پاملرنه او توجو د ټولنیز ژوند له لومړنیو ضرورتونو څخه شمېرل کېږي، هرڅوک غواړي نورو ته د پام وړ وي، په تېره تنکي زلمیان پاملرنې ته ډېره اړتیا لري، موږ او تاسې ټولو د ماشومتوب او زلمیتوب دورې تېرې کړي، کېدی شی د ډېرو په زړونو کې داسې خاطرې وي چې یو پلار، یو استاد، یو ګاونډی او یا هم د ټولنې بل کس ورته پاملرنه کړې وي او په ښو خبرو یې نازولی وي.
د نورو پاملرنه او ستاینه زړه ته ارام بښي. په ټولنیز ژوند کې مشران او زلمیان که په هر عمر او هر دریځ کې وي ټول د خپلو ښو کارونو په بدل کې پاملرنې او ستاینې ته ضرورت لري، که چېرې ددوی ښو کارونو ته پاملرنه وشي دوی خوشحالېږي او په راتلونکي کې نور ښه کارونه هم کوي، همداسې تنکیو ځوانانو ته هم پاملرنه په کار ده، خو دا هم باید په یاد ولرو چې تنکیو ځوانانو ته پاملرنه کول یو څه وخت هم غواړي، له همدې امله ځینو خلکو ته لږ څه ګرانه ده چې خپلو ماشومانو او یا هم تنکیو زلمیانو ته پاملرنه وکړي او هغوی وڅاري، زیاتره وخت پلرونه او میندې د خپلو سختو دندو له کبله له خپلو تنکیو زلمیانو ناخبره وي، دوی دا خبره دومره مهمه نه ګڼي او یا هم نه غواړي خپلو اولادونو ته پاملرنه وکړي چې په نتیجه کې یې تنکي زلمیان د نورو ټولنیزو ستونزو تر اغېز لاندې وده کوي او خپله لاره ترې ورکېږي.
پلرونه او میندې باید کله کله دغه قرباني ورکړي، که دوی هرڅومره بوخت هم وي لږ وخت باید خپلو تنکیو زلمیانو ته ورکړي او په دغه کار سره دوی روحاً ارامه او ډاډمن کړي.
کله چې تاسې په انفرادي ډول له خپل تنکي زلمي سره ګورﺉ او هغوی ته د نېکو کارونو روزنه او یا هم په یو نه یو ډول مینه ورکوﺉ تاسې پوهېږﺉ هغوی په دې کار څه احساس کوي؟ تنکي زلمیان په دې کار داسې احساسوي لکه ټوله نړۍ چې مو وربښلی وي، ځکه د هغوی په زړه کې دا ګرځي چې دخپلې مور او یا هم پلار په زړه کې ځانګړی ځای لري او په دې نړۍ کې دوی ته ډېر نږدې انسان دی.
که موږ غواړو چې خپل تنکیان پر دې ډاډمن کړو چې دوی موږ ته ډېر مهم دي نو باید پاملرنه او توجو ورته وکړو، ځکه پرته له دغه کاره بله داسې چاره نه شته چې هغوی ډاډمن شي. ځینې خلک خپل تنکیان په تحفو، دلوبو پر شیانو او نورو لارو خوشحالوي، زما په فکر دا کار اسانه دی او وخت هم لږ غواړي، خو نوي ځوانان به دا ښه ونه ګڼي، ډاډمن به یې نه کړي، څکه هغه احساسات چې ددوی په زړونو کې دي په دې کارونو سړېدلای نه شي تر هغې چې مور او پلار ورته ځانګړې پاملرنه ونه کړي.
زه په خپله هم کله کله وخت نه پیدا کوم او زموږ ځینې خپلوان خو خپلو تنکیو زلمیانو ته هېڅ پاملرنه نه کوي، یوه ورځ مې په دې اړه له یوه تن سره ډېر بحث وکړ، هغه راته وویل دا مناسبه نه ده چې زه به اوس د ژوند هر ضرورت او هر مسولیت ته اوږه ورکوم، زه دغو کارونو ته دومره وخت نه لرم، ځکه زه یو دکاندار سړی یم سهار له خپله کوره وځم او مازیګر ناوخته بېرته راځم، ما هرڅه خدای (ج)  ته سپارلي دي، یوازې خدای پاک دی چې د نیکۍ او بدۍ هدایت ورکوي.
څه فکر کوﺉ داسې خلکو ته باید څه ځواب ورکړل شي او څنګه وپوهول شي چې دغه مسولیت ډېر دروند دی، دې باید په دې خبر شي چې د ژوند کارونه هر یو ځانته بېل بېل ځای او ارزښت لري، ټول کارونه باید دیو پلان له مخې پرمخ یوړل شي هغه کارونه چې ډېر اړین دي هغه باید د پلان په سر کې ولیکل شي او ځانګړې پاملرنه ورته وشي. تنکیانو ته پاملرنه کول د مهمو او اړینو کارونو په کتار کې راځي او باید ځانګړی وخت ورکړل شي، بله خبره دا چې له پورتني شخص پرته ډېر نور خلک هم د خپلو اولادونو ښه او بد کارونه د خدای (ج) له لوري بولي، دا سمه ده چې خدای پاک د برخلیک ټاکونکی او جوړوونکی دی خو خدای پاک په خپل کتاب قران عظیم الشان کې وایي:
؛ ای مومنانو تاسې خپل ځان او خپل اولادونه د جهنم له اوره وساتی، هغه اور چې خشاک به یې انسانان او تېږي وي؛.
له دې ایت نه څرګندېږي چې هر باایمانه او بااحساسه انسان دنده لري چې د خپل ځان د ژغورنې او همدا راز د خپلو اولادونو د ژغورنې لپاره هڅه وکړي. حضرت عبدالله بن عمر (رض) هم له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې محمد (ص) وفرمایل:
[ ستاسې له ډلې څخه هر تن د خپلو لاس لاندې خلکو په اړه مسولیت لري، د خلکو سرلاری خپلو افرادو ته، د کورنۍ مشر خپلې کورنۍ ته، ښځه خپل خاوند ته او نوکر خپل بادار ته، لنډه دا چې ټول یو چاته مسول دي].
اوس باید پر دې باوري شو چې خپلو ماشومانو یا نویو ځوانانو ته  پاملرنه  ډېره اړینه ده، ځکه موږ د هغوې پر وړاندې مسولیت لرو، چې د هغوی عقیدوي، فکري او اخلاقي تشې ډکې کړو، د هغوی ټول کارونه له نږدې وګورو، فکر پرې وکړو او د سمون په لار کې یې هېڅ ډول مرستې ونه سپموو، که چېرې داسې ونه کړو او ټول کارونه تقدیر ته وسپارو نو موږ به خپل مسولیت ترسره کړی نه وي  او د خپلو تنکیو زلمیانو  پر وړاندې به ملامته یو. زما په نظر پاملرنه کول کومه داسې دنده نه ده چې موږ یې بابیزه وګڼو په زړه کې ووایو چې که وخت اجازه راکړه نو دغه کار به ترسره کړو، ښه به دا وي چې هره ورځ ماشومانو ته پاملرنه وکړو، ځکه په بحرانی ډول هر تنکی ځوان پاملرنې ته سخته اړتیا لري. هغه باید پر دې پوی شي چې دی ځانته څنګه ښکاري او د نړۍ خلکو  په تېره بیا مور او پلار دده په اړه څه اند لري، هغه باید له دې پلوه هم ډاډمن شي چې نړۍ ولې ورته اړتیا لري او دی په خپله د نړۍ کومو شیانو ته اړتیا پیدا کوي. که فکر وکړو پرته له پاملرنې هم یو تنکی زلمی او یا ماشوم وده کولای شي خو دا به مثبته نه بلکې منفي پرمختګ وي، داسې پرمختګ او وده دده پر راتلونکي ژوند ډېرې بدې اغیزې لري.
که پام مو کړی وي د توجو او پاملرنې په کولو سره نسبتاً تنکیان په اسانۍ سره کولای شي قانع او خوښ شي چې دوی هم د نورو هغو تنکیانو په کتار کې راځي کومو ته چې کورنۍ پاملرنه کوي، وخت ورکوي او اړتیاوې یې پوره کوي. که پاملرنه ورته ونه شي نو په تاسف سره دا ویلای شو چې د خپلو همزولو په لیدو ذهني ستونزې پیدا کوي او داسې کوچنۍ بې تفاوتۍ ورته په راتلونکي ژوند کې ډېرې درنې پرېوزي، ذهناً پریوتی لوییږي، ځان ورته بې ارزښته او بې مانا ښکاري او کله چې ورځ په ورځ وده کوي نو همدا دبې ارزښتۍ خیال او فکر ورته یو ډول حقارت پیدا کوي چې بیا تر ډېره عمره ورسره ملګری وي.

تنکیو ځوانانو ته څه ډول پاملرنه وکړو:
تحقیقاتو او پلټنو څرګنده کړې ده چې تنکیو ځوانانو ته د پاملرنې یوه ښه لاره داده چې کله ورسره یوازې کښېنو او د زړه غوټې یې وسپړو، کېدای شي  ځینو ته ددغسې یوې موقعې پیدا کول ستونزمنه وي او په رښتیا هم ستونزمنه ده چې خپل تنکی زلمی یوازې ومومو او له دغه یوازیتوب نه په استفادې سره هغه و روزو، خو باید په دې هم وپوهېږو چې د ښو او سالمو اولادونو روزل هم اسانه خبره نه ده. موږ چې دغه سخته پر ځان تېروو او د خپلو تنکیو ځوانانو د روزلو لپاره خپل وخت ضایع کوو یا په بله مانا هغوی څارو، نو په بدل کې یې خپله راتلونکې ډاډمنوو. زما په نظر په افغاني ټولنه کې به د ځوانانو  وزګار پیدا کول دومره سخته خبره نه وي ځکه هغه اسانتیاوې چې ځوانانو ته په کار دي او ددوی د ذهن د ودې سبب کېږي موږ یې  دخپلې ټولنې په زیاترو ځایونو کې نه لرو، خو ځینو سیمو کې بیا د اوسنۍ بوختې نړۍ  ډېرو بوختیاو خلکو ته یو څه ستونزې پیدا کړي  چې له امله یې هغوی نه شي کولای خپل اولادونه په سمه توګه و روزي.  خو بیا هم که چېرې څوک ښه ثمره لاسته راوړل غواړي او روښانه راتلونکی یې هیله وي نو باید لږ وخت د  تنکیو ځوانانو په روزنه  کې هم ضایع کړو. راځی په دې اړه یوه بېلګه درته وړاندې کړم.
زما یو ملګری په ننګرهار کې اوسېږي، اقتصادي وضعیت یې هم چندانې ښه نه دی څو ځایه ورته په کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې دندې پیدا شوې او ټاکل شوې وه چې ښه لوړ معاشونه هم ورکړي، خو ده به هغه نه منل او په ننګرهار کې به په لږه تنخوا سختو کارونو ته حاضرېده، یوه ورځ مې ترې په همدې اړه پوښتنه وکړه، چې ولې په نورو ښارونو کې کار نه کوي؟ هغه وویل [ما خپل ماشومان په ډېرې سختۍ لوی کړي دي اوس یې د نوي ځوانۍ مرحله ده او دا مرحله ډېره مهمه ده، زه نه غواړم په دغه وخت کې زما تنکیان زما له نظره لرې وي، زه باید دوی وڅارم او ما دا کار کړی دی، زه له وخت څخه په استفادې هره ورځ او یا هم هره شپه په انفرادي ډول له خپلو ټولوزلموټو او پیغلوټو اولادونو سره په کور کې کښېنم، په ځینو مسایلو ورسره بحث کوم ، د نظر ورکولو چانس ورکوم او ان په ځینو موضوعاتو کې ترې مشوره غواړم، همداسې ما د خپل کور چاپېریال دیو ښوونځي په څېر جوړ کړی که چېرې زه له خپله کوره لرې شوم نو فکر کوم دا چاپېریال به بدل شي].
تاسې پوهېږي چې زما دا ملګری اوس څه ډول اولادونه لري؟
زما ددې ملګري دوه زامن همدا اوس ډېر پاخه فکرونه لري، مشر یې په یوولسم ټولګي او کشر یې په لسم ټولګي کې دی، دواړو زامنو یې یو شمېر کتابونه لیکلي، دیوولسم ټولګي زده کوونکی ۱۶ کلن دی همدا اوس یې دوه ناولونه لیکلي چې د [زده کوونکي ځان وژنې) په نامه  یو ناول یې چاپ شوی هم دی.
موږ مخکې وویل چې په دې بوخته نړۍ او چاپېریال کې به تنکیو زلمیانو ته د وخت ورکول او هغوی سره یوازې کېناستل لږه سخته وي، ځکه چې هغوی نورې دلچسپۍ هم لري او ښایي هغه دلچسپۍ یې پلرونه او میندې خوښې نه کړي، خو بیا هم ټینګار کوم چې دا ناسته ډېره اړینه ده، ځکه په ټولنه کې ځینې شیان داسې وي چې د نویو ځوانانو  پر ژوند ډېر اغېز لري او دا هغه شیان دي چې یو تنکی زلمی د کور له چاپېریاله بهر ورسره مخ کېږي.
تاسې په خپله فکر وکړی، هېڅ یوې کورنۍ ته هم خوښي او خوشحالي په اتومات ډول په خپله نه راځي، تر هغې چې د کورنۍ غړي هڅه او هاند ونه کړي او ددې خوښۍ د یوې یوې شېبې لپاره خپل وخت ضایع نه کړي. همداسې د ماشومانو او زلمیانو سالمه روزنه هم ډېره ستره خوښي ده، موږ باید دغې خوښۍ ته په خپلو ورځنیو بوختیاو کې ځای پیدا کړو، غواړم یو بل مثال هم تاسې ته وړاندې کړم:
زه په خپله په ورځنیو کارونو کې ډېر بوخت یم، هڅه مې دا وي چې له خپلو ماشومانو سره سهار د چای څښلو پر وخت او یا هم د شپې وګورم. په دغه وخت کې زه خپلو ماشومانو ته نصیحت کوم، د ښو او نېکو کارونو بېلګې ورته وړاندې کوم او هڅه مې دا وي چې ددوی د نیمګړتیاو په بدل کې ورسره له تاوتریخوالي نه کار وانخلم.  لوستونکي هم باید په دې پوی شي چې له تنکیو زلمیانو سره له تاوتریخوالي نه کار اخیستل کرکه زېږوي او تنکی زلمی په دغه ډول کړنو له مور او پلاره واټن پیدا کوي، په زړه کې یې یوه کرکه پیدا کېږي او دا کرکه ددې سبب شي چې کورنۍ ستونزې پیدا شي. پلار او مور باید په ارامو اعصابو او نوښت سره خپل ځوانان اولادونه بېل بېل کښېنوي او په نرمۍ ورسره خبرې وکړي. د خپل اولاد باور لاسته راوړي، خپله زړه سواندي ورته ور وښیي او هغه پر دې ډاډمن کړي چې پلار یې ورسره د زړه له کومې مینه کوي.
دې ته مو پام وي چې تنکیو زلمیانو ته یو یا دوه ځلي نصیحت کافي نه دی، ځکه خدای پاک خپله په خپل کتاب قران کریم کې فرمایلي [ زیات نصیحت وکړی، ځکه چې نصیحت او یادونه د مومن لپاره ګټه لري].
همدا راز له خپلو زلموټو او پیغلوټو سره په یوازې ناسته کې تاسې کولای شی په اسانۍ د هغوی فکر او خیالونه ځانته معلوم کړی، کوښښ وکړی په دغه وخت کې په ډېرې نرمۍ سره هغوی ته فکري روزنه ورکړﺉ، په فکري روزنه کې اسلامي معلومات، تاریخي معلومات او نور ورښودلی شی.
پرته له یوازې ناستې څخه دشپې هم یو څه وخت تنکیو زلمیانو ته بېل کړﺉ، شپه ځکه مهمه ده چې ټوله کورنۍ پر ځای وي، د شپې مهال خپلو تنکیو زلمیانو ته له پنده ډکې کیسې او متلونه ووایی. د زلمیتوب دور ډېر ښه وي ستاسې تاریخي او له پنده ډکې کیسې، متلونه او شعرونه هغوی ته له خوند پرته نوره ګټه هم لري. د خپلو اصنافو، تاریخي اتلانو او محلي اتلانو واقعي داستانونه ورته ووایی. کوښښ وکړی له تخیلي او ویروونکو کیسو څخه ډډه وکړی، ځکه دغه ډول کیسې ستاسې زلمیان په خوب کې ځورولی شي. پرته له ځورولو ددوی د فکر په ښندلو کې هم اغېزمن رول لري.
هڅه وکړﺉ خپل اولادونه  په یوازیتوب کې وپوهوی چې پر یو او بل چیغې ونه وهي، ځکه دغه عادتونه په ټولنه کې د ښو خلکو نه خوښېږي، همدا راز پر دسترخوان او یا هم بل ځای چې ډله کیناستی خپل تنکي زلمیان له بیکاره خلکو سره له ګرځېدو، عصبانیت، دروغ ویلو، غلا، حسد، حرص، رشخندۍ او نورو بیځایه کارونو څخه منع کړی. که چېرې دغسې یو عمل ترې څرګند هم شي نو د زشت ویلو او غوسه کېدلو څخه ډډه وکړی، ځکه زشت ویل او غوسه کېدلد ګټې پر ځای تاوان لري او دیوه تنکي زلمي پر راتلونکي بده اغېزه کوي.
 دیني علما او محققین  هم په همدې نظر دي چې د ماشوم د نافرمانۍ او یا کومې بلې نیمګړتیا پر وخت باید بده جزا ورنه کړل شي، علما وایي که چېرې د چا نوي ځوان شوي اولادونه  نافرماني کوي او یا هم د شریعت خلاف کوم عمل ترسره کړي، نو مناسبه نه ده چې دده د کړنې مقابل کې کرکه ښکاره شي او یا هم مور او پلار ورته بده دعا وکړي، دوی باید ورته نصیحت وکړي او د هدایت او سمون لپاره یې خدای پاک ته لاسونه پورته کړي. حضرت محمد (ص) فرمایي: [خدای پاک مهربانه او رحیم دی، مهرباني او اسانه نیول خوښوي، د نرمۍ او مهربانۍ په څرګندولو چې کوم بدل ورکوي هغه د تاوتریخوالي د ښودلو پر وخت نه ورکوي].
یو بهرنی لیکوال چې په خپله د ماشومانو د ارواپوهنې ډاکټر دی دخپل یوه زلمي زوی کیسه کوي هغه وایي زما یو زوی زما د لږې پاملرنې له امله له یو شمېر نورو شیانو سره مینه پیدا کړه، هغه ددې پرځای چې د خپل ټولګي درسونه ووایي زما د کار د ځای ترڅنګ د موسیقۍ په یوه کورس کې ځان داخل کړ، که څه هم زه له دې سره مخالف نه یم چې تنکیان له هغو کارونو څخه منع شي چې مینه ورسره لري او له اروایي پلوه هم باید تنکي زلمیان خپلې خوښې ته پرېښودل شي او په دې ډول ښه وده کولی شي، خو دلته ستونزه دا وه چې دې مینې زما له زوی نه د ښوونځي درسونه ورو ورو پرېښودل، زه ژر ددغې ستونزې د حل په فکر کې شوم.
پرته له دې چې دخپل کار د وخت مهالوېش ورته  خراب کړم یو بل خالي وخت مې ورته پیدا کړ، هغه پس له وخته د موسیقۍ زده کړه کوله او ما به تر غرمې وروسته هره دوشنبه هغه له ځانه سره په موټر کې پورته کړ. په رستورانت کې به مو یو نیم خوراکي شیان وخوړل، ما به په دغه وخت کې بې له کوم فشاره د خپل زوی  پر ذهن کار کاوه، لنډه دا چې په څو اوونیو کې پرته له کوم فشاره او یا دا چې زموږ ترمنځ د خپلوۍ اړیکې خرابې شي او یا هم دغه کار زما ډېر وخت ضایع  کړي زما زوی خپله لاره بدله کړه او بېرته یې خپل فکر درسونو ته واړوه. که څه هم اوس ورسره زه کومه ستونزه نه لرم، خو بیا هم زما تر څارنې لاندې دی، ځکه هر څوک باید خپل تنکیان تر نظر لاندې وساتي.
پورتنۍ هغه لارې او تجربې دي چې خلکو په خپل ژوند کې عملي کړي او ښه نتیجه یې ورکړې ده. یو انګریز لیکوال Rosscompbell    چې د نویو ځوانانو  او ماشومانو د ارواپوهنې متخصص دی په خپله هم یو وخت له یوې کوچنۍ ستونزې سره مخ شوی، هغه وایي زما اولادونه د شپې مهال کورنۍ دندې لري او دا هغه  مهمې دندې دي چې د زده کړیالۍ پر مهال د استادانو له خوا شاګردانو ته ورکول کېږي.
۱۳ کلن زوی مې د شپې تر ناوخته د کتابونو پر لوستلو او نوټ لیکلو بوخت و، کله چې یوولس بجې شوې زه ورغلم او خپل زوی ته مې په ډېرې نرمۍ وویل: زویه ته خوب ته هم ضرورت لرې بس دی ستړی شوی به یې.
هغه وویل پلاره یو پنځه دقیقې نورې هم ویښ پاتې یم دا څو کرښې خلاصې شي بیا پریوځم، کله چې زه خپلې کوټې ته راغلم مېرمنه مې هم ناسته وه، په دې وخت کې مې زوی راښکاره شو، کوم کتاب یې په لاس کې و. خپلې مور ته یې وویل: [ مورې دا کتاب راته سږ کال بدل کړه زه نور دا نه شم لوستلای]. مور یې وویل نه زویه دا ښه کتاب دی همدا ولوله، هغه تر لږ ځنډ وروسته بیا وویل زه دا نه لولم خو مور یې ټینګارکاوه چې دا ډېر ښه ګټور کتاب دی.
په دې وخت کې زما ۱۳ کلن زوی پر مور یوه چیغه وکړه او په زوره یې وویل، ښه وبه یې لولم چې ته دومره شله یې. له دې چیغې سره له کوټې ووت او د خوب خونې ته ولاړ، ما په دغه وخت کې خپل زوی ته هېڅ هم ونه ویل، ځکه زه پوهېدم چې ذهن یې ستړی شوی او زه باید بل وخت دده پر ذهن کار وکړم. پر سبا ورځ مې خواته راغی، لومړی مې ورسره په مینه نورې خبرې وکړې، بیا مې ترې د بیګانۍ غوسې پوښتنه وکړه، هغه غلی شو، ما ورته وویل چې ښه هلکان هېڅکله پر خپلې مور غوسه نه کوي او همداسې نورې خبرې.
زوی مې ډېر ژر خپله نیمګړتیا حس کړه پرته زما له زور او فشار ه  لاړو او له خپلې مور نه یې بښنه وغوښته.
اوس به نو ګرانو لوستونکو ته څرګنده شوې وي چې څنګه او څه ډول خپلو اولادونو ته پاملرنه وکړي. د پاملرنې او توجو یوه ګټه دا هم ده چې په اسانۍ خپله مینه او تجربې ورلېږدولی شي. دغسې ناستې که له پلاره پرته نور اهل او صالح خلک هم له تنکیانو سره وکړي ګټه لري، هره کورنۍ باید خپل تنکیان له ښو او نیکو خلکو سره ناستې  او ولاړې ته وهڅوي ځکه چې د ښې ودې او پرمختګ یوازینۍ لاره له ښو او نېکو خلکو سره ناسته ده.
علامه اقبال لاهوري په خپل یو شعر کې له ښو خلکو سره ناسته د سلو کتابونو له لوستلو څخه هم ګټوره بولي، هغه وایي: [ له ښو خلکو سره ناسته ځکه ګټه لري چې د هغوی ځینې خبرې کیمیا وي]. همدا راز د معاصرې نړۍ عالم ډاکټر سروش د مولانا جلال الدین رومي نظر تاییدوي او دی هم په همدې عقیده دی چې د اخلاقي روزنې په برخه کې ناسته ولاړه  ډېر رول لري. دی وایي :[ خپل تنکيان تل له هغو خلکو سره ناستې ته وهڅوﺉ چې په خپل نفس غالب وي] دی زیاتوي:[ نیکي او بدي، کرکه او نفرت دا ټول له یوې پټې لارې له یوې سینې نه بلې سینې ته لېږدي، دوه دوستان کېدی شي په دغه لېږد رالېږد پوی نه شي، خو پاک انسان داسې وي لکه یو مقناطیس خپله پاکي نورو سره شریکولی شي، همدا راز ناپاک خلک هم خپله ناپاکي نورو ته لېږدولای شي. داسې فکر مه کوﺉ چې ناپاکي یوازې په خبرو له یوه نه بل ته لېږدي، همدغه یو ځای اوسېدل، یوځای لوبې کول ورو ورو پر یو بل اغېز کوي او په پای کې یو انسان بشپړ بدلون مومي، که چېرې ښه انسان له بد انسان سره ناسته ولاړه ولري، نو ارو مرو د هغه عادتونه خپلوي او که چېرې یو فاسد انسان له پاکو انسانانو ناسته ولاړه خپله کړي نو ارو مرو خپل خراب عادتونه له لاسه ورکوي.].
اوس نو باید ګران لوستونکي هم پورتني توکي پر ځان عملي کړي، خپلو تنکیانو ته پاملرنه وکړي، هغوی ته خپل قیمتي وخت ورکړي، هغوی له ښو او نېکو خلکو سره ناستې ته وهڅوي او همدا راز هغوی تر خپل نظر لاندې ونیسي  چې راتلونکی یې روښانه او ځلانده شي، که چېرې له لږې بې پروایۍ هم کار واخلي نو په راتلونکي کې ورته لویې ستونزې پیدا کېدلای شي.
یوه خبره چې پورته هم څو څو ځلي ذکر شوه هغه د تاوتریخوالي نه کولو موضوع وه، تاسې په پورتنیو مثالونو کې ولوستل چې پلرونو څنګه په اسانۍ او پرته له دې چې له تاوتریخوالي کار واخلي د خپلو اولادونو تګلوری بدل کړ او هغوی یې سمې لارې ته برابر کړل، که پرعکس دوی له تاوتریخوالي څخه کار اخیستی وای، څه فکر کوﺉ نتیجه به یې همداسې په زړه پورې وای او که کومه بده پېښه به رامنځته شوې وای. زما په نظر د تاوتریخوالي نتیجه تر ډېره ښه نه وي ځکه څېړنو دا ښودلې ده چې زیاتره هغه  ځوانان چې اوس له ډول ډول رواني ستونزو سره مخ دي او یاهم په نېشو تماشو بوخت دي، له دوی سره په ماشومتوب  او یا هم په زلمیتوب کې له تاوتریخوالي نه کار اخیستل شوی او په پایله کې دا تاوتریخوالی ددې لامل ګرځېدلی چې دوی له ژونده ستړي شي. راځی په دې ځای کې تاسې ته په خپلو سترګو لیدلې یوه کیسه د بېلګې په توګه راوړم:
زموږ  دیوه ګاونډي یو زوی ۱۵ کلن و، د خپلو ټوکرانو له دوکان څخه یې یو جوړه جامې او په نورو پیسو یې یو جوړه بوټان ځان ته اخیستي وو، کله چې یې واغوستل پلار یې خبر شو، د شپې مهال یې خپل زوی پر دغه کار ښه وواهه، زوی یې له کوټې ووت اول یې خپلې جامې څېرې کړې او وروسته  یې نوي بوټان هم په چاقو څېرې څېرې کړل، تردې کار وروسته د خوب کوټې ته په قهر ننوت.
پلار یې په بله کوټه کې له خپلې مېرمنې سره ناست و، زوی یې د خوب په کوټه کې یوه رسۍ پیدا کړې او بیا یې د رسۍ یوه څوکه د کوټې د چت په یوه تیر پورې تړلې وه، د رسۍ بله څوکه یې لومه کړې او څو بالښتونه یې تر پښو لاندې ایښي چې ستونی یې په اسانۍ په خپل لاس جوړ شوي دار ته ورسېږي، لنډه دا چې ځان یې زیندۍ کړی. یو څو دقیقې به نه وې تېرې چې مور یې په څه شي پسې دې کوټې ته راغلې، ګوري چې زوی یې ځان په دار کړی او کوښښ کوي بالښتونه له پښو لر ې کړي. په دې وخت کې یې چیغه کړې او د کورنۍ نور غړي ور رسېدلي.
اوس نو خپله فکر وکړﺉ که چېرې ددغه هلک پلار خپل زوی بېل کړی وای، وخت یې ورکړی وای او په اسانۍ یې ورته نصیحت کړی وای، نو نتیجه  به یې تر وهلو ښه نه وای؟ دا په دې چې هلک خو اوس جامې جوړې کړې وې، بوټان یې اخیستي وو، دا شیان بېرته خپلو ځایونو ته نه تلل. که چېرې ددې تنکي زلمي پلار خپل زوی په خبرو پوی کړی وای نو ارو مرو به یې په راتلونکي کې داسې نه کول. د پلار د تاوتریخوالي له امله هلک دې ته اړ شو چې کالي او بوټان هم څېرې کړي او نږدې وه چې ځان وژنه یې هم کړې وای.