janan janan

Profile Photo

پر ۱۳۵۸ لیږدیز لمریز کال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی یم.
زده کړې مې په پاکستان کې پای ته رسولې او له اوو کالو راهیسې په فرهنګې کارونو بوخت یم ، د هیلې مجلې مرستیال ، د کاوون اوونیزې مسوول مدیر او همدا راز له ۲۰۰۳ م کال راهیسې په بیلابیلو نړیوالو ټولنو کې مطبوعاتي مسوول او ویاند په توګه کار کوم . له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې بېلابېلو ملي او نړیوالو ورځپانو ، مجلو او ویب پاڼو سره همکاري لرمه . په درېيو ژبو [پښتو، دري او انګلیسي] لیکنې کولای شي .

د نورو فرهنګي منډو ترړو ترڅنګ مې یو شمېر کتابونه هم لیکلي چې په لاندې ډول دي:

۱-د نښترو او ګورګرو څو سندرې [ دلغمان د شاعرانو تذکره] چاپ.

۲-هنر او هنري څرنګوالی (ناچاپ)

۳- کیسې او نقدونه [د بېلابېلو نړیوالو لیکوالو کیسې او پر کیسو یې نقدونه] ناچاپ

۴-دشعرونو یوه ټولګه [د شپې په غېږ] چاپ
۵- دشعرونو ټولګه [د ژوند پاڼې] چاپ

له خدایه ډېر خوشحاله یم چې د ژوند په ټولو چارو کې یې منځګړی رول راکړی، نه ډېر ښه لیکوال یم او نه ډېر بد، نه ډېر مخکښ شاعر یم او نه مبتذل، نه افراطي یم او نه تفریطي، نه ډېر مالداره یم او نه ډېر غریب. هر څه چې خدای (ج) راکړي پرې قانع او خوشحاله یم.

کره کتنه


د ځلاند په لپه کې رڼا

 ما لپاره د ښه شعر او یا ښه شاعر یو معیار دا هم دی چې په ذهن کې مې  نوی انځور جوړ کړي او په زړه کې مې ویده احساسات وتخنوي. دغه هنر چې زه یې د شعر له یوه ښه پنځوونکي تمه لرم دومره اسانه هم نه دی، ځکه زما په ژبه کې کلونه کلونه شاعري شوې او لا هم په فیس بوک، ویبپاڼو، ویببلاګونو، کتابونو او مجلو کې د شعر په نامه هره ورځ ډېر څه لولم، په ټلویزیون او راډیو کې نظمونه او شعرونه ګورم او اورم،  هره اوونۍ  په ادبي بنډارونو کې هم زما غوږونه د شعر له اورېدو نه وزګارېږي. هغه څه

18.07.2012 janan

هاشمي: حالاتو ځپلی شاعر

څو ورځې دمخه مې زړې مجلې او کتابونه ښکته ا

15.10.2008 janan

يو تريخ واقعيت

دقلم ټولنې د يوې غونډې جاجتېره ورځ په قلم ټولنه كې دښاغلي محمدحسن حسام د درېيو كتابو( اشيل، هنداره په هندارو كې او دشلمې پېړۍ انساني دلالان) كتابونو مخكتنه وه، غونډه كې تر سلو زياتو، ليكوالو، شاعرانو، فرهنگيانو او قومي مشرانو گډون كړى و، ان تر دې چې د ټلويزيونونو كمرې او ژورناليستان هم ورته رابلل شوي وو. دغونډې له پيل نه راسره يوه پوښتنه وه چې بيا وروسته څو پوښتنې شوې هغه دا چې:- قلم ټولنه چې د افغانستان د قلم د خاوندوانو ټولنه ده او ټول په كې يو شان حق لري، د غونډو د جوړولو، د كت

02.09.2007 janan

شمسزى زما د زړه خبرې كوي

كه رښتيا ووايم زه تر اوسه د شعر په ختيځ او لويديز نه پوهېږم، نه مې د ښاغلي اسمعيل يون (دشعر هندسي جوړښت) او د زرين انځور (شعر څنگه وليكو) كتابونه لوستي او نه مې په دې برخه كې مسلكي زده كړه كړې ده، خو هو ځينې وخت مې يوه نيمه موزونه خبره په زړه چك ولگوي، يو نرى درد په كې پيدا كړي چې بيا همدا خوږ درد راسره تر ډېره ملگرى وي او ما ته دا احساس راكوي چې دا شعر او يا دا موزون كلام كې يو څه ځواك و. زه چې كله هم يوه نيمه پښتو لنډۍ اورم نو قوت ته يې گوته په غاښ پاتې كېږم، په وياړ سره ويلاى شم چې د لنډيو

14.08.2007 janan

د کاوون لمنو گلونه وغوړول

د بې نياز څښتن د لورېينو شکر ادا کوم چې کاوون د تل لپاره له واورو ډک ساتي او له سره يې اوبه داسې په غړمبهار غړمبهار رابهېږي چې د څپو شور او زوږ يې ونې او بوټې په نڅا راولي، زلمي او پېغلې يې سندريز شور ته داسې خوب وړي لکه مجنون چې د ليلا پر پړوني سر ايښى وي. شيخان او صوفيان يې شور او زوږ ته داسې تسبيح اړوي را اړوي ته به وايې چې د جنتونو له څښتن سره د حورو او غلمانو حساب کوي.  هو! د کاوون واورينې څوکې څپې زېږوي او همدا څپې د شور او مستۍ نه ستړې کېدونکي لارويانې دي. د شور او مستۍ دا څپې

14.08.2007 janan

باز د مينې او ښکلا ملنګ شاعر

  نه پوهيږم خپله ليکنه د باز په نامه پيل کړم او که د عابد په نامه ځکه دا دواړه هغه نومونه دي چې ما ورسره تل مينه کړې او دا مينه مې لا اوس هم زړه کې شته، خو دا چې عابد صيب په خپلو شعرونو کې د ښاغلي کاروان توصيه منلې او باز يې غوره کړى نو زه به هم په دې لنډه ليکنه کې باز غوره کړم ځکه د دموکراسۍ اصل دى چې ددوو تنو رايه پر يوه زوروره وي.   باز دا دى د خپلو شعرونو دريمه مجموعه [ جانانه کله خو راپېښه وکړه] زموږ مخې ته کېښوده او په دې مجموعه کې يې د خپلو دوو نورو چ

12.03.2007 janan

نقد پر غاړه کۍ

  کلینت بروکس/ رابرت پن وارن نقد پر غاړکۍ د [ غاړکۍ] په نوم داستان په غافلګیرانه څرخېدو سره پای ته رسېږي، ښځه په داستان کې تر ډېرو کلونو سختیو تېرولو وروسته  خبرېږي چې ورک شوی غمی بې ارزښته و. ددغې موضوع رسوا کېدل، په لومړي نظر احتمالاً یو ډول فریب او چل ښکاري، ددې لپاره چې پوی شی دداستان په پای کې هم له چل څخه کار اخیستل شوی اوکه نه لاندې څو پوښتنې به و ارزوو:۱- ایا موپاسان له دغه واقعیت نه چې غاړه کۍ بدله ده د پیل د نقطې او د داستان د غځولو

08.10.2006 janan

د ښه کتاب لوستل یو ښه هنر

خواجه ابوالفضل بیهقي په خپل کتاب تاریخ بیهقي کې لیکلي ؛ هېڅ داسې کتاب یا اثر نه شته چې په یو ځل لوستلو ونه ارزي؛ زما په اند دغه مقوله یا وینا له اوسنۍ بوختې نړۍ سره برابره نه ښکاري، ځکه یو شمېر داسې کتابونه چاپ شوي او یا چاپېږي چې په یو ځل لوستلو څه چې په پاڼو اړولو هم نه ارزي او ځینې داسې کتابونه هم شته چې ټول عمر یې سړی ولولي، خوند ترې اخلي او پوهه یې پرې زیاتېږي.   اوسمهال  له یوې خوا د نړۍ خلک له خپل ماشیني ژوند سره ډېر بوخت دي او بلې خوا  په اصطلاح هر چېرې د مطبوعاتو چ

25.09.2006 janan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more