سلام نثاره یاره چېرته یې درک دې نه شته
پوره اونۍ وشوه چې ماته ټیلفون نه کوې
د محبت هغه لمبه خو به مړه شوې نه وي
اوس خو به هغسې خویونه د مجنون نه کوې.

رښتیا موسم خو جنتي شو کابل ډېر ښه شوی
د شپې بنډار ته اوس عابد جانان راځي او که نه
دمینې ډله خو خدای مه کړه ړنګه شوې نه ده
انګار، زهیر او هغه نور یاران راڅي او که نه.

هو؛ بله دا چې (( نمکین)) ماښامني څنګه شوه
وایه د سرو زرو مرغۍ خو به الوتې نه وي
دومره خبر شوم چې یې ځاله ګډه وډه کړله
هغه توتي د آزادۍ خو به الوتی نه وي.

ګوره دا اوس له انجنیر سره خبرې وکړه
چې دا جمعه د بنډارونو یاران څوک نازوي
دا سخته تنده او خمار ماتول غواړي زیاتي
سالک، کوچی او صداقت، عزیزجان څوک نازوي.

بله خبره مې رایاده شوه، لږ غوږ ونیسه
دا یو څو ورځې له برېښنا نه لږ څه لرې یمه
چې په جانان بلاګ کې به نوې تبصرې د چا وي
زه د بلاګونو له دنیا نه لږ څه لرې یمه.

ګوره اشنا کریډټ کم لرم خبرې ډېرې
که یې منې اوس به کوڅو کې لږ څه وګرځمه
لمر په لویدو دی تیاره کېږي له ماښامه مخکې
غواړم په خپلو خاطرو کې لږ څه وګرځمه.

سبا له تورو غرونو اوړم ستا کوټې ته درڅم
عابد هم وغواړه تر نیمې شپې به غورې وکړو
دا ستا د زړه په دامانونو کې به ښه وګرځو
له خوبه مخکې به جانان سره خبرې وکړو.