janan janan
پر ۱۳۵۸ لیږدیز لمریز کال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی یم.
زده کړې مې په پاکستان کې پای ته رسولې او له اوو کالو راهیسې په فرهنګې کارونو بوخت یم ، د هیلې مجلې مرستیال ، د کاوون اوونیزې مسوول مدیر او همدا راز له ۲۰۰۳ م کال راهیسې په بیلابیلو نړیوالو ټولنو کې مطبوعاتي مسوول او ویاند په توګه کار کوم . له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې بېلابېلو ملي او نړیوالو ورځپانو ، مجلو او ویب پاڼو سره همکاري لرمه . په درېيو ژبو [پښتو، دري او انګلیسي] لیکنې کولای شي .
د نورو فرهنګي منډو ترړو ترڅنګ مې یو شمېر کتابونه هم لیکلي چې په لاندې ډول دي:
۱-د نښترو او ګورګرو څو سندرې [ دلغمان د شاعرانو تذکره] چاپ.
۲-هنر او هنري څرنګوالی (ناچاپ)
۳- کیسې او نقدونه [د بېلابېلو نړیوالو لیکوالو کیسې او پر کیسو یې نقدونه] ناچاپ
۴-دشعرونو یوه ټولګه [د شپې په غېږ] چاپ
۵- دشعرونو ټولګه [د ژوند پاڼې] چاپ
له خدایه ډېر خوشحاله یم چې د ژوند په ټولو چارو کې یې منځګړی رول راکړی، نه ډېر ښه لیکوال یم او نه ډېر بد، نه ډېر مخکښ شاعر یم او نه مبتذل، نه افراطي یم او نه تفریطي، نه ډېر مالداره یم او نه ډېر غریب. هر څه چې خدای (ج) راکړي پرې قانع او خوشحاله یم.
شــــعرونه (د شپې په غېږ کې)
هلته چې جملې او کلمې د انسان خوی لري
ځمه چې خوبونه مې د شعر رڼې هندارې کړمځمه چې له پښو سره پخلا د کلي لارې کړمځم چې یو ځل بیا مې سر د غره په اوږو کېږدمهلاس مې تر سهاره د سپوږمۍ ګریوان کې پرېږدمه یاد به خړې دښتې ته تصویر د شین ځنګل کړمهبیا به اننګي د څو یارانو تیږو ښکل کړمهځم چې له شپیلۍ سره غزلې دکلمه کړمهځم چې د سیند غاړه کې دا ستړی زړه دمه کړمه وخت یې دی چې درمند کې راټول غنم سندرې کړمګډ یې په مسرو کې د حجرې، جومات خبرې کړمځمه چې د توت ونه له تاک سره پخلا کړمه
غزل
تاوده لاسونه دې د لمر د پلوشو غوندې ديد زړه په غره کې مې غږېږي د نغمو غوندې دي زموږ ترمنځ رقیب ته ځای ورنه کړې خدای ته ګورهرقیبان هر ځای دیوالونو، دروازو غوندې دي څه په نرمۍ نرمۍ زما د زړه کښتۍ ډوبويسترګې دې سم د دریابونو د څپو غوندې دي هر یو اشنا نا اشنا انسان یې منځ کې لاره باسيزموږه زړونه د پ
سلام "جانانه"
سلام "جانانه" څه په ځنډ دې ټیلفون پورته کړو که لږ وزګار یې نو له نورو یوې ډډې ته شه نن مې تر ډېر زړه چاودون وروسته یو غزل لیکلی نن له ګهیځه مې
غزل-شمسزى
دلته تياره کې هر سړى هوا ته خاورې شيندي
غزل- شمسزى
ستا د محبت په دايره کې را ايسار يمه تکه توره شپه ده، توره شپه کې را ايسار يمه
زړه او نصیب- شمسزی
قدم به زه واخلم خو تلل زما په واک کې نه ديزړه او نصیب یو ځای کول زما په واک کې نه دي لکه د زوړ څراغ پر لاره د بادونو ناست یمشپه روڼوم، شپه ختمول زما په واک کې نه دي لښکر زما دی خو زما له قومندې نه وتیاوس د جنګ توغ پورته کول زما په واک کې نه دي دداسې ښار په دروازو زما نوم ولې لیکيچېرته چې تش شپه تېرول زما په واک کې نه دي اوس لکه څاه د ارامۍ په صندلۍ
غزل- شمسزی
گرځمه خپل کار کوم د چا راسره څه کار دیژوند په خپل اختیار کوم د چا راسره څه کار دی نه رانه جماعت قضا دی نه د میخانې سلامهرڅه په خپل وار کوم د چا راسره څه کار دی ښکلو ته د دام غوندې په لار کې غوړېدلی یمښکار یمه که ښکار کوم د چا راسره څه کار دی زړه مې د مات جام غوندې پروت ټوټې ټوټې راتهصبر، انتظار کوم دچا راسره څه کار دی نه د باد مستي منم او نه د درې تنګ ګو
څو بیتونه (شمسزی)
ستا د مجلس یاران به اوس هم وي ښه ډېر شمسزیهخیر که زه نه یم محبت مې نه کړې هېر شمسزیه زموږ کیسې اوس هم زړې نه دي هماغسې دیڅه ښه وختونه مو یو بل سره کړل تېر شمسزیه »»»»»»»»»»»»» راشه بیا به دا د ژوند شېبې نه ويتل به مې د زړه جذبې تودې نه وی څوک په ځان خبر چې سبا چېرې ويورځې ددې ښار بې حادثې نه وي وخت به د ګناه راکړې خو زړه کې بهپاتې ګنهګارې حوصلې نه وي. »»»»»»»»»»»»»» اوس دومره ډېره اندېښنه مې دې دنیا ته نه شتهلکه چ
ستوري ياران
د وحشت دوزخ مې شين شو
شعر او باران
نن شپه مې بيا يوازېتوب لړزوي
ژوند-عزت الله شمسزى
ژوند دلته لا هاغسې زموږ پر اوږو بار دىلويه فاصله ترمنځ دكلي او د ښار دى څنگه به سپرلى زما له وينو نه رنگ واخليدلته خو هغه هم دمرگ كومه كې ايسار دى اوس به دا ډبرې د ښايست مجسمې كړيدغه سړى گورئ هم شاعر دى هم فنكار دى ستړې موساگانې دي خو لاس مو په خوله ايښىهر چا ته ولاړ د كور په وره كې يو ښامار دى ډېرې زمانې وشوې كنډرو كې اوسېږودا وطن چې وران شي موږ يې جوړ كړو دا مو كار دى.
غزل (شمسزى)
باران ورته څه پرېښودل، ږليو څه ونه كړلتنكي وږي يې يوړل ترې، سيليو څه ونه كړليو، دوه نه، ډېر همزولي مې له سترگو ترې تم شولپه موږ پردو جگړو، پردو گوليو څه ونه كړلكوڅې د ښار زړې شولې په تمه د راتلو يېيو پل يې پرې پېرزو نه شو، سپرليو څه ونه كړلد غرو برېتور واړه د برېښنا غيشو شهيد كړلدې شپې په ويدو سترگو دغوټيو څه ونه كړلدا ستا د غزل چيغې ښكاري نه رسي اسمان تهشمسزيه دلفظونو دې زگيرويو څه ونه كړل.
ښكلا- عزت الله شمسزى
سبا به خامخا له تانه دا پوښتنه كومزه كه په كور كې كله ناست يم كه سارا كې يمهد ژوند په هر واټ مې ستا ياد مې ته ودرېږيكه په تيارو كوڅو كې گرڅم كه رڼا كې يمه په نيمه شپه كې كه ځنگل ته كله ووځمهچې د سپوږمۍ دمخ رڼا وينمه ته په كې يېيمه حيران څنگه مې سترگو ته ځان ورسوېچې چېرته هم ذره ښكلا وينمه ته په كې يې په غره كې ته يې دسيندونو په څپو كې ته يېځمكه كې هر ځاى راته ښكارې په اسمان كې هم يېدا د شعرونو داستانونو كتابونه پرېږدهپه خداى قسم چې ايتون
ځانمرگى
نن د كابل واړه واټونه په سرو وينو سره دي!نن هر سړي بلا ټپونهپه بدن واخيستلنن ددې ښار له شنو پاركونو هم بويونه د بارودو خېژيپوهېږم نه!!دغه به څوك ويچې يې ځمكه پر موږ سره تبۍ كړهدريغه!!چې يو ځل مې ليدلاى واىاو دا مې ورته ويلي واى:اشنا!دا زړونه تږي ديډېر تږيددې زړونو مرگى نه دى روا!!!!!!!!!!!!!
غزل (شمسزى)
باران ورته څه پرېښودل، ږليو څه ونه كړلتنكي وږي يې يوړل ترې، سيليو څه ونه كړليو، دوه نه، ډېر همزولي مې له سترگو ترې تم شولپه موږ پردو جگړو، پردو گوليو څه ونه كړلكوڅې د ښار زړې شولې په تمه د راتلو يېيو پل يې پرې پېرزو نه شو، سپرليو څه ونه كړلد غرو برېتور واړه د برېښنا غيشو شهيد كړلدې شپې په ويدو سترگو دغوټيو څه ونه كړلدا ستا د غزل چيغې ښكاري نه رسي اسمان تهشمسزيه دلفظونو دې زگيرويو څه ونه كړل.
زما په زړه كې كېږدۍ ونه وهې (شمسزى)
زما له سترگو نه خوبونه مه وړهزه د خپل غم غېږ كې ويده ښه يمهزه نور له ژونده ستړى شوى شاعردخپل ماتم غېږ كې ويده ښه يمه پام كوه سترگې دې ونه غولېږيزه د ژوندي په نامه مړى يمهزما له شونډو نه خوځښت مه غواړههسې يو باد دلته راوړى يمه خداى خبر چا سره او چېرې به ځمزه مې په خپل مستقبل نه پوهېږمچې به مې كوم ساحل ته سر ورسيلا په راتلونكي منزل نه پوهېږم ورشه دخپل ښايست د بڼ لپارهنورو جونگړو كې باغوان پيدا كړهد نورو زړونو كوڅې ولټوه
د ژوند پاڼې
اغزو ته موسكا لاس مې پورته كړى يوه نوې دعا غواړمهنن به زه له خدايه خير د ټولې دنيا غواړمه ژونده ما له تانه كله لويه تمه كړې دهزه خو دې دنيا كې بس يوه خوله خندا غواړمه ډېرو فقيرانو، زيارتونو باندې گرځمهخداى نه چې څه غواړمه اول په كې تا غواړمه شړق وهه بارانه چې غوټۍ له تندې مړې نه شيزه مې په ځان نه يم دې اغزو ته موسكا غواړمه موږ خو دې تورتمه له دې ژونده پښيمانه كړولار وركړه سپېدو ته سبانو ته سبا غواړمه ته راغلې يو نور راغى
دغوره شاعرانو غوره شعرونه
د ارواښاد اسحق ننگيال دوه ښكلي غزلونه يو باد، يو منصور يو باد را لگيدلى ما له ځانه سره وړيد زړه اوښ مې له باره د ارمانه سره وړي د شپو پر اوښ يو غل دى زموږ كلي ته راغلىگلونه او باغونه له باغوانه سره وړي يو پل وم چېرته لرې ستا پرلاره زرغون شوىيو لوټ مې اوس له بادو له بارانه سره وړي يو څوك دى ستا د لاس شراب يې ټول راځنې وڅښلدا سره كېږدۍ د خوب مې له توپانه سره
یو بل ګل هم و رژېدو
که رښتيا ووايم زه په خبرو او ليکلو کې لږ څه محافظه کاره يم، کله کله مې پر يوه اثر ډېرې خبرې زړه کې راغونډې شي خو بس هېچا ته يې نه وايم او په زړه کې يې ساتم، په غونډو او ادبي محفلونو کې چې څوک کوم هنري اثر وړاندې کړي د ښه او بد په اړه يې ارو مرو نظر لرم خو وايم هسې نه چې دا خبرې مې بېځايه لاړې شي، نه پوهېږم چېرته او له چا مې اورېدلي چې خبره مرغۍ ده چې والوته نو بيا يې بېرته نيول اسانه کار نه دى نو ځکه زه له خپلو خبرو سره ډېر احتياط کوم او زياتر
د بنډارونو یاران
سلام نثاره یاره چېرته یې درک دې نه شتهپوره اونۍ وشوه چې ماته ټیلفون نه کوېد محبت هغه لمبه خو به مړه شوې نه وياوس خو به هغسې خویونه د مجنون نه کوې. رښتیا موسم خو جنتي شو کابل ډېر ښه شوید شپې بنډار ته اوس عابد جانان راځي او که نهدمینې ډله خو خدای مه کړه ړنګه شوې نه دهانګار، زهیر او هغه نور یاران راڅي او که نه. هو؛ بله دا چې (( نمکین)) ماښامني څنګه شوهوایه د سرو زرو مرغۍ خو به الوتې نه ويدومره خبر شوم چې یې ځاله ګډه وډه کړلههغه توتي د آزادۍ خو
څه ښه همزولي مې د كلي وو
څه ښه همزولي مې د كلي وو ما څه ويلي تا منلي وو را ياد شول راتهوالله له ياده مې وتلي وو را ياد شول راته دمحبت سزا يې نيم عمر بېلتون راكړلهيوازې ويښې شپې ليدلي وو راياد شول راته سپوږمۍ له ما سره د درد زړه رشته وويستهستورو له ما سره ژړلي وو را ياد شول راته يو غږ مې واورېدو ناڅاپه مې څه زړه كې تېر شولكټ مټ يو څه مې اوريدلي وو راياد شول راته شمسزيه زه يمه او زه يم، بيا هم زه يم ښار كېڅه ښه همزولي مې د كلي وو راياد شول راته.
کلی
کلی څه موده مخکې نه جنګ و، نه جګړه وه دا مو کلی، دا مو کور دا مو دېره وه شنه طوطیان وو ګرځېدو په چنارونو هسکو هسکو شنو درو کې به مو شپه وه په دې پورې غره به ټوله ورځ باران ونڅېدل به یې لمنو کې ګلونهدسین منځ کې سپینې زاڼې ګرځېدلې پرې له پاسه اورېدل نه سره اورونه هره ورځ به راپرېوتې ښاپېرۍ وېد چینې غاړه به ټوله رنګینه وهچا خوړل د چنار څانګو کې ټالونهچا به لاندې جوړه کړې ننداره وه
ټیلیفون
ډېره موده وروسته دې غږ په ټيلیفون کې اورمتا خو ويلزه مينه ناک څښتن له مينې جوړه کړې يمهتا به ويلزما زړګی د مينې کور دیدنفرت شپه په کې نه تېرېږينو ګرانې!دا يوه پوښتنه کومدا دومره وخت تېر شونه ليکنه ټيلیفوننه دې ايميل رالېږهزه خو حيران يمچې ستا زړه کې دا لوی غر د کرکې څنګه ځای شو..؟؟