ته هلـــــــــته تنګ يي اوزه دلته مرمه
رب مو دې نورسره يوځای ديره كړي
چاچـــــــــي زموږ وطن دوزخ كړراته
رب دې هغه بدمرغه ټول سپيره كړي
 
موږ په زانـــــــــګوكې جداشوي يو ټول
اوس ســــكه وروڼه ســـــــــره نه پيژنو
زموږ ســــــاقي يي هم وژلی راتـــــــــه
موږ مـيــــــــكده- موږ صهباڅـــــــه پيژنو
 

مابه چې ښــــــــــــــكلي چيرته وليدل نو
زما به په سترګو به تــــــياره خوره شوه
بــس له هغې ورځې خندا ورکه ده
دلــــــــته چه سم دجنګ ناره خوره شوه
 

ګوندې داروح مې لږ ارام غونــــدې شي
په مالاس تيركړه چه نورډيرســـــتړی يم
په دې ځوانـــــــــۍ باندې مې مه غوليږه
ژوندوكې ګرځم نورتــــــــــــيار مړی يم

 ته داځل راشــــــه نوربه تېر په هيركړو
نوربه دماين په ځــــــــــای سوما وكرو
په سپيرو شـــــــونډو په دا زيړ مخو به
نوره ښــــــــــــــــكلا نوره موسكا وكرو

 هغه اورونه ساړه شـــــــــــوي دي اوس
داحاجت نشته چه په آس ورشـــــــــــــو
دريغه!راځه چـــــــــه دې لغمان دروته
غاړه په غاړه لاس په لاس ورشــــــــــو

درســــــــــــــــره تللي ياران ټول راوله
زه درته لارې اوګودرې ښـــــــــــــــايم
بيا به له سره نو حجرې ګرمــــــې كړو
زه درته څومســـــــــــــتې سندرې ښايم
 

ها د ناهيد ملګرې بيرته راغلــــــــــــــې
راشــــــــــــــه په ګډه به يې ياد ونمانځو

راشه چې دغـــــــــــــه دملالې خورګۍ
په يو اوازپه زنده باد ونمانــــــــــــــــځو