ستا د بلېدو موسم راغلی دی

بیا د سوځېدو موسم راغلی دی

 

جبر او اختیار شول په یو بل کې ورک

دار ته د ختو موسم راغلی دی

 

سترګو کې یې رنګ د شفق وځلېد

زړه د ډوبېدو موسم راغلی دی

 

اوس دې محبت په لېونتوب ارزي

اوس د زولنو موسم راغلی دی

 

نیمه شپه، خالي کور او یوازې زه

ښه د ژړېدو موسم راغلی دی.