janan janan
پر ۱۳۵۸ لیږدیز لمریز کال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی یم.
زده کړې مې په پاکستان کې پای ته رسولې او له اوو کالو راهیسې په فرهنګې کارونو بوخت یم ، د هیلې مجلې مرستیال ، د کاوون اوونیزې مسوول مدیر او همدا راز له ۲۰۰۳ م کال راهیسې په بیلابیلو نړیوالو ټولنو کې مطبوعاتي مسوول او ویاند په توګه کار کوم . له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې بېلابېلو ملي او نړیوالو ورځپانو ، مجلو او ویب پاڼو سره همکاري لرمه . په درېيو ژبو [پښتو، دري او انګلیسي] لیکنې کولای شي .
د نورو فرهنګي منډو ترړو ترڅنګ مې یو شمېر کتابونه هم لیکلي چې په لاندې ډول دي:
۱-د نښترو او ګورګرو څو سندرې [ دلغمان د شاعرانو تذکره] چاپ.
۲-هنر او هنري څرنګوالی (ناچاپ)
۳- کیسې او نقدونه [د بېلابېلو نړیوالو لیکوالو کیسې او پر کیسو یې نقدونه] ناچاپ
۴-دشعرونو یوه ټولګه [د شپې په غېږ] چاپ
۵- دشعرونو ټولګه [د ژوند پاڼې] چاپ
له خدایه ډېر خوشحاله یم چې د ژوند په ټولو چارو کې یې منځګړی رول راکړی، نه ډېر ښه لیکوال یم او نه ډېر بد، نه ډېر مخکښ شاعر یم او نه مبتذل، نه افراطي یم او نه تفریطي، نه ډېر مالداره یم او نه ډېر غریب. هر څه چې خدای (ج) راکړي پرې قانع او خوشحاله یم.
اړيــــــــــــــکي
اغېزناکه مفاهمه، اسانه پرمختیا
پوهان وایي معلومات او پوهاوی دخلکو لپاره په دې اړین دي چې په کامیابۍ سره خپلو اجتماعي، اقتصادي، صنعتي او تخنیکي لاسته راوړنو او ننګونو ته ځواب ووایي. دغو لاسته راوړنو او ننګونو ته سم ځواب ویل هغه مهال شونی وي چې پوهاوی او معلومات له ولسونو سره په سمه او اغېزمنه توګه مفاهمه شوي وي. ډېری خلک فکر کوي چې نړۍ د پرمختګ په حال کې ده او د ډېرو خلکو ستونزې به اوارې شوې وي، خو همدا مهال هم د نړۍ د پرمختللیو هېوادونو ۸۵۰ ملیونه کلیوال له یوه زیاته اندازه هغو معلوماتو څخه چې په
شکېدلې ځولۍ - بصیرالله همکار ته/ کاوون توفاني
زه دلته تنګ یم ، تا رښتیا ویليد ژوند پنډوکی پر اوږو ګرځومپدې ښېرازه « جنتي » هېواد کېد زړه بلبل مې پر اغزو ګرځوم ٭ ٭ ٭زه د تودو غرمو د کلي چنارپدې ساړه چمن کې نه شین کېږمپر شرقي شاړه ټوکېدلی غاټولپه مغربي ګلشن کې نه شین کېږم
ته داځل راشه/ محمدصديق كاوون توفاني ته
ته هلـــــــــته تنګ يي اوزه دلته مرمهرب مو دې نورسره يوځای ديره كړيچاچـــــــــي زموږ وطن دوزخ كړراتهرب دې هغه بدمرغه ټول سپيره كړي موږ په زانـــــــــګوكې جداشوي يو ټولاوس ســــكه وروڼه ســـــــــره نه پيژنوزموږ ســــــاقي يي هم وژلی راتـــــــــه موږ مـيــــــــكده- موږ صهباڅـــــــه پيژنو مابه چې ښــــــــــــــكلي چيرته وليدل نوزما به په سترګو به تــــــياره خوره شوه
اوسپنیز تندرونه او بې وسه ولس/ شمسزی
راپورته شوي بیا پر سر دي د مظلوم لاسونهحیران یو ژر به لنډوو په توره کوم لاسونه خړ خړ کوچنیان مو د کاږه دیوال تر سیوري لاندېپه هر یو درز، غوږو ته ونیسي ماشوم لاسونه څه به مو کړل لاس خو به داسې لاس تر زني نه وایکاشکې په ستورو باندې بر وای زموږ هم لاسونه زه یې منم چې به څراغ تر تیاره کوره راوړيخو رڼا وژني ورغځېږي نامعلوم لاسونه شمسزیه ته خو ازلي دومره بد مرغه نه وېښایي پر سر دې راکش کړي دي چا شوم لاسونه.
کاشکې په ستورو باندې بر وای زموږ هم لاسونه/ شمسزی
راپورته شوي بیا پر سر دي د مظلوم لاسونهحیران یو ژر به لنډوو په توره کوم لاسونه خړ خړ کوچنیان مو د کاږه دیوال تر سیوري لاندېپه هر یو درز، غوږو ته ونیسي ماشوم لاسونه څه به مو کړل لاس خو به داسې لاس تر زني نه وایکاشکې په ستورو باندې بر وای زموږ هم لاسونه زه یې منم چې به څراغ تر تیاره کوره راوړيخو رڼا وژني ورغځېږي نامعلوم لاسونه شمسزیه ته خو ازلي دومره بد مرغه نه وېښایي پر سر دې راکش کړي دي چا شوم لاسونه.
دوه غزلونه/شمسزی
کلی (۱) دغره په څوکه خوا ته د اسمان دې وي دا کلیاوسېږي پښتانه په کې ودان دې وي دا کلی چینې د سپینو ستورو یې ړندې مه شه هېڅکلهښایسته لکه زما ښکلي جانان دې وي دا کلی هر ګټ او هر کمر یې ددښمن د سر قاتل شهد ونو څانګې غیشي او کمان دې وي دا کلی دا خلک دې خړ پړ وي خو سپېڅلې دي وي یارههمداسې دې وي پاک کور د ایمان دې وي دا کلینغمې د مست رباب سوې ټپې د زخمي زړ
لمرینه انرژي
ساینس پوهان وایي که چېرې لمر نه وای او یا د ځمکې او لمر ترمنځ واټن تر اوسنۍ اندازې زیات وای نو د تیارې او سړې هوا له کبله به موجوداتو ته پر ځمکې ژوند کول ناشونی و، دا ځکه چې ټول موجودات د ژوندي پاتې کېدلو لپاره دلمر رڼا او انرژۍ ته اړتیا لري. انرژي دیوه نامريی ځواک په توګه د ټولو موجوداتو په بدن کې شته او کار ترې اخیستل کېږي، که چېرې انرژي وجود ته ونه رسېږي دکارونو د ترسره کولو یا وده کولو وړتیا نه پاتې کېږي او له همدې امله تر یوې لنډې مودې وروسته هر ډول موجود چې وي ل
پېلوزی دې بېرته پيل شي
که د بي بي سي راډیو مخینې ته وکتل شي، نو جوته به شي چې خبرونو یې دخلکو په زړونو کې ځان ته ځانګړی ځای پیدا کړی و، ځکه د ګوهر رحمن ګوهر، داود جنبش او ځینو نورو تکړه ویاندانو اوازونه د خلکو په غوږونو کې داسې انګازې کړې وې، چې بیا به یې هر سهار او ماښام غوږونو د هماغو خوندورو اوازونو اورېدل غوښتل. اوسمهال چې د افغانستان خلکو انټرنټ، بې شمېره ورځپاڼو، محلي اف ام راډیوګانو او د ازادۍ غوندې راډیو ته لاسرسی پیدا کړی چې که مبالغه ونه شي په هر ولایت او سیمه کې خبریالان لري نو د بي بي سي د خبرونو خو
دلغمان فرهنګي ټولنې د خواخوږۍ پیغام
لغمان فرهنګي ټولنه د پژواک خبري اژانس او بي بي سي راډیو د ژورنالیست ارواښاد عبدالصمد روحاني پر بې رحمانه ترور خپله ژوره خواشیني څرګندوي او درنې کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي. لغمان فرهنګي ټولنه ددغسې ظالمانه وژنو د مخنیوي غوښتنه کوي او دهلمند له والي او نورو دولتي چارواکو په جدي ډول غواړي چې د ارواښاد روحاني قاتلین د افغانستان مسلمان ملت ته په ګوته او جزا ورکړي، که چېرې داسې ونه شي نو په راتلونکي کې به د هرې سیمې او هر ولایت ژورنالیست ځان مصون نه بولي او د ژورنالیست
دعابد خاطرې
دعابد خاطرې د زمانې پر لویه لاره، دشپې کېږدۍ او د وخت لوبې دا ټول له خپلو خوږو او ترخو شېبو سره تېرېږي، مینې مري، رنګونه بدلېږي، یوازې او یوازې خاطرې که خوږې وي او که ترخې په خپل ځای پاتې کېږي. خاطرې باید وویل شي، ځکه خاطرې د انسان په ښېښه یي زړه کې هغو رنګینو کبانو ته ورته دي که صندوق مات شي دوی هم مري. خو که له دغه ښېښه يي بکس نه لوی دریاب ته وغورځول شي ښايي تر یو وخته له خپلو همنوعانو سره ژوند وکړي. راځی د عابد صیب پر خاطرو د بحث کولو پر ځای اول لږ دلته
افغانستان د ترقۍ پر لور
د نړۍ بېلابېل هېوادونه تل په دې هڅه كې دي چې څنگه وكولاى شي پر خپل ځان متكي او خپلې ستونزې په خپله حل كړي، څنگه خپل صنعت ته وده وركړي چې له لارې يې خپل ولس ته د كار زمينه برابره او د هېواد ملي اقتصاد پياوړى كړي. دغه ډول هځې د هېوادونو او ولسونو په كچه كېږي، خو كله چې بيا دواړه لاس په لاس د پرمختيا په لور گامونه واخلي نو پايلې يې ډېرې اغېزمنې وي. د هندوستان هېواد چې زموږ د هېواد په څېر د نړۍ د درېيمو هېوادونو په كتار كې راځي، تل هڅه كوي چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د خپل ولس د پ
لغمان د بابر په يادښتونو كې
دكابل په شرقي برخه كې لمغانات (اوسنى لغمان) موقعيت لري چې پنځه تومان او دوه بلوكو څخه تشكيل شوى دى.نينگنهار د لمغان يو لوى تومان دى، چې په ځينو تاريخونو كې د هغه نوم نگرهار هم راغلى دى. د هغه ډېر ښكلى ځاى ادينه پور دى. د كابل او نينگنهار ترمنځ لاره سخته او صعب العبوره ده. په دې څلورو ځايونو كې واړه واړه غاښي (كوتلونه) او دوه درې څايونو كې تنگي هم لري... د تودې او سړې سيمې ترمنځ فاصله د بادام چشمه كوتل دى. د كوتل په هغې برخې كې چې كابل خواته پروت دى، واوره اورېږي او د كوتل هغې غاړې ت
جگړه –عزت الله شمسزى
له كومې ورځې چې سور اور د جگړې بل دى دلتهله هغې ورځې د ژوندون حالت بدل دى دلتهكاڼه غوږونه، پټې سترگې پاچاهي چې كويهغوى ته څه معلوم چې څه ډول غوبل دى دلتهدسيند پر غاړه ددمې خوبونه ونه وينئستړو مارغانو ته جوړ كړئ چا مورچل دى دلتهته كه زما منې بې تور پړوني مه راوځهوږسترگى ښار دى هر سړى د ښايست غل دى دلتهد لگېدلو لمبو مرگ هم ناممكنه نه دىشمسزيه چا له زړه نه كړى دا تكل دى دلته. ۱۳ تله ۱۳۸۶
ښكلا ته
لكه ټپه، لكه نغمه ده ښكلانه، نه زموږ د سيند څپه ده ښكلاچا ويل چې غرونو كې سندرې واييدنجونو لېچو كې پرته ده ښكلاچې مخامخ شوې راته وڅرخېدېخدايږو همدغه حادثه ده ښكلازموږ پر ژبو چې گل، گل غوړېږېښكاري گودره تا كې شنه ده ښكلاد زمانې په څېر څو رنگه لريشمسزيه ستره اينه ده ښكلا.