گرځمه خپل کار کوم د چا راسره څه کار دی
ژوند په خپل اختیار کوم د چا راسره څه کار دی
نه رانه جماعت قضا دی نه د میخانې سلام
هرڅه په خپل وار کوم د چا راسره څه کار دی
ښکلو ته د دام غوندې په لار کې غوړېدلی یم
ښکار یمه که ښکار کوم د چا راسره څه کار دی
زړه مې د مات جام غوندې پروت ټوټې ټوټې راته
صبر، انتظار کوم دچا راسره څه کار دی
نه د باد مستي منم او نه د درې تنګ ګوګل
رود غوندې رفتار کوم د چا راسره څه کار دی