خواجه ابوالفضل بیهقي په خپل کتاب تاریخ بیهقي کې لیکلي ؛ هېڅ داسې کتاب یا اثر نه شته چې په یو ځل لوستلو ونه ارزي؛ زما په اند دغه مقوله یا وینا له اوسنۍ بوختې نړۍ سره برابره نه ښکاري، ځکه یو شمېر داسې کتابونه چاپ شوي او یا چاپېږي چې په یو ځل لوستلو څه چې په پاڼو اړولو هم نه ارزي او ځینې داسې کتابونه هم شته چې ټول عمر یې سړی ولولي، خوند ترې اخلي او پوهه یې پرې زیاتېږي.
اوسمهال له یوې خوا د نړۍ خلک له خپل ماشیني ژوند سره ډېر بوخت دي او بلې خوا په اصطلاح هر چېرې د مطبوعاتو چاودنې او یا د کتابونو زیات تولید خلک حیرانه کړي چې کوم یو ژر واخلي او کوم یو ژر ولولي، خلک د ډېرو لږو کتابونو لوستلو ته وخت لري، په چاپېدونکو مطبوعاتو او یا کتابونو کې ډېر لږ په دې ارزي چې ولوستل شي، زیاتره یې داسې دي چې یا خو د خلکو وخت ضایع کوي او یا هم ځوانان بې لارې کوي. ځینې خلک کېدای شي په دې نظر هم وي چې هر څومره ډېر کتابونه ولوستل شي ښه ده، خو زه وایم د ډېرو کتابونو پر ځای ښه کتابونه باید ولوستل شي، ځکه چې د ډېرو بې فایدې موضوعاتو له لوستلو سره کېدای شي زموږ حافظه هېڅ هم ذخیره نه کړي او یا هم فکري هاضمه له لاسه ورکړو. لوی عالمان ځانګړي کتابونه لولي او فکر پرې کوي، هغوی ډېر کتابونه له رنګ او شکل څخه پېژنې او دا هنر لري چې کوم کتاب باید ولولي.
کوم کتابونه په چاپ ارزي:
راځي دلته یوه بېلګه راوړو، یو لیکوال په خپل ټول ژوند کې یو ښه کتاب لیکلی او هغه کتاب ډېرو خلکو خوښ کړ، دغه کار ددې لامل وګرځېد چې دی باید پر ذهن فشار راوړي او یا هم د خپل نوم او شهرت د ساتلو لپاره ډېر نور کتابونه هم ولیکي، دوه کتابونه یې په دې وروستیو وختونو کې په پېښور کې چاپ شول، دواړو کتابونه تقریبا اووه سوه مخه دي، که چېرې سړی سر تر پایه دواړه کتابونه ولولي، هېڅ علمي، کلتوري او یا ساینسي ارزښتناک توکي په کې نه شي موندلای، پرته له دې چې سپینې پاڼې یې د ځان او یا هم د نورو په ستاینه کې تورې کړي، اوس تاسې فکر وکړي که چېرې دغه اووه سوه مخونه یو لوستونکی لولي، څو ورځې او څو ساعتونه یې پرې ضایع کېږي او یا هم وروسته تر لوستلو له کتاب څخه څه زده کوي.
دا سمه ده چې زموږ لوستي له کتاب سره مینه لري او په ډېر شوق خپل نور کارونه د کتابونو د لوستلو لپاره شاته پرېږدي، له موږ سره هم باید داسې یو احساس وي چې د ډېرو کتابونو پر ځای لږ او ښه کتابونه ورته چاپ کړو. څوک چې کتاب اخلي دهغه یواځینۍ موخه همدا وي چې یو څه ترې زده کړي، دعمر ضایع کوونکی نه وي او ذهن یې بې لارې نه کړي، که موږ غواړو چې دده له مینې څخه ناوړه ګټه پورته کړو دا به مو لویه جفا کړې وي، راځي د بېلګې په توګه یو محصل یاد کړو، کله چې نوی فارغېږي او یا هم فارغ نه وي د زده کړې تر څنګ د کتاب له لوستلو سره هم مینه لري، غواړي په دې کار سره خپله علمي او ادبي پانګه زیاته کړي، ترڅو په راتلونکي کې یو عالم، څېړونکی او یا له معلوماتو ډک شخصیت ترې جوړ شي، که چېرې موږ ده ته خپل داسې اثر وړاندې کړو چې هېڅ ترې حاصل نه کړي نو کېدای شي چې په راتلونکي کې له دې کاره لاس واخلي او یا هم هېڅ کتابونه ونه لولي.
د ښو کتابونو د نه چاپېدلو ستونزه په نوره نړۍ کې هم شته، په فرانسه او انګلستان کې هر کال تر ۴۰۰۰۰ زرو پورته کتابونه چاپېږي، خو په دغه شمېره کې ایله ۱۰۰۰۰ یې د لوستلو وړ وي. خو له افغانستان سره د نورې نړۍ یو ښکاره توپیر دا دی چې لوستونکو ته همدا کتابونه هم کافي دي، بله داچې په نورو هېوادونو کې ګام په ګام دولتي کتابتونونه موجود دي او په هر کتابتون کې په زرګونو نړیوال او د هغه هېواد خپل اثار موجود وي، لوستونکی یا د لوست مینه وال په کې دکتاب له نشتوالي سره مخ نه دي، که دیوه لوستونکي یو کتاب خوښ نه شو، بل کتاب لولي.
ستونزه دا ده چې په افغانستان کې د کتابونو د چاپ شمېره په کال کې تر ۴۰۰ ډېره نه ده، که چېرې په دې ۴۰۰ کې ۳۰۰ د لوستلو وړ نه وي نو ښکاره خبره ده چې لوستوال مو د ښو کتابونو له قحط سره مخ کېږي، ځکه موږ په ولایتونو کې داسې کتابتونه هم نه لرو چې د لوست د مینه والو غوښتنو ته ځواب ووایي، په پای کې د مطالعې مینه وال دې ته اړ کېږي چې خپل قیمتي وخت په هغه څه ضایع کړي چې هېڅ ترې لاسته نه شي راوړلی او یا هم دې ته اړ کېږي چې د نورو ژبو کتابونه ولولي او نویو لوستونکیو ته بیا زیاتره وخت د نورو ژبو د کتابونو تر ګټې زیان ډېر وي.
د لوست ځینو مینه والو ته کله کله یوه ستونزه دا هم وي چې د ځینو خلکو پر نومونو غولېږي، د هر چا چې ډېر کتابونه چاپ شوې وي، هڅه کوي دهغوی هر کتاب که هغه ښه وي او که بد پیدا کړي او ویې لولي، د بېلګې په توګه به د پښتو ژبې مثال ورکړو، په پښتو ژبه یو شاعر دیارلس شعري ټولګې چاپ کړي او ښه پرېمانه یې په هره غونډه کې وېشلي، ددغه شاعر دیارلس مجموعې د ښاغلي کاروان او دروېش دراني له یوه شعر سره هم پرتله کېدلای نه شي، دا چې د ښاغلي کاروان او دروېش دراني مجموعې لږې پیدا کېږي او یا هم ډېرې مجموعې نه لري نو پر ځای یې د هغه شاعر ټولګې د لوستونکو لاس ته ورځي، هغوی داسې انګیري چې ګوندې د پښتو ژبې وتلی شاعر همدا دی ځکه دهرې ټولګې پر وروستۍ پښتۍ یې د خپلو نورو چاپ شویو کتابونو لړلیک هم چاپ کړی وي، همدلته لوستونکی تېر وځي او دا تېروتنه ددې لامل ګرځي، چې په نورو غونډو او ان د موسیقۍ په محفلونو کې هم د همدې شاعر شعرونه ویل کېږي.
په ځینو هېوادونو کې اوس دا خبره تر ډېره دود ده چې ښه لیکوال کم کتابونه چاپوي او یا هم د هر لیکوال لاره معلومه ده، څوک په ناول لیکلو کې لوی لاس لري، څوک ښه شعر لیکي او څوک هم په سیاست او نورو موضوعاتو کې د ښه شهرت خاوندان وي، هغوی داسې نه کوي لکه زموږ د هېواد ځینې لیکوال چې پر سیاست، فلسفه، تاریخ، ریاضي او نورو ټولو موضوعاتو مقالې او کتابونه لیکي، د هغوی په نظر هر لیکوال باید یوې خوا ته لاړ شي که چېرې په یوه وخت څو لوریو ته د تګ په نیت زور ووهي نو ښکاره خبره ده چې پر خپل ځای به ولاړ وی او هېڅ لوري ته به هم تللی نه شي. همدا کار لامل شوی چې لوستونکي هم ددوی کتابونه خوښوي او په ښه ذوق سره یې لولي، ددې تر څنګ هغه کسان چې ډېر کتابونه چاپوي او یا په هره موضوع کتابونه چاپوي نو لوستونکو ورته ډېره ښه او موزونه سزا غوره کړې. هغوی وایي هغه دوکاندار چې سودا قیمته خرڅوي باید سودا ترې وانه خیستل شي او هغه لیکوال چې یوازې سپینې پاڼې توروي او د لوستونکو اړتیا او غوښتنې په نظر کې نه نیسي باید کتابونه یې ونه لوستل شي، همدا راز په دې نظر هم دي چې تش د کتاب لوستل هنر نه دی، دا یوه لویه ضایعه ده، هنر دا دی چې کوم کتابونه باید ولوستل شي.
زموږ په هېوادکې هم ځینې لیکوال په همدې نظر دي، کله چې دیوه کتاب دوه درې پاڼې لولي نو ټول کتاب ورته په همدې پاڼو کې معلومېږي، همدا وي چې په نیمایي کې یې پرېږدي، دا ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې لیکوال نا اشنا وي، د کتابونو نیم لوستل او نیم پرېښودل زیاتره وخت د لیکوال پر نیمګړتیاو پورې اړه لري، خو ځینې وخت بیا دغه ستونزه نه وي د باندنیو مزاحمو لاملونو له کبله هم لوستونکی کله کله اړ کېږي چې کتاب په نیمایي کې پرېږدي او دا تلوسه ورسره وي چې یوه ورځ وخت پیدا کړي او دا کتاب تر پایه ولولي.
دولت او د ګټورو اثارو چاپول:
که څه هم زموږ په هېواد کې له دولت څخه داسې تمه لرل چې ښه کتابونه به لوستونکو ته برابر کړي او یا به هڅه کوي چې غني کتابتونه ولري دا یو خوب او خیال دی، ځکه په تېرو څو کلونو کې ولیدل شول چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ان دومره هم ونه شول کولای چې د نورو کلتورونو او فرهنګونو او یا ژبنیو اصطلاحاتو مخه ونیسي او پر ځای یې خپل ملی اصطلاحات نور هم پیاوړي کړې.
خو که چېرې په وظیفوي لیدلوري دغه اصل ته وکتل شي نو ددغه وزارت یو له مهمو کارونو څخه همدا دی چې کتابتونونه غني کړي او تر څنګ یې دنورو ژبو د ګټورو کتابونو چاپ ته هم ملا وتړي، دنورو هېوادونو د اطلاعاتو او کلتورچې وزارتونه په دغه اړه یو ټاکلی او جوت سیاست لري، تل پر همدې فکر کوي چې هغه د نورو ژبو وتلي کتابونه وژباړي او بیا په دولتي کچه چاپ کړي، هغوی په دې کار سره نه یوازې دا چې د خپلو هېوادونو وګړو او لوستونکو ته ښه کتابونه وړاندې کوي، ترڅنګ یې د لوستونکو د اګاهي او معلوماتو د کچې د لوړوالي په برخه کې خپل لوی مسولیت هم ترسره کوي.
حل لارې:
زما په نظر هغه څوک چې ډېره علاقه لري چې کتاب یې چاپ شي او یا هم دا کار له خپلې ژبې سره د ډېرې مینې له کبله کوي، هغوی باید لاندې ټکې په نظر کې ونیسي:
- دا لازمه نه ده چې هر سړی دې په هره برخه کې لوی عالم وي، که چېرې څوک په شعر کې ښه وړتیا ولري شعر دې ولیکي، که څوک په سیاست پوهېږي د سیاست لاره دې ونیسي او همداسې نورې څانګې، که چېرې دا نه وي نو هڅه دې وشي چې دنورو ژبو ښه اثار وژباړل شي، په دغه برخه کې غواړم یوه بېلګه هم درکړم، د پښتو ژبې تکړه لیکوال او ژباړونکی محمدزبیر شفیقي، تر خپلو اثارو ژباړې ډېرې کړي کېدای شي هغه ته دا معلومه شوي وي چې تر خپلو ناولونو یې د حجازي د ناولونو ژباړه او چاپ پښتو ژبې ته ګټور دی، زما په اند همداسې به وي هم، ځکه کوم ناولونه چې ښاغلي شفیقي ژباړلي ډېرو خلکو خوښ کړي او لوستونکو ترې ډېر څه ترلاسه کړي هم دي.
- لکه دمخه چې یادونه وشوه دا به اړینه نه وي چې یو لیکوال او یا شاعر دې ارو مرو هم په ادب کې لوی لاس ولري او هم دې په سیاست، ساینس، اسلام، اقتصاد او نورو مسلکونو کې، ځکه ډېر کم خلک داسې پیدا کېږي او هغه ان نابغه ګان وي چې پر ډېرو مسلکونو یې لاس بر وي، نور نو هر سړی خپل خپل کار ته پیدا دی، هر سړی په خپل مسلک کې ښه پوهه لري که همغه خپل مسلک ته وده ورکړي دا به ښه وي. زه فکر کوم ډېر کم ډاکټران به تاسې ومومي چې هغه د طب په ټولو څانګو کې ماهر وي، هر ډاکټر ځانته یوه څانګه غوره کړې او له پیل نه دهمدې لپاره دا څانګې بېلې شوي هم دي چې په ټولو کې انسان پرمختګ نه شي کولای.
- که چېرې لیکوال وایي چې دوی په خپل لګښت کتاب چاپوي د چا یې پرې څه، نو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خو دخپل ملي او سیاسي مسولیت له مخې اړ ده چې د هېواد لوستي قشر ته ښه او ګټور کتابونه را پیدا او وژباړي، ځکه که دواړه لوري له دغه کاره لاس واخلي نو ښکاره خبره ده چې که موږ د بې ګټو او بازاري کتابونو ډېره مطالعه هم وکړو نو بویه چې هېڅ مو نه دي لوستي.