پوهان وایي معلومات او پوهاوی دخلکو لپاره په دې اړین دي چې په کامیابۍ سره خپلو  اجتماعي، اقتصادي، صنعتي او تخنیکي لاسته راوړنو او ننګونو ته ځواب ووایي. دغو لاسته راوړنو او ننګونو ته سم ځواب ویل هغه مهال شونی وي چې پوهاوی او معلومات له ولسونو سره په سمه او اغېزمنه توګه مفاهمه شوي وي.

ډېری خلک فکر کوي چې نړۍ د پرمختګ په حال کې ده او د ډېرو خلکو ستونزې به اوارې شوې وي، خو همدا مهال هم د نړۍ د پرمختللیو هېوادونو ۸۵۰ ملیونه کلیوال  له یوه زیاته اندازه هغو معلوماتو څخه چې  په عصري ټکنالوزۍ په وسیله او یا هم د محلي دودیزو رسنیو له لارې خپرېږي محروم دي. دمعلوماتو په اړه مشهوره معقوله داده چې معلومات په خپله یو ځواک دی، که چېرې څوک معلومات او پوهاوی ونه لري نو ذهن به یې په یوه محدوده دایره کې بند پاتې وي او له دغې دایرې نه د وتلو لپاره به معقول دلایل او وړتیاوې نه لري.

لکه څنګه چې د ټولې نړۍ خلکو ته د معلوماتو او پوهاوي لاسته راوړل اړین دي همدا راز د افغانستان خلک هم حق لري دخپلو حقونو، ستونزو، بریاو، لاسته راوړنو او مثبتو ټولنیزو بدلونونو  په باب سم معلومات ولري. کله چې دغه اړین معلومات ور ورسېږي ښکاره خبره ده چې د هېوادوالو ډېری ستونزې به اوارې او په ژوند کې به یې مثبت بدلون راشي.

اوسمهال که د هېواد  زیاتره ورځنۍ پېښېدونکي ستونزې و څېړل شي نو لامل به یې دخلکو دپوهاوي  او معلوماتو نشتوالی وي، دبېلګې په توګه  ښوونځي سوځول کېږي، پلونه ورانېږي، د سړکونو کارکوونکي وژل کېږي، د خوراکي موادو ګاډي سوځول کېږي او یا هم مخابراتي ستنې نړول کېږي، دا ټول هغه څه دي چې ګټه یې ورانوونکو یا سوځوونکو ته هم رسېږي، خو دا چې هغوی سم پوهول شوي نه دي یا د هغوی په ذهن کې ښوونځی، پل، سړک او نور بل ډول ترسیم شوي دي، هغوی یې مخالفت کوي.ددې لپاره اسانه لاره داده چې دولتونه د پرمختیا د نورو اړخونو ترڅنګ پوهنیزې پرمختیا ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او د خلکو ذهنونه روښانه کړي.

د ذهنونو روښانولو لارې:
د ولسونو د ذهنونو روښانولو او په مسایلو د هغوی پوهونې لپاره په اوسني وخت کې دوه طریقې ډېرې اغېزناکې دي، لومړی دا چې د مرکزي حکومت هغه استازي چې په دولتي پالیسیو او له ولسونو سره په اړیکو نیولو ښه پوهېږي وخت په وخت له ولس سره وګوري او دویم دا چې د دولت محلي استازي ولسونو ته نږدې پاتې شي او پرې نه ږدي چې د ولس او دولت ترمنځ واټن ایجاد شي.کله چې دغه ډول تګلاره خپله شي په ډېر لږ وخت کې به خلک او دولت د مثبتو بدلونونو شاهدان و اوسي، چې بېلګه یې د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت له خوا په کندهار کې د یوه پرمختیایي ماډل پلي کول وړاندې کولای شو. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزې پراختیا د ملي پروګرام له لارې په اسانۍ سره وکولای شول چې په سهیل لویدیځو ولایتونو کې تر ۷۰۰ زیاتې پروژې پلي کړي، لامل یې دا و چې د پرمختیايي کارونو تر څنګ د خلکو د پوهاوي لپاره هم وړ چارې په پام کې نیول شوي وو او په منظم ډول د کلیوالي شوراګانو له استازو سره لیدل کېدل او په ستونزو ورسره خبرې اترې کېدې. .
په دغه ماډل کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو له څو لارو کار واخیست:
- ډله ییزې رسنۍ تر پوښښ لاندې ونیول شوې، چې لومړني معلومات خلکو ته وړاندې کړي.
- له خلکو سره ددولت د مرکزي او محلي استازو له خوا مخامخ خبرې وشوې.
- خلکو ته د خپلو ستونزو د په ګوته کولو او حل کولو واک ورکړل شو.
- خلکو ته د پرمختیایي پروژو د انتخابولو حق ورکړل شول او  په دې وپوهول شول چې پروژې ددوی په ژوند کې څه ډول مثبت بدلون راوستلای شي.
- خلک او دولت سره نږدې کړل شول تر څو یو پر بل باور وکړي. .
- خلک په دې وپوهول شول چې بنسټیزې پروژې ددوی د ملکیت په څېر دي باید دخپلو ځمکو او شخصي اماکینو په څېر ځانګړې پاملرنه ورته وکړي.

 
په افغانستان کې ډېرو څېړنو او ارزونو دا ښودلې چې ډېری ورانکارۍ د ناپوهۍ او نیمګړو معلوماتو له امله کېږي، چې په ځینو کې یې د دولت د مخالفینو لاس وي او په ځینو کې بیا له پالیسیو څخه د خلکو ناخبري دیوه مخالف لوري په څېر ددولت دپرمختیایي کارونو مخې ته خنډ کېږي.، ډېر داسې کارونه لیدل شوي چې خلکو په کې د لږې ګټې لپاره ډېره ګټه له لاسه ورکړې ده. د بېلګې په توګه د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو پروګرام له خوا د اوبو یوه شبکه جوړه شوې وه، چې تر لږ وخت کار وروسته یې د اوبو نلونه د ماشومانو او لویانو له خوا ویستل شوي وو، ښایي دوی ته به دا معلومه نه وه چې یو نل تر ۵۰ افغانیو زیات قیمت نه لري، خو د اوبو د نشتوالي په صورت کې به هره ورځ هره کورنۍ یوه ټانګۍ اوبه په ۲۶۰ افغانیو اخلي. دغه ډول ستونزې زیاتره وخت نااګاهانه او په ناپوهۍ پېښېږي که چېرې خلکو ته په وخت معلومات ور رسېږي نو د خپل ملکیت په څېر به نه یوازې دا چې د خپلو حقوقو په لاسته راوړنې پسې وګرځي بلکې ساتنه به یې هم خپله دنده وګڼي..

خنډونه : 

لکه پورته مو چې یادونه وکړه، د ډېرو ستونزو تر شا د ناپوهۍ لامل پروت وي، کله چې ښوونځی سوځول کېږي، سوځوونکی یې کېدای شي دا پوهه ونه لري چې سبا به دده  او یا دده د کورنۍ د نورو غړو ماشومان په دغه ښوونځي کې زده کړه کوي او د سباني ژوند ډېرو ستونزو ته به  ځواب وايي، سړک به یې مارکیټونو او بازارونو ته لاس رسی اسانه کوي او په وخت به خپل محصولات ښار ته رسولای شي، د کلینکونو په درلودلو به د زرګونو کلیوالو روغتیایي ستونزې اوارېږي، د اوبو د شبکو او څاګانو په درلودلو به د ناپاکو اوبو له څښلو څخه خلاصېږي او داسې نور...
دلته معلومېږي چې د سیاسي ستونزو تر څنګ یو شمېر اجتماعي او محیطي ستونزې هم شته چې د اغېزناکې مفاهمې، دنظر د تبادلې، خلکو ته د غوږ نیولو او هغوی ته د معقولو دلایلو په وړاندې کولو سره  حل کېدلای شي. .

حل لارې:
.
 په افغانستان کې اوسمهال پرمختیایي کارونه ښه په چټکۍ سره روان دي، دا چې ترڅنګ یې د بشري ظرفیتونو او ذهنونو په پرمختیا هم کار وشي ترڅو د پرمختیايي کارونو په ارزښت پوی شي نو لاندې چارې بې ګټې نه دي:
 
- له خلکو سره د ښې مفاهمې او د هغوی د ښه پوهاوي لپاره دې لومړی تر نښې لاندې خلک سم وپېژندل شي چې څو فیصده یې لوستي، ژر درک کوونکي او څو یې نالوستي او ژر پیغام نه اخیستونکي دي.
- له خلکو سره دې د پرمختیایي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو چارو په برخه کې مشورې  وشي د هغوی نظرونو ته دې  غوږ ونیول شي، تر څو هغوی ډاډه شي چې دولت یې غوښتنې په پام کې نیسي..
- د هغه کټګورۍ خلکو لپاره چې د پوهې کچه یې ټیټه ده او د رسنیو په خبرونو هم سم نه پوهېږي، ښه لاره داده چې مخامخ ورسره ولیدل شي  چې دودیزې لارې لکه سیمه ییزې جرګې، په جوماتونو کې راټولېدنه، په شوراګانو کې برخه اخیستنه  او نورې په کې راځي او یا هم د پوسټرونو له لارې چې لوستي او نالوستي دواړه پوهولای شي ورسره مفاهمه وشي.
- هغه کټګورۍ خلک چې رسنیو ته لاسرسی لري او ګټه ترې اخیستلای شي د هغوی لپاره دې  پر چاپي، لیدنیو او اورېدنیو  پیغامونو زور واچول شي. .
- د دولت مرکزي او محلي استازي دې ورسره له نږدې وګوري ترڅو ولسونه د دولت په پالیسیو خبر شي او اړیکي یې ترمنځ ټینګې شي.