janan janan
پر ۱۳۵۸ لیږدیز لمریز کال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی یم.
زده کړې مې په پاکستان کې پای ته رسولې او له اوو کالو راهیسې په فرهنګې کارونو بوخت یم ، د هیلې مجلې مرستیال ، د کاوون اوونیزې مسوول مدیر او همدا راز له ۲۰۰۳ م کال راهیسې په بیلابیلو نړیوالو ټولنو کې مطبوعاتي مسوول او ویاند په توګه کار کوم . له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې بېلابېلو ملي او نړیوالو ورځپانو ، مجلو او ویب پاڼو سره همکاري لرمه . په درېيو ژبو [پښتو، دري او انګلیسي] لیکنې کولای شي .
د نورو فرهنګي منډو ترړو ترڅنګ مې یو شمېر کتابونه هم لیکلي چې په لاندې ډول دي:
۱-د نښترو او ګورګرو څو سندرې [ دلغمان د شاعرانو تذکره] چاپ.
۲-هنر او هنري څرنګوالی (ناچاپ)
۳- کیسې او نقدونه [د بېلابېلو نړیوالو لیکوالو کیسې او پر کیسو یې نقدونه] ناچاپ
۴-دشعرونو یوه ټولګه [د شپې په غېږ] چاپ
۵- دشعرونو ټولګه [د ژوند پاڼې] چاپ
له خدایه ډېر خوشحاله یم چې د ژوند په ټولو چارو کې یې منځګړی رول راکړی، نه ډېر ښه لیکوال یم او نه ډېر بد، نه ډېر مخکښ شاعر یم او نه مبتذل، نه افراطي یم او نه تفریطي، نه ډېر مالداره یم او نه ډېر غریب. هر څه چې خدای (ج) راکړي پرې قانع او خوشحاله یم.
لنډې کيسې
کندهار ته زما سفرونه/ شمسزی
کندهار ته زما سفرونه (لومړی سفر) د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته څلور ځلي کندهار ته تللی یم، لومړی سفر مې په ۲۰۰۳ کال دیوه طالب ملګري د لیدو په بهانه وکړ، دا نو هغه مهال و چې د طالبانو د امارت له ړنګېدو څه دپاسه یو کال تېر شوی و، درې شپې مې د غزني په قره باغ کې له طالب ملګري سره وکړې، هغه مهال قره باغ د اوس په څېر تر هوايي او ځمکنیو عملیاتو لاندې نه و، طالبان په خپلو کورونو کې پراته وو او ټوپکیان ورته د باندې تاوېدل راتاوېدل . د غزني ولایت د قره باغ د سیمې خلک زموږ په ولایت
نندارچي (شمسزی)
د نندارچي د نوم په اورېدو یا لیدو به ښایي تاسو ته د نندارچیانو ګرم احساسات او له پېښو سره د هغوی دلچسپي در په زړه شي. که پورته مو زما نوم لیدلی وي نو فکر وکړﺉ چې زه هم یو له هغوی څخه یم، دا څو کاله مې د خدای (ج) په دې اړته نړۍ کې ډېرې لوړې ژورې ولیدې او ډېر نږدې دوستان مې ولیدل چې همدې لوړو ژورو ته ټیټ وپاس شول. له تاسو به یې څه پټوم زما د مشاهدې په تله کې څو څو ځله سپک او درانه شول، خو زه په هر پړاو او نظام کې یوازې خپله دنده سرته رسوم، د پېښو ننداره کوم او بس.څو ورځې د مخه مازیګر مهال ل
نړيوال دبړه ماران
نه پوهېږم چې دې افريقايي وږو، تږو دبړه مارانو ته به زما د ايميل پته زما د وخت كومو دښمنانو وركړى وي، هره ورځ يو نه يو ايميل راځي چې په هغه كې يې له ما سره خواخوږي ښودلى وي، زما ستاينې يې په كې كړې وي چې په دې ټوله دنيا كې ته موږ ته صادقه او نېك سړى ښكاره شوې ځكه خو مو درسره دا راز شريك كړ. تاسې به هم فكر كوئ چې څنگه ايميلونه راليږي او څنگه زيرى راباندې كوي، ډول، ډول برېښناليكونه راځي، چاراته په كې د واده بلنه راكړې وي، چا راته په لاټرى كې د گډون كارتونه راليږلي وي، چا څه او چا
ليكوال او چارواكى
ليكوال تر نيم عمر خوارۍ وروسته پر ټولنيزو موضوعاتو كتاب وليكه، ددې لپاره چې كومه گرامري او يا املايي نيمگړتيا په كې پاتې نه شي بيا يې هم څو څو ځله ولوست، مازيگر چې به له رسمي دندې فارغ شو، نو ټك ټوك به يې په كور كې نښلولى و او په خپل زاړه كمپيوټر كې به يې د كتاب يو يو تورى ذخيره كاوه تر دې چې په يو څه موده كې يې ټول كتاب كمپوز كړ. تر كمپوزولو وروسته يې بيا د كتاب توري يو يو وكتل او ټايپي نيمگړتياوې يې ورته سمې كړې، كله چې يې د چاپ لپاره په كاغذ كې وويست نو د وروستي ځل لپاره يې په كاغذ ك
لاهور تو لاهور هی جي
د شپې يوولس بجې په وې چې د لاهور اډې ته ورسېدو، د پېښور هوا ډېره سړه وه خو تر کابله ښه وه، په اډه کې د ګاډو دلالان لکه د غومبسو راپورې نښتي وو، چا به يوې خوا ته کش کولو او چا بلې خوا ته، کله چې به مو يو نيم پوډري تر سترګو شو نو په ملګرو به مو غږ کړ ، هلکه جيب ته خيال کوه، فلانيه بيکونو ته دې پام وي ګوره، فکر دې وي چې څه رانه پټ نه کړي، په همدې کش مکش کې ګاډي ته وختلو.زما ملګري دې هم خداى لري دګپ شپ ګوډي دي په يوه تفريحي سفر کې مې دومره وخندوي چې د ټول کال د کار ستړيا مې ختمه ش
د یوه شاعر مینه
دا څوومه مياشت وه چې زه دې دفتر ته نوى راغلى وم، ما چې په يوه شاته پاتې ټولنه او واړه كلي كې ژوند تېر كړى و، ددې دفتر پرمختللى ژوند او هره پېښه راته نوي ښکارېدل، ټوله ورځ به مې له ځان سره سوچ كاوه چې ايا په خپلو كارونو كې به بريالى شم او كه نه؟ بايد ښه وړتيا وښییم چې د ډېر وخت لپاره همدلته پاتې شم او د ډېر عمر وزګار ګرځېدو تشه هم ډكه كړم.هر وخت به ددفتر تر كارونو وروسته په خپله كوټه کې يوازې اوسېدم ، كله به مې خپل لېوني خيالونه لوبول ا
زما اتل
د ١٣٧٤ کال د اوړي د مياشتو تودې شپې ورځې وې، زه له خپلو ملگرو سره د سړک پرغاړه ديوه دوکان مخې ته غلى ناست وم، د ډېرې گرمۍ له امله په هېچا کې هم ديوې شېبې درېدلو ځواک نه و، زه او زما ملگري هم گرمۍ بې سېکه کړي وو، د دوکان مخې ته چا يو څه او چا بل څه ويل، بس هر چا سره ددې غم و چې يوه مړۍ روزي څنگه او له کومې لارې لاسته راوړي،ما د ډېرې وزگارتيا له امله دبازار خلک يو يو شمېرل، زموږ د ملگرو ډله که څه هم يو څه لويه وه خو اوس ترې يو څو کسان د کراچۍ پر لور تللي وو، موږ له هغوى سره دا ژمنه
غاړکۍ
هغه له ښکلو او زړه راکښونکو نجونو څخه وه چې کله کله په استثنایي ډول په خواروکورنیو کې دنیا ته راځي. نه یې جهیز درلود، نه دمیراث برخې ته هیله او نه هم داسې یوه وسیله چې د بډایې کورنۍ کوم نارینه ورسره اشنا شي او تر موافقې وروسته ورسره واده وکړي. له همدې امله یې د روزنې او پالنې د وزارت له یوه مامور سره واده کولو ته غاړه کېښوده.هر وخت به یې ساده جامې اغوستې، ځکه د قیمتي جامو د اخیستلو وسه یې نه لرله، خو ته به وایې څه یې ورک کړې وي هر وخت به اندېښمنه وه، له ځان سره به یې فکر کاو