د شپې يوولس بجې په وې چې د لاهور اډې ته ورسېدو، د پېښور هوا ډېره سړه وه خو تر کابله ښه وه، په اډه کې د ګاډو دلالان لکه د غومبسو راپورې نښتي وو، چا به يوې خوا ته کش کولو او چا بلې خوا ته، کله چې به مو يو نيم پوډري تر سترګو شو نو په ملګرو به مو غږ کړ ، هلکه جيب ته خيال کوه، فلانيه بيکونو ته دې پام وي ګوره، فکر دې وي چې څه رانه پټ نه کړي، په همدې کش مکش کې ګاډي ته وختلو.
زما ملګري دې هم خداى لري دګپ شپ ګوډي دي په يوه تفريحي سفر کې مې دومره وخندوي چې د ټول کال د کار ستړيا مې ختمه شي او تر ډېره وخته راسره د خاطرې په توګه پاتې شي.
ګاډي ته له ختلو سره سم مو سيټونه خپل کړل، محمدرفيع صياد ته مې وويل والله هوا سړه ده فکر نه کوم که ګاډي کې خوب وشي هغه له دې خبرې سره سم له يوه واړه بيک نه د خپل کوټ مالوچي غاړه وويسته چې کله يې غوږونه په کې پټ کړل نو ما او محب الله اسرار ته يې مخ را واړوه او په ډېر صادقانه انداز يې وويل:
والله اوس به ډېر ګرم شمه
اسرار ورته بې له ځنډه وويل: هو که نه بخارۍ دې ولګوله خود به ګرم شې، له دې سره ټولو ملګرو بړچ وهل او ښه مو وخندل، په ګاډي کې دوه تنه اوزبکان زموږ مخې ته ناست وو چې بل ملګرى يې تر موږ شاته سيټ کې ناست و. دې ځوانانو له همدې لرې نه په خپله ژبه محاوره شروع کړه، داسې په زوره غږېدل چې تا به ويل دا پنځوس، شپېته تنه سورلۍ ټولې د دوي شاګردان دي، هېڅ ډول نزاکت يې نه مراعاتوه تر دې چې زموږ د يو ملګري زړه يې تنګ کړ او هغه بل يې هم ورته را نږدې کړ.
پر لاره به مو کله کله صياد صيب باندې غږ کړ، وا هلکه دا بخارۍ خو لږ زموږ خواته هم را وليږه هوا سړه ده خوب نه راځي، په دې خبره به بيا ټولو وخندلې، لنډه دا چې ټوله لاره مو په همدې ټوکو ټکالو لنډه کړه. شپه له دريم پاره اوښتې وه چې لاهور ته ورسېدو، ما داسې انګېرله چې اوس به په کې انسانان څه چې حيوانات هم په خواږه خوب ويده وي خو داسې نه وه، په لاهور کې شپه او ورځ لږ توپير لري هرې خواته خلک ګرځېدل او هرې خواته دوه درې کسه ليدل کېدل چې خپلو کې به يې خبرې کولې او يا به يې د خپل منزل خواته لاره وهله.
د موټرو په تمځاى کې دوه د پاخه عمر خاوندان ديوې رېړې خواته ديخ له امله غونچ ناست وو، په خپلو کې يې ښه تود بنډار شروع کړى و، د سګرټو لوګي يې اسمان ته ختل زه چې له موټره ښکته شوى وم او سګرتو ته مې زړه شوى و نو د اورلګيت د اخيستو لپاره ددوى خوا ته ورغلم، چې کله ورنږدې شوم نو همدا خبره مې ترې واورېده چې ويل يې:
لاهور تو لاهور هى جي
مانا دا چې لاهور خو نو لاهور دى صاحبه!
رښتيا هم چې لاهور لاهور دى تقريباً لس مليونه نفوس لري خو د چا له چا سره کار نه شته، ليوني په کې خپل کار کوي او په سد خپل. سياستوال يې خپل سياست کوي او تجار يې خپل تجارت، دچا خبره دمذهب خو په کې دا حال دى چې کليسا او جومات په کې خور او ورور دي هر سړى چې هر چېرې غواړي تللى شي د چا له خوا په کې په چا پابندي نه شته. دخلکو يې يوازې او يوازې دې ته پام دى چې څنګه خپل ژوند جوړ کړي او څنګه خپل هېواد ارامه وساتي.
دشپې په تياره کې د سړک پر غاړه ودرېدو يوې او بلې خوا ته مو کتلې چې څه وسيله پيدا کړو او ځانونه تر سټيشنه ورسوو. موخه مو دا وه چې لږ څه ارام به وکړو په سبا به بيا د لاهور له تاريخي او ملي سيل ځايونو، خوراکونو او هوټلونو نه خوند واخلو.
لږه شېبه به نه وو درېدلي چې له يوې خوا مو د رکشې غرهارى تر غوږو شو، دکرايې خبره مو لا ورسره لنډه کړې نه وه چې سعدملوک شېرزاد له بېکونو سره د رکشې شاتني سيټ ته وختو، له ختلو سره سم يې وزن د رکشې په خوارکي ډريور زيات شو، رکشه سمه د ميزان تله شوه، وچ ډنګر ډريور يې لکه سپک ډنډر له موټر سايکل سره هوا ته جګ کړ او خپله بيغمه ناست و، په دې کار مو ډېر زيات وخندلو موږ ويل اوس به د رکشې ډرايور عکس العمل وښيي او د اقغانستان د ډريورانو په څېر به برګ شي خو هېڅ خبره نه وه همدومره يې وويل چې يو څو تنه مخکې اول کښينئ چې توله برابره شي. په سختۍ سره مو ځانونه په کې ځاى کړل تر دې چې اسرار او ډرايور مو نښتي سره کېنول او مخامخ د سټيشن خوا ته وخوځېدو. سټيشن ته له رسېدو سره سم کسان رانه چاپير شول بس هر چا به دخپل هوټل صفتونه کول، دوه درې هوټلونه مو وکتل خو واره مو پرې رانغله په پاى کې د جميل هوټل ته ورغلو چې تر نورو يې سهولتونه يو څه ښه وو، که څه هم سهار ته لږ وخت پاتې و خو موږ يوه او بل ته شپه په خير وويل او په کټونو کې پرېوتو.
نور بیا........