابيلو برخو کې هغو ځوانانو ته، چې د مشرتابه وړتيا لري او په خپل مسلک کې لاس ته راوړنې هم ولري، جايزه ورکوي.

د دغه کمېسيون مشره د اردن ملکه رانيا عبدالله ده.

دغه کمېسيون له يوې داسې پروسې وروسته، چې پنځه شپږ پړاوونه لري، له بې شمېره کانديدانو څخه يو تن ټاکي او هغه ته د ځوان مشر نړيواله جايزه ورکوي.

دا پروسه په داسې توګه پر مخ بيوله کېږي، چې يوه خصوصي شرکت ته د کانديدانو په اړه د څېړنو دنده سپارل کېږي، چې په کره توګه جوته شي، نومول شوى کانديد رښتيا هم د دې نړيوالې جايزې جوګه دى او که نه.

 دوئ د کانديدو ځوانانو د زده کړو پوهې، د مسايلو لپاره د حل د لارو چارو د لټون صلاحيت، د قايدانه رول د ترسره کولو د جرئت او د شخصيت د نورو مثبتو اړخونو په هکله معلومات تر لاسه کوي.

د دغى نړيوالې جايزې لاس ته راوړونکى ځوان افغان نابغه داوود اعظمي له کلونو راهيسې په يوه نړيواله رسنۍ کې په کار بوخت دى او په هغه اداره کې هم ورته د ډېرو نورو جايزو تر څنګ د مجموعي غوره کار په سر د ادارې تر ټولو ستره جايزه ورکړل شوې ده.

زموږ تاند نابغه ښاغلي ډاکټر محمد داود اعظمي ته دغه جايزه، سره له دې، چې په ياده اداره( بي بي سي) کې د دغې جايزې لپاره تر ټولو کشر کانديد و، د خپل بې ساري هر اړخيز شخصيت لپاره ورکړل شوې ده.

 زموږ او لوېدېځوالو تر منځ شايد يو ستر توپير همدا وي، چې دوى زموږ د اسمان ستوري هم پيژني او موږ د خپل كاله مشالونه هم نه وينو.