ژوند او ادب

نورمحمد سعيد

د بد مرغيو يو اوږد لړليک دى، چې موږ يي له ډېر څه نه بې برخي کړي يو. که له يوې خوا په سياسي ډګر کې  تل په ډېرو کوچنيو ډلو وېشل شوي يو، نو بله خوا د ادب په برخه کې هم له ورته ستونزې سره لاس او ګريوان يو.  د نورې ټولې نړۍ برعکس زموږ په فرهنګيانو کې له ډېر پخوا نه د همفکرو  د ډلو په ځاى شخصيتونو ته  مرکزيت ورکړل شوى دي. ان تر دې، چې افراد  مکتبونه بلل شوي دي. وجه يې هم  ديوې لارې د لاروي کيدو سربېره هم د فرعي اختلاف نظر له امله په ګډه د پرمختګ  توان نه درلودل دي. په دا وروستيو کې  زموږ ځنې فرهنګيان، چې د خپل شخصي وړتيا  په مټ د سيمي او نړۍ پراخې ادبي کړۍ ته په ننوتو بريالي شول، وپوهيدل، چې د نورو له فرهنګي يرغلونو او غلامۍ  نه د ځان ساتنې لپاره اړينه ده، چې خپل ادب عادي  ژوند ته نږدې کړل شي. دوى داهم درک کړه، چې بايد د خپل عام وګړي په ژبه له هغه سره د ژوند په حقيقتونو خبرې وشي. د ليکوالو د غه ډله  په پټو سترګو د ماضې ستاينې او شخصيت پرستۍ په ځاى حال ته متوجه شول. دوى شعوري هڅه وکړه، چې  په مسايو وپوهيږي، درک يې کړي او حل ورته ولټوي. په دې لړ کې دې  خلکو  د مارانو په سوړو کې هم وروکتل. په دې پسې يي  ډېر سرو نه ګرځاوه، چې  د دوى  کومه  ليکلي جمله به  غير شاعرانه وبلل شي او پنډتان به ورپوري وخاندي  او يا دا، چې د ورځني ژوند پر مسايلو باندې د غږيدو په صورت کې به باغي وبلل شي. دوى په شعوري توګه زيار و اېست، چې هغه څه وليکي، چې تړاو يې دخپلې ټولنې  له انسان او د هغه  له ستونزو سره وي. د ژبي د کره والي اهميت په خپل ځاى، خو د ليکوالو دغه  ډله  د موضوع اهميت ته هم ډېر قايل دي. دوى داسې څه وايي، چې بل چا ته  يي  هم ګټه  ورسيږي. دا هم د منلو ده، چې دغه  ډول  فرهنګي شخصيتونه او كړۍ،  چې غواړي ژوند او ادب سره غوټه کړي او د شعر له قوت نه د بشر د ستونزو په هواري کې کار واخلي، زموږ د ادب په ډګر کې تل وي او شته. بده مګر داده، چې زموږ نږدې ټول فرهنګيان دا کار تل يا خو په شخصي توګه کوي او يا هم د ډېرو کوچنيو او غير موثرو ډلو په توګه. د دې کار عوامل هم شايد د سياسي او ټولنيزو نا انډوليو په څېر په ټولنه کې دننه موجود وي، خو هغه فرهنګيان، چې ادب او ژوند د يوه او بل لپاره  بولي بايد په دې هم باور ولري، چې د مثبت فکر د څښتنانو  پيژندل او يو موټى کول هم د دوى ګډ مسووليت و، دى او تل به وي.