برياليتوب

د مثبت طرز فكر په مټ

ستا فكر ستا شخصيت دى !

د انسان فكر او دعمل كولو طرز، چې د هغه په ژوند كې څومره مهم رول لري، ممكن بل هيڅ يو عنصر يې هم ونه لري. فكر موږ له انسان څخه نه شو جلا كولاى، ځكه كه فكر و نه لري، نو موږ يي انسان هم نه شو بللاى. د يوه ژوندي انسان لپاره فكر هم دومره مهم دى، لكه اور، اوبه، هوا او خاوره، چې له دې هر يوه پرته  د انسان خپل شتون هيڅ امكان نه لري. په همدې بنسټ ويلاى شو، چې همدا فكر دى، چې انسان يې د بشريت كچې ته رسولى دى. لږ په خپل وجود غور وكړئ، ته هم يو انسان يې، چې فكر آند او ذهن لرې.تاسي په ښه توګه ژوند تېروئ. كه په يوه وظيفه بوخت ياست، نو هره ورځ د پرمختګ پر لور روان ياست، كه زده كونكي ياست نو د هرې شيبې په تېرېدو د علم تنده ماتوئ او دغه راز كه تجارت كوئ نو هره ورځ نوي فرصتونه او امكانات په لاس درځي، معانا دا، چې تاسي هر څه كوئ، نو د خوښي، هوساينې، او ډاډ يو احساس درسره هر وخت ملګرى وي. ستا هر ګام سره له دې، چې له تېر سره تړاو لري، خو له راتلونكې سره هم غوټه دى، له هغې راتلونكې سره، چې غوره ده، له نن نه وړاندې ده او ستا د هڅو او هاند په بركت ځلانده ده.

ستا راتلونكې ستا د هڅو لاس ته راوړنه ده، څومره، چې نن زيار باسې سبا دې په هماغه اندازه روښانه ده.او ستا هڅه او هاند بيا ستا د فكر حاصل. دا يو مستقله لړۍ ده. لومړى ته ديوه كار په هكله غور او فكر كوې، بيا د مثبت رويې په اختيارولو يوې پرېكړې ته رسيږې، هغې پرېكړې ته، چې د ګام اوچتولو لپاره او د يوې هڅې لپاره اړينه وي. كه آند مو سم وي او پرېكړه مو مناسبه وي نو بريا به مو هم په برخه شي. برعكس كه مو فكر ناسم ،  پرېكړه نامناسبه او تګلاره غلطه وي، نو له نابرياليتوب سره به هم مخ شوي ياست. دا په دې معانا ده، چې تاسي دخپل فكر د منفي او يا مثبتو اړخونو په وسيله خپله راتلونكې تياره كولاى شي او يا يې روښانه كولاى شئ.

لاندې به موږ ستاسي د فكر په هغو منفي اړخونو، چې ستاسي د پرمختګ لار يې ډب كړې ده او په هغو مثبتو اړخونو، چې د وړاندې تګ په لړ كې درسره مرسته كولاى شي وغږيږو. لكه ځنګه، چې مو په پيل كې عرض وكړ، چې ستاسي فكر ستاسي شخصيت دى. په ژوند كې د برياليتوب او هوساينې لپاره ډېره مهمه پوښتنه داده، چې تاسي څه راز فكر كوئ. ستاسي د فكر طرز څومره اوار دى. ستاسي فكر څومره ساده او له خنډونو پاك دى؟

او ايا تاسي داسې فكر كوئ، چې ستاسي آند ستاسي په لاس ته راوړنو كې مرسته كوي؟

هر انسان له يو لړ ذهني خنډونو سره مخ وي. دا ناشونې ده، چې يو څوك دي له هر راز نيمګړتيا نه پاك وي. هغه مشهور اتلان، فاتحين، جنګيالي واكمن، شتمن، پوهان او فيلسوفان، چې په خپلو كار نامو يې يوعالم خلك ګوته په غاښ كړي وو، هم له يو لړ ذهني خنډونو سره مخ وو او ځينې تېرړتنې يې هم كړي دي، خو دا چې د زرګونه كلونو له تېرېدو وروسته يې هم موږ يادوو، وجه يې داده، چې هغو له خپلو تېروتنو نه زده كړه وكړه او په ژوند كې يې د ناسمو پرېكړو په پرتله د سمو پرېكړو شمېر زيات دى، خو هر عام انسان اتل نه وي، شايد همدا وجه ده، چې د هغه جذبات، احساسات، آندونه، عادتونه او باور دمنفي طرز فكر ښكار كيږي. د عادي وګړي فكر د ذهني خنډونو له امله به بيا بيا تېندكونه خوري او دهمدې ناسم طرز فكر له امله د ژوندون  په هر پړاو ناسمې پرېكړې كوي. په ژوندون كې ډېرې خبرې داسې وي، چې هيڅ منظق نه لري. كه ځان ته متوجه شو نو وينو، چې زموږ ډېرى كړنې د منطق په ځاى د هيلو پر بنسټ ولاړې وي. يعنى موږ هغه څه كوو، چې غواړو يي. په دې كې د منطقي يا غير منطقي، ښه يا بد ونډه ډېره نه وي. مثلاً زموږ ډېر عادتونه داسې وي، چې زموږ په خپله هم خوښ نه وي او موږ غواړو سم يې كړو. بله خوا ځينې وختونه موږ له زړه غواړو يوه تېروتنه وكړو، موږ ښه پوهيږو، خو بيا هم زيان كوو. په دې كې دليل او منطق ته هيڅ ځاى نه پاتي كيږي. په موږ كې داد( ده او بايد وي) همدا كشمكش د ذهني خنډونو بنسټيز لامل دى. زموږ د شعور او لاشعور ځواكونه هغه څه كول غواړي، چې خوښه يې وي. دواړه زيار باسي، چې موږ تر خپل اثر لاندې كړي او هغه بل نابود كړي. داسې موږ ته معلوميږي، چې تېروتنه كوو. د پلاني كار په كولو به له تاوان سره مخ شو، خو بيا هم موږ هغه ګام اخلو. يعنى يو اړخ په بل باندې برى تر لاسه كوي، هغه غلى كوي او موږ ته ګوري، چې په مخ ځو.

د شعور او لا شعور تحريكونه، كشمكش او د برلاسۍ په جګړه موږ د غڼي جال او په هغه كې د نښتو حشراتو له مثال نه په اسانۍ پوهېږو. دا كشمكش همدومره وژونكى دى، لكه د يوې كوچنۍ حشرې لپاره د غڼې جال. هره حشره، چې دغڼې په جال كې يو ځل ونښلي بيا خلاصون نا شونى وي او څومره، چې د خلاصون لپاره زور وهي همدومره تاوان كوي. په زور وهلو دا حشره د غڼي په جال كې نوره هم كلكه نښلي او بالاخره داسې يوه ځاى ته رسيږي، چې د خلاصون ټولې لارې يې وتړل شي. زموږ د شعور او لا شعور جال هم همدومره وژونكى دى. يو ځل، چې موږ په دې كې ګېر شو بيا ځينې خلاصون ډېر ګران دى. موږ، چې څه غواړو هغه نه كوو او، چې كول پكار دي هغه ته نه متوجه كيږو. پايله دا، چې زموږ په خيالونو كې يو ډول زړه نازړه توب راشي او په كړنو او فعاليتونو كې مو توپېر رامنځته كيږي. كه موږ له دې زړه نازړه توب نه ځان خلاص نه كړو، نو زموږ ټول زيار په اوبو لاهو كيږي او برياليتوب رانه نور هم لرې كيږي، په دې توګه موږ په لوى لاس ځان په جال كې ونښلوو او بيا مو دبوښتنې څوك نه وي. زموږ د ټولنې ډېرى خلك د شعور او لا شعور په دې جګړه كې تسليمي ومني او په لوى لاس ژوند ځان ته ستونځمن كړي. بله خوا ځينې داسې كسان هم شته، چې خپل لاشعور د شعور په وسيله چلوي. د دوى شعور د دوى په لاشعور واكمن وي او هغه د دې بې كچې پټ ځواك كاروي. اصلاً د فكر مثبت طرز همدغه دى. ستاسي په شعور او لا شعور كې بايد اختلاف او لرې والى رامنځته نه شي. بلكه دواړه بايد اوږه په اوږه ديوه بل ملګري واوسي. دغه دواړه بايد د يوه بل د محو كولو په ځاى د يوه بل ساتنه وكړي. دغه يوازينۍ لار ده، چې په وسيله يې د فكر خنډونه له منځه ځي او فكر پياوړى او مرتكز كيداى شي.

  دډيل كارنيګي د كتاب ( دبرياليتوب پنځلس اصول) يوه برخه