د کاڼې کرښې:
- د چاچې باطن خالي وي هڅه کوي ظاهراً ځان پوی او هوښیار وښیي.
- څوک چې ښایسته فکر لري دتن ښایست نندارې ته نه وړاندې کوي.
- که بې حجابي د پرمختګ او تمدن نښه وي نو بیا خو حیوانات تر ټولو متمدنه مخلوقات دي.
- د فکر او تفکر په باب د هر چا دنیا دهغه دفکر د پراخوالی په اندازه وي. (نیچه).
- فکر کول د ژوند له سختو کارونو څخه یو دی ځکه خو په نړۍ کې لږ خلک فکر کوي(فورد).
- هغه څه چې لرو په اړه یې لږ فکر کوو هغه څه چې نه لرو په اړه یې ډېر فکر کوو (شوپنهاور).
- فکر کول ډېر اسانه دی او عمل کول ډېر سخت، په ژوند کې تر ټولو سخت کار له هغه نه بل نه شته چې انسان خپل افکار عملي کړي (ګوته).
ساده وینا:
د طوطي په څېر دنورو خبرې مه تکراروه او د بلبل په څېر هم مه اوسه چې خپلې خبرې بیڅایه مصرفوي.
مرګ ته خپله پښې غزوې:
- که له ژونده خوند وانخلې، سفر ونه کړې، د ژوند په راز پوی نه شې او په دنیا کې د خپل موجودیت په قدر پوی نه شې نو مرګ ته خپله پښې غزوې.
- کله چې دې په ځان باور ختم شی، کله چې پرېنږدې نور درسره مرسته وکړي اویا هم همیشه پر یوه لاره لاړې نو مرګ ته.............
- کله چې له خپلې مینې، روزګار، کار او لارې سره خوښ نه یې او هغه دې بدل هم نه کړ نو معلومه ده چې مرګ ته ..........
نو راځه نن ژوند پیل کړه!
نن کار وکړه!
نن فکر وکړه!
مه پرېږده چې دومره په اسانۍ مړ شې چې له ژونده هېڅ خوند وانخلې او شتوالی دې په دې دنیا کې هېچا ته هم ګټه ونه رسوي.