یاد یې په خیر ملا خیرالدین حقپال( د طالبانو د وخت د اطلاعاتو او کلتور ريس) چې به کله هم ولیدم نو پوښتنه به یې رانه کوله [شمسزی صیب ملګري خو به خپه نه وي]. دا زما او دده ترمنځ یو شفر و، علت یې داو چې  دلغمان فرهنګیان مو هغه مهال په ډېرو خواریو د لغمان فرهنګي ټولنې تر چتر لاندې راټول کړي وو او دا اندېښنه را سره وه چې بیا یې را څخه څوک تیت او پرک نه کړي، دا د طالبانو د وخت خبره ده، هغه مهال په لغمان کې چا ادبي غونډو او مشاعرو ته زړه نه ښه کاوه،  لامل یې دا و چې د الینګار فرهنګي یون ځینې ملګري (عمر وفا او پاچا صیب) په همدې غونډو جوړولو او فرهنګي کارونو بندیان شوي وو، موږ سره له پیل نه همدا وېره وه چې یوه ورځ به موږ هم بندیانوي، ځکه شاعران خو چې کله کله په جذبه کې راشي بیا د چا پروا نه کوي، خو موږ به یوازې د حقپال دې وعدې لږ ډاډه کولو چې ویل به یې: تر هغې چې زه په لغمان کې یم  نو سرې سترګې ګرځی.
رښتیا هم تر پایه په خپله ژمنه ولاړ پاتې شو،هغه مهال یانې پنځه کاله وړاندې په لغمان کې نه کومه مجله وه او نه هم کومه خپرونه، بس په همدې مشاعرو کې به مو زړه تشاوه او یا به مو وخت نا وخته کله کله چریکي مشاعرې او غونډې هم جوړولې، پر ځینو به مو چارواکي خبرول او پر ځینو نه، ځکه چې په چریکې مشاعرو کې به مو هغه شعرونه ویل چې په غونډو کې یې ویل ناشوني وو، ښه مې په یاد دي چې چا به په مشاعره کې په استعارو او کنایو هم ښکلي یاد کړل نو یو نیم چارواکی به لږ برګ غوندې شو،  په موږ کې یو څو شوخ او یاغي شاعران (سخره وال صیب او اصف شاهیوال) وو چې له ګودره به په همغه وخت کې هم ګرد چاپېره تاوېدل، اصف شاهیوال خو به کله کله په ترنم کې هم شعرونه ویل، هسې طرز به یې ورته د طالبانو د ترانو غوره کړی و، نور به په کې  دچنارونو، منګیو ښکليو او ګودرونو موضوعات تاوېدل راتاوېدل، بس چې کوم یوه شاعر به په استعارو کې هم ښکلو ته اشاره وکړه او یا کوم عشقي بیت به راغی نو د نورو به زړونه تازه شول، له هرې خوا به چیغې وې چې: یو ځل  بیا یې ووایه.
حقپال خوارکی به له اندېښنې یو موټی شو، په زړه کې به یې وېره وه چې په کوم غم وانه وړي، ځکه یوې خوا ته له لیکوالو او شاعرانو سره دده ژمنه او بلې خوا د طالبانو سخت نظام چې د وربل، ټیک او پېزوان نوم به چا په خوله نه شو اخیستلای،  که په مشاعره کې به کوم لوړپوړی چارواکی ناست و، نو هغه وخت خو به بېخي  وارخطا و چې اوس دا مشاعره ژر خلاصه شي، پر عکس که چېرې به موږ په خپل منځ کې وو، بیا به نو د چا خبره ازادي وه.
موږ به کله کله مشاعرې په ولسوالیو کې هم جوړولې، یو ورځ د الینګار فرهنګیانو ملګرو په الینګار ولسوالۍ کې مشاعره جوړه کړه، محمدنادرمخور د سټیج چارې پرمخ بیولې کله چې د شعر وار حمیدیار صیب ته ورسېد نو ښه په احساساتو یې خپل حماسي شعر ولوست، له  هر یوه بیت سره به یې دخیبر، منار او زیګي غرونو ته لاس اوږد کړ، ډېر خوند به یې کاوه، په دې کار یې طالبانو مېلمنو ته ښوده چې موږ هم بې حماسو او بې ویاړونو نه یو، دا غرونه او رغونه ټول زموږ د ویاړنو شاهدان دي. په همدې ورځ مازیګر ناوخته مشاعره پای ته ورسېده، د غفورخان کاکا ( دمحمدنادر مخور پلار چې د لغمان یو مخور شخصیت دی) ځواب را ورسېد چې ټول شاعران بېګا ته زما مېلمانه دي، موږ سره خو ډېر طالبان تللي وو او زیاتره د هغه مهال د لغمان د والي خپلوان او باډیګاردان وو، هڅه مو وکړه چې ځان له دې مېلمستیا وباڅو ځکه که چېرې پر دې طالبانو کومه پېښه وشي نو ملامت به یې موږ یو، بس چې هر څه مو وکړل پرې یې نه ښودو.
د شپې مو تر ډوډۍ خوړلو وروسته د غفور خان کاکا او نورو ملګرو په ټینګار بیا شعر ویلو ته پیل وکړ، په پیل کې مو سخره وال صیب او اصف شاهیوال صیب ته بلنه ورکړه، اصف شاهیوال یوه رباعي وویله او سخره وال ورپسې سروکی پیل کړ نږدې و چې ټولو ملګرو په چک چکو پیل کړی وای، زه  خو یې بیخي هغه د ګلګي او پاینده محمد د سروکو خیالونو ته بوتلم، له ډېره خونده مو پرې سر پر سر څو سندرې وویلې، اخر دطالبانو ملګرو نوبت ورسېد، خیرالدین حقپال خپل ملګري نوراني صیب او کاکشوال چې دواړه د والي باډیګاردان وو را مخې ته کړل، نوراني پر شهیدانو یو نظم په ترنم کې ووایه، دومره یې غرق کړو چې بیخې پر ځان خبر نه و، طرز او تال   یې ډېر اتڼیز و، یو وخت مې پام شو چې معلم صیب (ګل) ورو ورو چک چکې کوي، ژر مې قاضي صیب احسان الله دعوتیار ته اشاره وکړه او هغه لږ وسکونډه چې ظالمه دا څه کوې دا غمجنه  ترانه وګوره او ستا چک چکې، بس ټوله شپه مو په شعر ویلو او ادبي بحثونو تېره کړه.
که رښتیا ووایو همغه په لغمان کې د فرهنګي بهیر یو مثبت پیل و، خواخوږ صیب به ټوله ورځ دیوه او بل شعرونه او مقالې د چاپ لپاره دولتي مجلو ته لېږلې، ترڅنګ به یې په دولتي ادارو کې هم د لیکوالو او شاعرانو ستونزې حل کولې. په هغه وخت کې یوازې همدومره وشو چې د ښاغلي حقپال او خواخوږ صیب په مرسته ما وکولای شول د لغمان دلیکوالو او شاعرانو تذکره چاپ کړم.
دا دی اوس له هغه مهاله پنځه کاله تېر شوي، لغمان اوس هغسې بې مجلو او ورځپاڼونه دی او نه هم څوک په غونډو او مشاعرو کې د ګډون او یا عشقي شعر ویلو له امله ډارېږي، اوس لغمان د ډېرو فرهنګیانو او شاعرانو پر لرلو سربېره څو مجلې او جریدې هم لري، وخت نا وخته په کې ژورنالیستانو، لیکوالو او شاعرانو ته کورسونه، سیمینارونه او ادبي محفلونه جوړېږي،  که رښتیا ووایم د ډار او وهم شپې تر یو څو کالو وړاندې هم نه وې راټولې شوې، هغه د طالبانو تر سقوط وروسته لومړي کلونه ښییم، کله چې ما د لومړي ځل لپاره د ملګرو په مشوره د کاوون جریده چاپوله نو باور وکړی حیران پاتې وم چې څنګه به یې چاپ او بیا به یې په دې چوپه چوپتیا کې څنګه وېشو ځکه هغه مهال چا هېڅ ډول خپرونه  نه وه چاپ کړې دا یوه نوې خبره وه، قاضي احسان الله مو په وچ زور او ټینګار دې ته حاضر کړ چې د کاوون جریدې مرستیالي ومني، له دې کار څخه مو موخه دا وه چې قاضي صیب یو ښه شخصیت دی، چا پرې په اسانۍ ټاپه نه شوه لګولای، کله چې مې جریده چاپ کړه د احمدشاه په هوټل کې مو پټ پر خپلو ملګرو ووېشه، باور وکړی په هغه شپه زه له بلا اندېښنو سره مخ وم، سهار د وخته بازار ته ووتم، هر لیکوال او شاعر او یا هم کوم فرهنګي کس چې به مې ولید د چارواکو او د نورو خلکو د عکس العمل باره کې به مې ترې پوښتنې کولې، چا به ویل چارواکي د موسیقۍ پر مطالبو خپه دي  او چا به هم  د اغلې ذیفنون ( چې او س د پارلمان غړې ده) د عکس پر خپرولو ګرمولم، بس یو نوی پیل و ما هم ټولو خبرو ته سینه سپر کړه.
څه موده مو چې کاوون وچلوله بیا نو هغه انتقادونه او منفي عکس العملونه لږ شوي وو، له همغه وروسته ډېرو  ځوانانو نور نوښتونه وکړل او په نویو نویو نومونو یې مجلې چاپ کړې، ښاغلي محمدنادر مخور او باران صیب د الینګار مجله را وویستله، ځوان او هڅانده شاعر محمدکاظم پټان د سنګر جریده، محمدوقاد هجرت او بشیرسایل د کاوون غر جریده، انقلابي د زرکمر په نامه مجله، ذبیح الله بهار د لغمان په نامه د ځوانانو لپاره مجله  او دا دی اوس ښاغلی خواخوږ صیب او ‌لطیف ځلاند د پشه یې په نامه مجله را وویستله.
پر مجلواو نورو خپرونو سربېره په لغمان کې یوه دولتي راډیو هم پیدا  شوه چې ډېر ځوانان یې و روزل محمدقاسم رجاء، زین الدین حقیار، ذبیح الله سرمست، پتوال صیب  او نورو دوستانو چې اوس یې نومونه را څخه هېر دي په دې برخه کې ډېر کار وکړ. له دې پرته اوس په لغمان کې د بېلابېلو ورځو په مناسبت غونډې او مشاعرې هم جوړیږي چې وخت پر وخت خپل درانه مشران او ملي ورځې لمانځي، زما په نظر که دا بهیر همداسې روان وي نو په نږدې راتلونکي کې به د ډېرو خپرونو او نورو نوښتونو شاهدان یو او د لغمان فرهنګیان به یو ځل بیا د ټول هېواد خلکو ته ځان دیوه علمپاله او فرهنګپاله ولس په حیث وښیي.