زه دلته تنګ یم ، تا رښتیا ویلي
د ژوند پنډوکی پر اوږو ګرځوم
پدې ښېرازه « جنتي » هېواد کې
د زړه بلبل مې پر اغزو ګرځوم
٭ ٭ ٭
زه د تودو غرمو د کلي چنار
پدې ساړه چمن کې نه شین کېږم
پر شرقي شاړه ټوکېدلی غاټول
په مغربي ګلشن کې نه شین کېږم
٭ ٭ ٭
زه دلته تنګ یم تا رښتیا ویلي
هره شیبه راته یو کال غوندې شو
د جانان غېږ کې دخوبونو هیله
لکه یو خوب لکه یو خیال غوندې شو
٭ ٭ ٭
دلته چې ګلو کې نظر مینځمه
پر زړه راووري د ګورګورو پاڼې
پرواني توت ، قندهاري تاکونه
خوستۍ نښترې،لغمانۍ مماڼې
٭ ٭ ٭
زه دلته تنګ یم تا رښتیا ویلي
دې طلایی قفس کې نه ځاییږم
۲
زه د وطن د جګو غرونو ګربت
په کرګسي هوس کې نه ځاییږم
٭ ٭ ٭
خو هلته هم د دریابونو ښامار
د ګلو لو کوي ، اورونه کري
له وچو شونډو نه خندا ټولوي
په زخمي زړونو کې غمونه کري
٭ ٭ ٭
ته مې رابولې د سکروټو سین ته
زه نور طاقت د سوزېدو نه لرم
لارې ګودرې خو اغزو نیولي
زړه په دریاب د ګډېدو نه لرم
٭ ٭ ٭
پدې کوچني زړه کې مې نه ځاییږي
د هندوکش غوندې درانده غمونه
رانه ګیله مه کړه بې وسه یمه
نور راته مه ږده پر سینه داغونه
٭ ٭ ٭
ته راته وایې چې اورونه مړه دي
خو زه یې وینمه وطن مې سوزي
له نورستانه تر برمله پورې
ددې زخمي هېواد بدن مې سوزي
٭ ٭ ٭
تا د ساقي په مرګ ماتم نیولی
خو زه د سوي تاک له غمه ژاړم
ته د پردو له لاسه سر ټکوې
خو زه د خپل ورور له ستمه ژاړم
٭ ٭ ٭
۳
لا سپي کلونه پر وطن پراته دي
لا د سرو وینو هنګامه توده ده
لا زړونه ډک دي د کينې له اوره
لا هغه توره ولوله توده ده
٭ ٭ ٭
ته خو د« تېر په هېر» خبره کوې
زه اوسني ستم ته څه ووایم
زخمي زخمي وطن ته څه ووایم
د ونو شنه ماتم ته څه ووایم
٭ ٭ ٭
چې لر وبر تنکۍ غوټۍ رژوي
دا خو وږمه نه ده د باد چیغه ده
دا چې ځنګل یې ټول پر سر اخستی
د تبر غږ ، د استبداد چیغه ده .
٭ ٭ ٭
په کاغذي ګلو یې مه غولېږه
« سپرلی » هغه دی خو « ګلان » نوي دي
پکې قمار د ایمانونو کیږي
لوبه زړه ده خو یاران نوي دي .
٭ ٭ ٭
د شنه آسمان څنډې رنګینې شولې
توره شپه ولاړه خو سهر رانغی
خړو جونګړو ته رڼا رانغله
وړانګې و نه موسېدې لمر رانغی
٭ ٭ ٭
ته خو د« تېر په هېر »خبره کوې
مازوروي دا ننني رسمونه
۴
زه چې د اوس تورې څېرې ته ګورم
سپین راته ښکاري پخواني مخونه
٭ ٭ ٭
که د سېلۍ موسم په خیر، واوښته
بیابه درځم درسره ژمنه کوم
خو اوس ناچاره یمه ومې بښه
ستا له سپېڅلي زړه مننه کوم
٭ ٭ ٭
ته خو« بصیر » یې سترګې و غړوه
ګوره د باغ پر ګلو څه تېریږي
ګوره راغلي ښامار څه راوړي
ستا پر زخمي بلبلو څه تېریږي
٭ ٭ ٭
ته د غمونو بهیر وینې که نه ؟
را غځېدلی زنځیر وینې که نه ؟
زموږ د تور قسمت پر توره پاڼه
یو رژېدلی تصویر وینې که نه ؟
٭ ٭ ٭
ته راروانه ږلۍ وینې که نه ؟
ته را آلوتې سېلۍ وینې که نه ؟
چې مو هر چاته په خوارۍ نیولې
زموږ شکېدلې ځولۍ وینې که نه ؟؟
٭ ٭ ٭
ګوره تشېږو هره ورځ له ځانه
ګوره د «بل » لپاره ځان هېروو
۵
ګوره د نورو په درغله مینه
خپل لکه ګل غوندې جانان هېروو
٭ ٭ ٭
رانه ګیله مه کړه بې وسه یمه
لاس مې د وخت ګرېوان ته نه رسیږي
زه له خاموشو فریادونو ډک یم
غږ مې کاڼه آسمان ته نه رسیږي
٭ ٭ ٭
که د سېلیو پاچا کډه وکړه
بیا به درځم درسره ژمنه کوم
خو اوس ناچاره یمه ومې بښه
ستا له سپېڅلي زړه مننه کوم
٭ ٭ ٭
چې د خوږې مینې صهبا نه لري
زه خو هغه پیاله نسکوره غواړم
تاته له ټولو آشنایانو سره
حجره توده ، دېره سمسوره غواړم
٭ ٭ ٭
ته د « ببري » په شانې وغوړېږه
زه به « غاټول » غوندې داغلی درځم
حاجت د « آس » او د کچرې نشته
« پلی راغلی ومه ، پلی درځم » ( ۱)
(۱) « غروب در نفس ګرم جاده خواهم رفت
پیاده آمده بودم ، پیاده خواهم رفت . »
محمد کاظم کاظمي