janan janan
پر ۱۳۵۸ لیږدیز لمریز کال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی یم.
زده کړې مې په پاکستان کې پای ته رسولې او له اوو کالو راهیسې په فرهنګې کارونو بوخت یم ، د هیلې مجلې مرستیال ، د کاوون اوونیزې مسوول مدیر او همدا راز له ۲۰۰۳ م کال راهیسې په بیلابیلو نړیوالو ټولنو کې مطبوعاتي مسوول او ویاند په توګه کار کوم . له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې بېلابېلو ملي او نړیوالو ورځپانو ، مجلو او ویب پاڼو سره همکاري لرمه . په درېيو ژبو [پښتو، دري او انګلیسي] لیکنې کولای شي .
د نورو فرهنګي منډو ترړو ترڅنګ مې یو شمېر کتابونه هم لیکلي چې په لاندې ډول دي:
۱-د نښترو او ګورګرو څو سندرې [ دلغمان د شاعرانو تذکره] چاپ.
۲-هنر او هنري څرنګوالی (ناچاپ)
۳- کیسې او نقدونه [د بېلابېلو نړیوالو لیکوالو کیسې او پر کیسو یې نقدونه] ناچاپ
۴-دشعرونو یوه ټولګه [د شپې په غېږ] چاپ
۵- دشعرونو ټولګه [د ژوند پاڼې] چاپ
له خدایه ډېر خوشحاله یم چې د ژوند په ټولو چارو کې یې منځګړی رول راکړی، نه ډېر ښه لیکوال یم او نه ډېر بد، نه ډېر مخکښ شاعر یم او نه مبتذل، نه افراطي یم او نه تفریطي، نه ډېر مالداره یم او نه ډېر غریب. هر څه چې خدای (ج) راکړي پرې قانع او خوشحاله یم.
مقالې
شعر چاته لیکو؟
عزت الله شمسزی شعر چاته لیکو؟ کله چې مې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د شعرونو لومړنۍ ټولګه [ دشپې په غېږ کې] چاپ کړه، نو د هر شاعر په څېر زه هم دمخاطبینو یا مینه والو غبرګون ته په تمه وم، کله کله به مې یو نیم بیت په کومه مشاعره یا غونډه کې د ویندویانو له
معجزه او کرامت څه دي؟
ځو ورڅې دمخه په یو مجلس کې ناست وم، دوو صوفیانو په خپل منځ کې د معجزې او کرامت په اړه بحث پیل کړ، بحث په دې خبره پیل شو چې څینې وخت یو شمېر خلک خارق العاده کارونه کوي ولې ددوی کار ته معجزه او یا هم کرامت نه ویل کېږي، نو یوه تن صوفي ددې لپاره چې قناعت ورکړي خپلې خبرې داسې پیل کړې: الله تعالی په خپلو پیغمبرانو کې داسې خارق العاده نښې پیدا کړې وې چې نور خلک به یې په لیدلو حیران او عاجز شول، دغه ډول کارونو ته چې دپیغمبرانو نه ښکاره کېدل معجزه ویل کېږي څکه غیر ممکن کار به یې ممکن کړ او ټول
په پښتو لنډيو کې ښځينه محروميتونه
د پښتو ادب په لمن کې پښتو لنډۍ ځانگړى ځاى لري، ځکه چې په لنډه او ساده ژبه ټول هغه تعريفونه په ځان کې رانغاړي چې د منظوم کلام لپاره اړين دي، درد، عاطفه، پيغام، اهنگ او رواني د پښتو ژبې په هره لنډۍ کې ليدل کېږي، ځيني بهرني ليکوال چې پښتو لنډۍ يې لوستي زياترو په خپلو نظرونو کې پښتو لنډۍ ددغې ژبې منظوم شهکارونه بللي.اوسمهال هم د نورو ژبو ځينې ليکوال او شاعران په دې قانع دي چې د پښتو ژبې له هرې لنډۍ څخه ديوه بشپړ شعر الهام اخيستل کېږي. د بېلگې په توگه د د اردو ژبې مشهور شاعر احمد فراز چې د پښت
تنکيو ځوانانو سره څنګه مینه وکړو
پاملرنه او توجو د ټولنیز ژوند له لومړنیو ضرورتونو څخه شمېرل کېږي، هرڅوک غواړي نورو ته د پام وړ وي، په تېره تنکي زلمیان پاملرنې ته ډېره اړتیا لري، موږ او تاسې ټولو د ماشومتوب او زلمیتوب دورې تېرې کړي، کېدی شی د ډېرو په زړونو کې داسې خاطرې وي چې یو پلار، یو استاد، یو ګاونډی او یا هم د ټولنې بل کس ورته پاملرنه کړې وي او په ښو خبرو یې نازولی وي.د نورو پاملرنه او ستاینه زړه ته ارام بښي. په ټولنیز ژوند کې مشران او زلمیان که په هر عمر او هر دریځ کې وي ټول د
د لغمان فرهنګي بهیر، پنځه کاله وړاندې او نن
یاد یې په خیر ملا خیرالدین حقپال( د طالبانو د وخت د اطلاعاتو او کلتور ريس) چې به کله هم ولیدم نو پوښتنه به یې رانه کوله [شمسزی صیب ملګري خو به خپه نه وي]. دا زما او دده ترمنځ یو شفر و، علت یې داو چې دلغمان فرهنګیان مو هغه مهال په ډېرو خواریو د لغمان فرهنګي ټولنې تر چتر لاندې راټول کړي وو او دا اندېښنه را سره وه چې بیا یې را څخه څوک تیت او پرک نه کړي، دا د طالبانو د وخت خبره ده، هغه مهال په لغمان کې چا ادبي غونډو او مشاعرو ته زړه نه ښه کاوه، لامل یې دا و چې د الینګار فرهنګي یون ځین