څو ورځې دمخه مې زړې مجلې او کتابونه ښکته او پورته کول چې د لمن مهالنۍ مې په لاس راغله، د سرلیکونو په کتار کې مې دا هم ترسترګو شول [ د ارواښادې ترور شوې شاعرۍ شاعر] خدای شته سرلیک څه ناڅه زړه راښکون او د پرنګیانو خبره سپنس درلود. چې کله مې دمهالنۍ وزرونه خلاص کړل ومې لیدل چې لیکنه د ښاغلي استاد فضل ولي ناګار وه، دلته نو زما دلچسپي نوره هم زیاته شوه، لامل یې دا و چې ناګار صیب یو له هغو کسانو څخه دی چې د لیکلو انداز یې خوند راکوي او تل یې لیکنې په مینه مینه لولم.

ناګارصیب خپله لیکنه په کیسه ییز ډول پیل کړې وه، چې د حاجي صیب عبدالغني هاشمي له دوکان نه خبره پیل شوې  او بیا د ننګرهار د فرهنګیانو په خپلمنځي ستونزو خلاصه شوې وه.

زه هم لکه د ناګارصیب په څېر له دې دوکان [د حاجي صیب هاشمي کمپوزنګ سنټر] نه ډېرې ښې خاطرې لرم، نو ځکه خو غواړم په همدې دوکان کې پاتې شم. هغه دوکان چې تر یوه فرهنګي مرکزه کم نه و، هغه مهال چې به د چا له بل فرهنګي ملګري سره کار پیدا شو نو د ورځې به یې دهاشمي صیب په دوکان کې لټاوه او د شپې به یې ددوی د حجرې ور ورپسې ټکاوه. هاشمي صیب لکه څنګه چې ناګار صیب انځور کړی همدغسې یو دروند شخصیت دی. کله چې زه په لومړي ځل دده په څېر د یوه بل حالاتو ځپلي شاعر استاد غلام نبي [ګل] سره د هاشمي صیب کمپوزنګ سنټر ته چې هغه مهال د ننګرهار په کوچی مارکیټ کې و لاړم، په لومړي ځل لیدو یې راسره ډېره مینه وکړه او دا یارانه بیا تر دې وغځېده چې حاجي صیب به هم کله ناکله په لغمان کې زما پر غریبانه ټغر راسره کېناست.

دا هغه مهال و چې په هېواد کې او تر هېواده بهر فرهنګي مرکزونه معلوم و، په ښکاره خو چا د طالبانو له اجازې پرته کوم فرهنګي فعالیت نه شو کولای، خو په پټه به یو نیم دوکان یا دفتر کې سره راټولېدل او د زړه خواله به یې کوله.  په ننګرهار کې د هاشمي صیب کمپوزنګ سنټر، په کابل کې اول الرحمن رودوال درملتون، په کندهار کې دعبدالاحمد محمدیار او نورو ملګرو د خطاطۍ دوکان، په  لغمان کې د استاد غلام نبي [ګل] دفتر، په پېښور کې د هیلې مجلې دفتر او ځینې نور... هغه ځایونه و، چې وخت ناوخته به دیوه او بل له حاله په کې خبرېدلو او نوي چاپ شوي کتابونه او معلومات به مو ترلاسه کول.

په ننګرهار کې د عبدالغني هاشمي اقتصادي حالت تر نورو فرهنګیانو ښه و، په لغمان کې د استاد غلام نبي [کل] دفتر د فرهنګیانو د بنډارونو ځای و، په دغو بنډارونو کې به تل شعرونه اورېدل کېدل، فرهنګي بحثونه به کېدل او د غونډو لپاره به تیارۍ نېول کېدې خو په دې ټولو کې د هاشمي صیب ونډه تر نورو کمه نه وه، دده د دوهۍ ملګرو به تل له ده سره مشورې کولې او د ډېرو په شعرونو، یونلیکونو او لیکنو کې به تر سترګو کېده، همدا یې لامل و چې هاشمي صیب په خپله ویلي و:

ما هاشمي ته مساپر مه وایی

زما خو ځای د هر چا سترګو کې دی

که رښتیا ووایم هاشمي صیب رښتیا هم د هرچا په سترګو کې و او اوس هم دی، دهاشمي صیب پراخه سینه په دې فرهنګیانو منلې وه چې هغه وخت پر طالبانو ددوی له اجازې پرته فرهنګي ناستې ولاړې ښې نه لګېدې او وخت ناوخته به یې د انتقادي شعرونو له امله لارو کوڅو کې مخې ته اچولي وو، چې ډېر به ستړي شول نو د هاشمي صیب په حجره یا دوکان به یې لږه ساه واخیسته، له واره به یې له چای سره یو ځای ګوړه هم مخې ته ایښودل شوې وه، ګپ شپ به یې شروع کړ، خو هاشمي صیب به دې ټولو سړو تودو ته سینه نیولې وه او له ویرې پرته یې ټول فرهنګیان په مینه په خپله هغه فرهنګي ځاله کې له ځان سره ځایول چې دده په وینا د خنجر په څوکه کې یې جوړه کړې وه او همدې ځالې ترې نور دنیایي کارونه پرېښي وو:

مانه ددنیا او د عقبی کارونه پاتې شول

مینې مې دستړي ژوند محور کې ځاله جوړه کړه

ماته به مجنونه نور د مینې لاپې نه کوې

ما ګوره په څوکه د خنجر کې ځاله جوړه کړه

وختونه تلل راتلل او په دې کې د طالبانو د حکومت هغه غریبه پاڼه چې لکه د اوس په کې پر مامورینو، دنظام پر غوړه مالانو او له ولسه لرې ژورنالېستانو داسې ډالر نه بادېدل، هغه فرهنګیان چې زما په څېر یې په یوه خېټه ډوډۍ له یوه او بل سره کار کاوه، په نوي تش په نامه دموکراتیک نظام کې په ډول ډول دندو وګومارل شول، څوک په راډیوګانو، څوک په بېلابېلو دفترونو او ځینو د ډالرو پیدا کولو نورې لارې چارې ځانته درک کړې، چا د یوه چارواکي لمنه ونیوه او چا د بل، چا دیوه له لمنې وینې پاکې کړې او څوک دبل دبنډارونو د خنداګوډی شو، نه پوهېږم چې چا ویلي خو ښه یې ویلي :

چې په ښو ښو مېړنو دې اودس مات کړ

افرین دې په همت ظاهر قدیره

 

 لنډه دا چې بې واکو ته واک ورسېد، بې پیسو ته پیسې او بې کورو ته څو څو کورونه، بالاخره د ډالرو دې خرمست سیلاب د بېلابېلو ګټګوریو او مسلکونو خاوندان دومره مست کړل چې دقدرت، شخصیت او نوم و نښان پیدا کولو حرص او هوس یې نور هم زیات شو، په یوه او بل نوم دومره ډلې او ټپلې جوړې شوې چې د ناګار صیب په وینا پرته له کوم فکري بنسټه واټنونه یې ترمنځ پیدا شول.

هاشمي صیب که هرڅومره له دغو پرو او جنبو، ډلو ټپلو ځان لرې ساته خو بیا هم حالاتو په خپل حال پرې نه ښود. ده که هرڅومره هڅه وکړه چې اسمان ترې خواږه یاران په ژوندوني بېل نه کړي، خو بیا هم تقدیر چې څه کول هغه یې وکړل او ورو ورو یې د یارانو په اننګو کې ښکلا تتېدله:

 

چې د جانان په اننګو کې ښکلا تته شوله

زما په زړه کې هم دشمعې رڼا تته شوله

ستړې مستي مې د زړګي په ګرېوان اوښکې شیندي

د یار په شونډو هغه مسته خندا تته شوله

د ژوند ډېوه ده د وخت دیو یې ګرځوي په مجمر

په چا ځلېږي، په چا مړه شوه، په چا تته شوله

[هاشمي]

 

همدغه بې رخۍ لامل شوې چې یوازې د هاشمي صیب شعر نه بلکې دې په خپله هم د یارانو له بنډارونو، مشاعرو او فرهنګي ناستو ولاړو نه لرې کړې، د پښتو شعر نړۍ نه د هاشمي ساده رنګ لرې کړي او پښتو ادب ته یو معنوي زیان ورسوي او په پای کې دهاشمي په څېر یو دروند شخصیت په تورو کاڼو خرڅ کړي:

دا دنیاګۍ پرښتو پوه کړی لېونۍ غوندې ده

په تورو کاڼو هاشمي غوندې ګوهر خرڅوي

 

دهاشمي په سینه که یارانو هرڅومره زخمونه  وکرل او هرڅومره بېوفایي یې ورسره وکړه، ده بیا هم چاپسې غوغا جوړه نه کړه، هرڅه یې په خپلو سترګو ولیدل، له حالاتو سره بدلېدل، دحالاتو په خوښه تلل، په موسمي څپو کې ورکېدل او نور... خو ده په دې غږ پورته نه کړ چې دی او ګل دواړه بې پته نه شي، لکه بورا یې د رازونو کان په خپل زړه کې وساته:

 

په بې پتۍ به دګل پښو ته غوغا نه جوړوم

لکه بورا به د رازونو کان په زړه کې وړمه

[هاشمي]

 

په کابل کې مې دمدیوتیک په یوه غونډه کې تر ډېر وخت وروسته ولید، له نثار صیب، زاهد شاه انګار او حمیدځاځي سره یې خوږ مجلس جوړ کړی و، له روغبړ سره سم یې راڅخه ګیله وکړه او ګیله یې دا وه چې شمسزیه تا هم هېر کړم، خدای دې نه کړي. ګیله یې پر ځای وه ځکه چې ما پوره یو کال ورته ټیلفون نه و کړی، ما ترې ځای پر ځای بخښنه وغوښته خو بیا هم وایم چې د هاشمي صیب د احساسانونو پور پر موږ ټولو شته، زه ورته ډاډ ورکوم چې لال په ایرو کې نه پټېږي، حوصله له لاسه مه ورکوه ستا د هیلو د غوړېدو وخت به بیا راشي، لکه چې تا خپله هم یو وخت ویلي:

کله کله خو ګردونه ترېنه څنډه

ستا د زلفو ولونو ولونو وخت به راشي

د ارمان څانګې دې تاندې ورته ساته

هاشمي د ګلابونو وخت به راشي.