ځو ورڅې دمخه په یو مجلس کې ناست وم، دوو صوفیانو په خپل منځ کې د معجزې او کرامت په اړه بحث پیل کړ، بحث په دې خبره پیل شو چې څینې وخت یو شمېر خلک خارق العاده کارونه کوي ولې ددوی کار ته معجزه او یا هم کرامت نه ویل کېږي، نو یوه تن صوفي ددې لپاره چې قناعت ورکړي خپلې خبرې داسې پیل کړې:

الله تعالی په خپلو پیغمبرانو کې داسې خارق العاده نښې پیدا کړې وې چې نور خلک به یې په لیدلو حیران او عاجز شول، دغه ډول کارونو ته چې دپیغمبرانو نه ښکاره کېدل معجزه ویل کېږي څکه غیر ممکن کار به یې ممکن کړ او ټول خلک به ورته ګوته په غاښ پاتې شول، د بېلګې په توګه له رسیو نه ماران جوړول، د مړو ژوندي کول، له کاڼي نه د چینچو راویستل چې پاڼه یې هم په خوله کې وي، په لږو اوبو د خپل ټول لښکر تنده ماتول، له ګوتو اوبه پیدا کول،  په اشارې سره د سپوږمۍ دوه ټوټې کول، ددوی په غوښتنه ددوی په لوري د ونو حرکت او ورسره خبرې کول......... او نور داسې معجزې وې چې پیغمبرانو غوښتل د خپل نبوت ثبوت وښیي او ګمراهان لارې ته راولي. د دغه ډول معجزو ښکاره کول په اصل کې د الله پاک کار دی، خو د خپلو پیغمبرانو له لارې یې څکه اظهارول چې ددوی د دعوو رښتینولي خلکو ته ښکاره کړي او هغه ځوک چې منکر دي هغوی مختوري کړي.

خدای پاک خپلو پیغمبرانو ته دهغو معجزو د ښکاره کولو قوت ورکړی و د کومو چې اړتیا احساس کېده یا د هغوی په قوم کې ددغو کارونو دود و، مثلا د عیسی علیه السلام په وخت کې د جادوګرو ډېر قوت و، نو الله ج موسی علیه السلام ته دده د عصا او لاس په وسیله د داسې معجزو ښودلو قوت ورکړ چې دده د قوم جادوګران ورته حیران پاتې شول او په هر میدان او هره مناظره کې به شاته پاتې شول. دعیسی علیه السلام په وخت کې یو دود و چې حکیمانو او ډاکټرانو ډېر شهرت درلود او خلک هغوی ته ډېر مایل وو، نو الله پاک عیسی علیه السلام ته دا وړتیا ورکړه چې مړي ژوندي کړي او مورزادي ړانده بینا کړي.

زموږ د پیغمبر حضرت محمدص په وخت کې هم د جادوګرو او کفارو راج چلیده، خدای پاک محمد ص ته داسې وړتیاوې ورکړې چې د مکې معظمې عرب ځه چې په هغه وخت کې د نورو هېوادونو کفارو هم خپله لاره ورکه کړه، د پیغمبر ص په معجزو کې لویه معجزه قران مجید دی، ځکه هغه مهال عربو په فصاحت کې دومره لوی نوم درلود چې د نورو قومونو او هېوادونو خلکو ته به یې ګونګیان ویلې یانې هېڅوک د فصاحت او بلاغت په ډګر کې د دوی د مقابلې نه وو، نو الله پاک پیغمبر ص ته د قران کریم په وحی کولو سره کفارو ته د پیغمبر ص له لارې داسې معجزه وښودله چې له هغه مهاله تر اوسه یې چا تردید پیدا نه کړای شو او ټول یې په مخ کې عاجز شول، نو ځکه باید موږ ټول د ټولو نبیانو په معجزو ایمان او باور ولرو او حقانیت ته یې غاړه کېږدو.

خدای ج د خپلو پیغمبرانو پرته خپلو نیکانو بنده ګانو ته هم یو شمېر د معمول خلاف وړتیاوې ور په برخه کوي چې کرامت یې بولي او دا کرامت په اصل کې ددوی د عزت لپاره دی چې باید د کرامت پر حقانیت او رښتینولۍ هم پوخ باور ولرو. یوه خبره چې باید ډېر ورته ځیر و اوسو هغه دادی چې د اولیاو د کرامت په حقانیت د باور او د هغوی د عزت ترڅنګ هغوی باید مشکل کشا ونه بلل شي، د بېلګې په توګه کله هم چې کوم زیارت ته ولاړ شې ځینې خلک د زیارت پښو ته پراته وي او خپل حاجتونه ترې غواړي او یا هم چې کومه ستونزه پرې راشي نو دیوه او بل زیارت، ښه کس او یا کوم پیر نوم واخلي او چیغې وهي چې راورسېږې، دغه ډول حاجتونه باید له الله پاک ج څخه وغوښتل شي، سمه ده چې الله پاک خپله وایي چې زما په اولیاو به نه کومه وېره وي او نه ترهه او دا په دنیا کې هم ثابته شوې چې اولیاء الله د قوت خاوندان دي خو که سړی ددوی په واسطه له خدایه خپل حاجت وغواړي ښه به وي ځکه د حاجتونو پوره کوونکی یوازې الله دی.

راځو دې ته چې کرامت څه شی دی؟ ځکه ځینې مهال یو شمېر جادوګران هم حیرانوونکي کارونه کوي او عام خلک حیرانوي. د معجزې ښودلو قوت پیغمبرانو ته له نبوت وروسته ورکول کېده او کرامت خدای ج خپلو نیکو بنده ګانو ته د زهد او تقوا په مقابل کې ورکوي هر هغه ولی، مومن، موحد او متبع سنت ته د زهد او تقوا له امله کوم خارق العاده قوت ورکول کېږي دا کرامت دی، که زهد او تقوا د اتباع السنت له مخې نه وي نو بیا ددغه کس خارق العاده کار هم کرامت نه دی بلکې دغه به بیا استدراج  او جادو وي، دغه قوت بیا الله پاک بدکارو انسانانو او کافرانو  ته هم ورکوي ځکه د مخه مو وویل چې خدای پاک د هر چا حاجت پوره کوي حتی د کافرانو او بد کارو انسانانو هم. خدای پاک په دغه کار سره دوی ته موقع ورکوي چې په ښو او بدو لارو کې یې بنده کومه لاره ټاکي، خو ځینې وخت ددغسې قوت په ترلاسه کولو او د خدای پاک له رحمتونو نه په استفادې ځینې بنده ګان مغروره او سرکشه کېږي، که څه هم دغه ډول خلک د خارق العاده کارونو د اظهارولو قوت پر ځان د الله پاک مهرباني ښيي حال دا چې دا په دوی د الله پاک عذاب او امتحان وي، کله دجال ته چې د مړو د ژوندي کولو وړتیا ورکوي همدغه ډول له ملحد او بې دینه خلکو نه ځینې داسې کارونه ظاهر کړي چې د ابلیس زرګونه کارنامې یې ښه بېلګه کېدلای شي.

که دغسې څوک غواړي چې خارق العاده کار وښيي او بیا دنبوت دعوه وکړي نو په حقیقت کې ده خارق العاده کار نه دی کړی بلکې دده په خلاف دغه خارق العاده کار ظاهر شوی دی د بېلګې په توکه مسیلمه کذاب ته چا وویلې چې محمدص فلاني سړی ته دعا وکړه او ړندې سترګې یې روغې شوې که ته پیغمبر یې نو زما سترګه روغه کړه، کله چې مسیلمه دعا وکړه د هغه کس روغه سترګه هم ړنده شوه نو الله پاک کله کله په دغه ډول ددوی اهانت هم کوي.

نو په پای کې باید ووایو چې کله د ځینو پټو اسبابو په وسیله له چانه د دود پر خلاف کوم کار څرګندېږي نو دا معجزه یا کرامت نه بلکې سحر او یا جادو دی، باید یادونه وکړو چې په سحر او استدراج کې هم توپیر دی هغه دا چې استدراج له کوم ظاهری سبب نه پرته کېږي یوازې د خدای ج په قدرت سره کافرانو ته دا وړتیا حاصله وي او سحر بیا د ځینو پټو اسبابو په وسیله کېږي.