هغه له ښکلو او زړه  راکښونکو نجونو څخه وه چې کله کله په استثنایي ډول په خواروکورنیو کې دنیا ته راځي. نه یې جهیز درلود، نه دمیراث برخې ته هیله او نه هم داسې یوه وسیله چې د بډایې کورنۍ کوم نارینه ورسره اشنا شي او تر موافقې وروسته ورسره واده وکړي. له همدې امله یې د روزنې او پالنې د وزارت له یوه مامور سره واده کولو ته غاړه کېښوده.
هر وخت به یې ساده جامې اغوستې، ځکه د قیمتي جامو د اخیستلو وسه یې نه لرله، خو ته به وایې څه یې ورک کړې وي هر وخت به اندېښمنه وه، له ځان سره به یې فکر کاوه چې ښکلا او زړه راکښونکې ظرافت په ښځو کې دومره مهمه ده چې کله کله دیو ښه شان او شوکت وسیله او کله هم د کورني د اصل او نسب  ځای نیسي، همدا ظرافت او ښکلا بیا کله کله د ډېرو غریبو او ساده کورنیو معمولي ښځې هم د ښه شان او شوکت لرونکو ښځو په کتار کې ودروي.
ډېره ځورېده، له ځان سره به یې ویل دهمدې لپاره پیدا شوې یم چې له ناچیزو نعمتونو نه خوند واخلم، له خپلې غریبۍ، چاودېدلو دېوالونو، زړو بړستنو او شړېدلو پردو نه یې هر وخت شکایت کاوه. که ددې پر ځای بله ښځه وای ددغو شیانو په اړه به یې له سره فکر نه وای کړې، خو دې سره به ټوله ورځ همدا غمونه وو، کله چې به یې سترګې د خپل اطرافي نوکر[سلتي] پر څېره ولګېدې، چې ددې کور ساده کارونه یې کول، نور به هم له خپل ژوند نه ګیله منه او نهیلې شوه، ډول ډول سوچونه به ورسره پیدا شول. د لویدیځ د ارامو کوټو، ګلدارو پردو او ښکلوبرېښناو په اړه به یې له ځان سره خیالونه ولیدل، په خیال کې به یې تېرول چې په هغو ارامو خونو کې د ژیړو څراغونه بلېږي، دوه تنه جسیم نوکران  چې لنډې جامې یې اغوستي پر لویو ټغرونو ولاړ دي او د خپل بادار د امر لاره څاري. د هغو لویو لویو سالونونو  په اړه به یې سوچ کاوه چې زړې ورېښمینې پردې په کې غوړېدلي، په ښکلو جواهراتو او غمیو ښکلي شوي او په ښایسته کوټو کې یې خوږبویه مېرمن د مازیګر تر پنځو بجو وروسته له نومیالیو ملګرو سره ناسته ده ټوکې ټکالې کوي، هغه نارینه چې ډېرې ښځې یې د لیدو په ارمان دي او غواړي ورسره ملګرتیا وکړي.
کله چې به د خپل مېړه مخې ته کېناسته، هغه مېز ته به یې وکتلې چې پوښ یې زوړ شوی و او ډېر وخت کېږي چې نوی شوی نه دی، مېړه به یې پر همدې مېز د سوپ پرخوړلو بوخت و او کله کله به یې په خوشحالۍ خپلې مېرمنې ته وویل:
- له سوپ سره چې ښه غوښه وي بیا مې په دنیا کې تر دې زیات بل شی نه خوښېږي.
په دې وخت کې به دې د نړۍ په زړه پورې خواړه په ذهن کې مجسم کول، د برېښناو نقره یې توکي او هغه ګلدارې پردې به یې په زړه کې وګرځولې چې پخواني انسانان او ښکلي مرغان پرې انځور شوي او لیدونکي له ځان سره  یو خیالي ځنګل ته بیایي.
ښکلي او خوندور خواړه به یې په ښکلو قاپونو کې خیال ته راغلل چې مخې ته یې ایښي او له خپل معشوق سره جوړه د پسه او کب پر غوښو شخوند وهي.
دې نه ښه لباسونه درلودل، نه هم ښکلي غمي، خو پرته له دغو شیانو یې نور څه نه خوښېدل، دې فکر کاوه دا د همدغو شیانو او کارونو لپاره پیدا شوې ده، زړه یې غوښتل چې خوښیو کې ډوبه، پر ټولو ښایسته او دومره په زړه پورې شي چې نارینه و نه خوبونه ورک کړي.
یوه بډایه ملګرې یې لرله چې یو وخت ددې ټولګیواله وه، خو اوس دې نه غوښتل د هغې کتلو ته لاړه شي، ځکه کله چې به د هغوی له کوره راستنه شوه تر ډېره به ځورېدله. یوه شپه یې خاوند په موسکا کور ته ننوت، یوه کڅوړه یې په لاس کې وه هغه یې خپلې مېرمنې ته وړاندې کړ او ویې ویل:
- واخله دا کڅوړه ستا ده.
ښځې یې په چټکۍ سره کڅوړه خلاصه کړه او له کڅوړې نه یې هغه چاپ شوی لیک وویست چې پرې لیکل شوي وو:
[ د پالنې او روزنې وزیر او مېرمن یې ویاړي چې ښاغلي.... او مېرمن لوازل ته بلنه ورکوي، چې ددوشنبې په شپه د میزان په اتلسمه نېټه د وزارت د ودانۍ تالار ته تشریف راوړي او د وزارت له خوا په جوړ شوي محفل کې ګډون وکړي].
ښځې یې د خپل مېړه د توقع پر خلاف چې تمه یې وه دا به د کارت په لیدو ډېره خوشحاله شي، بلنلیک په ډېر سپکاوي لاندې پر ځمکه ګوزار کړ او تر شونډو لاندې یې وویل:
ـ څه په درد خوري.
ـ ګرانې ما فکر کاوه ته به ډېره خوشحاله شې، ته خو هېڅکله هم چېرته نه ځې، دا یو ډېر ښه چانس دی، ددغه کارت د لاسته راوړلو لپاره مې ډېره هڅه کړې، د هر چا زړه غواړي دغه محفل کې ګډون وکړي، خو دا بلنلیک هر مامور او هر کارکوونکي ته نه رسېږي، ددې محفل لپاره کسان انتخابېږي، ځکه ټول رسمي مقامات په دې محفل کې ګډون کوي.
ښځې یې په بې پروایۍ او خپګان وویلې:
- دا سمه ده خو زه څه شی واغوندم.
سړي  ددغې خبرې فکر نه و کړی، هه، هه، یې وکړل ویې ویل:
- ښه! هغه جامې چې تیاتر ته د تګ په وخت کې اغوندې زما په نظر هغه ډېرې ښې ښکاري.
په دغه وخت کې لږ ټکنی شو ویې کتلې چې د ښځې ستونی یې ډک شو، دوه څاڅکي اوښکې یې د سترګو له کونجونو نه ورو ورو د وښکو پر لور روانې وې، مېړه یې یو ځل بیا وویل:
- ولې! ولې ژاړې؟
ښځې یې هڅه وکړه چې ژړا یې ودرېږي، اوښکې یې پاکې کړې او په ارامۍ یې وویل:
- هېڅ هم نه، یوازې همدا د جامو ستونزه ده چې زه نوې جامې نه لرم، دهمدې لپاره نه غواړم دغه محفل کې ګډون وکړم، دا بلنلیک هغه مامور ته ورکړه چې د ښځې جامې او ښکلا یې تر ما ښه وي.
خاوند یې نهیلی شو او ویې ویل:
دا خبرې پرېږده وبه ګورو[ماتلید] یو مناسب لباس چې نورو خوښیو ته هم په کار راشي، ساده خو ښکلې جامې، ستا په نظر به څو تمام شي؟
ښځې یې څو دقیقې فکر وکړ، له ځان سره یې حساب کاوه او په عین حال کې وېرېده چې دومره پیسې یې باید له خولې ونه وځي چې مېړه یې له خپګانه چېغې کړي او د جامو له اخیستلو نه لاس پر سر شي، په پای کې یې زړه نا زړه وویلې:
- دقیق نه شم ویلای، خو زما په نظر څلور سوه فرانکه به وشي.
سړي رنګ وبایله، ځکه چې همدومره پیسې یې په دې ورځو کې سپما کړې وې، دا پیسې یې ددې لپاره ساتلې وې چې په کومه بده ورځ کې یې په کار شي او یا هم یو ښکاري ټوپک واخلي چې د اوړي د رخصتیو په ورځو کې له خپلو ملګرو سره د [نانتر] دښتې ته د ښکار لپاره لاړ شي او ښکار وکړي، خو بیا یې هم خپلې ښځې ته وویل:
- ډېره ښه ده څلور سوه فرانکه به درکړم خو کوښښ وکړه ښکلې جامې جوړې کړې.
د نڅا ورځ ورو ورو رانږدې کېده، مېرمن [لوازل] په ظاهري ډول خپه او نا ارامه خو په زړه کې یې دې ورځې ته لېوالتیا ډېره وه، جامې یې تیارې شوې وې، خاوند یې یوه شپه ورته وویل:
- څه درباندې شوي، د ټنډې ګونځې دې پرانیزه، دا څو ورځې بیخي یوازیتوب خوند درکوي.
ښځې یې وویل:
- کله چې فکر کوم غمی نه لرم، سره زر نه لرم نو زړه مې له ژونده بیخي تور شي، په دغه مېلمستیا کې به ارو مرو نور هم وځورېږم ښه به دا وي چې له سره لاړه نه شم.
ښځه نه راځي کېدله.
- نه! نه انسان ډېر سپک ښکاري چې د بډایو په منځ کې ګرځي او هېڅ هم نه لري.
خاوند یې وویل:
- څومره ساده ښځه یې، لاړه شه له خپلې ملګرې [فورستیې] نه لږ غمي امانت راواخله، دومره پرې ګرانه یې او...
ښځې یې له خوښۍ چیغې کړې:
- رښتیا دې وویل، هغه خو مې هېڅ په یاده نه وه.
په سبا یې د خپلې ملګرې کورته لاړه او خپله نا ارامي یې هغې ته بیان کړه، مېرمن فورستیې د خپلې هندارې لرونکي کمیس خوا ته لاړه او یو موټی غمي یې ترې راوویستل او ټول یې د خپلې ملګرې [لوازل] مخې ته کېښودل ویې ویل:
- ګرانې! څه چې دې په دې کې خوښېږي همغه ځان ته واخله.
ښځې لومړی یو څو زرینو بنګړیو ته وکتلې، وروسته یې د مرغلرو پر یوې غاړکۍ سترګې خوږې شوې، بیا د سروزرو یو صلیب ته لېواله شوه چې په ښکلیو غمیو ښایسته شوی و، دا ټول شیان یې راواخیستل د هندارې مخې ته ودرېده او یو یو یې امتحان کړل، زړه یې نه کېده چې دا قیمتي شیان بېرته ورکړي، څو ځله یې وپوښتل:
- نور څه شی نه لرې؟
- ولې نه لرم! زه نه پوهېږم چې ستا څه شی خوښېږي.
ناڅاپه یې یوه غاړکۍ راوکښله چې د الماسو په غمي ښکلی شوی و، کله چې ښځې دا غاړه کۍ ولیدله زړه یې وتړپېده، کله چې یې په لاسونو کې اخیستله لاسونه یې له خوښۍ رېږدېدل. غاړه کۍ یې غاړې ته واچاوه او هندارې ته ودرېده، د خپل ځان په لیدو یې زړه باغ باغ شو په دې وخت کې یې زړه نا زړه پوښتنه وکړه؟
- دغه ماته امانت راکوې، یوازې دهمدې راتلونکې شپې لپاره؟
- هو! ولې نه، ولې نه.
ښځې خپل لاسونه د ملګري له غاړې تاو کړل او هغه یې څو ځلي په مینه ښکل کړه، بیا په منډه منډه کورته راغله.
د مېلمستیا ورځ راورسېده. مېرمن لوازل په دغه مېلمستیا کې وځلېده. تر ټولو ښکلې وه، زړه راکښونکې درنه موسکا یې پر شونډو خپره وه او په خوښۍ به یې یوې او بلې خوا ته وکتلې، ټولو نارینه و پرې سترګې ښخې کړې وې، ددې د نوم پوښتنه به یې کوله، هر چا هڅه کوله له دې سره ځان بلد کړي، د کابینې اړوندو کسانو ټولو غوښتل له دې سره وناڅي، تر دې چې د وزیر پاملرنه یې هم ځان ته را واړوله.
په ډېر غرور به نڅېده، په شوق، مستۍ، خوند او بې پروایۍ به یوې او بلې خوا ته تله، پر خپله ښکلا ډېره مغروره ښکارېده، دغه ښکلې ورځ یې په زړه کې لمانځه چې ددې د زړه ویدې جذبې یې ویښې کړې وې.
مېرمن [لوازل]  د شپې څلورو بجو ته نږدې له مېلمستیا ووتله، مېړه یې تر دې پخوا له نورو نارینه و سره چې مېرمنې یې په محفل کې وې د شپې له دولسو بجو راهیسې په بله کوټه کې ویده و او ددې انتظار یې کاوه. سړي یوه بورکه له ځان سره راوړې وه او هغه یې خپلې ښځې ته ورکړه، هغه بورکه چې ډېره موده یې استعمال کړې وه اوس له ځل وبل کالیو سره ډېره بده ښکارېده، هر لیدونکی به دې تکي ته متوجه کېده. لوازل هم په خپله نیمګړتیا پوهه شوه، هڅه یې وکړه د نورو ښځو له سترګو ځان پناه کړي، هغه ښځې چې سر تر پښو په ګرانبیو شیانو کې پټې وې.
سړي یې مخه ونیوه:
- لږ صبر وکړه! د باندې هوا سړه ده، زه ځم چې کومه ګاډۍ پیدا کړم.
ښځې یې دخپل مېړه خبرو ته غوږ ونه نیوه او په چټکۍ له پوړیو راښکته کېده. واټ ته چې ورسېدل ګاډۍ نه وه، په ګاډۍ پسې لر او بر وګرځېدل، کومه ګاډۍ ې به یې له لرې ولیده غږ به یې پرې وکړ خو هغوی به همداسې لاړل.
په نهیلۍ د [رودسن] خوا ته روان شول، له یخنۍ رپېدل، په پای کې منډیي ته نږدې یې یوه زړه ګاډۍ پیدا کړه چې ته به وایې د ورځې شرمېږي او د شپې د پاریس په واټونو کې ګرځي. په دغې ګاډۍ کې تر کوره لاړل، د ښځې میله خلاصه شوې وه، خو سړي سره د سبا ورځې اندېښنه پاتې وه، زړه کې یې ویل چې باید سبا دولس بجې وزارت کې حاضر وي.
ښځې غوښتل چې د هندارې په مخ کې له ځانه بورکه لرې کړي، هدف یې دا و چې له زړې بورکې سره یو ځل بیا خپلې نوې جامې وګوري، په همدې کې یې ناڅاپه خپلې غاړې ته پام شو او چیغه یې کړه غاړکۍ... غاړکۍ....
غاړکۍ یې نوره په غاړه کې نه وه.
سړي چې خپلې جامې یې بدلولې پوښتنه یې وکړه:
- څه خبره ده؟
ښځې په وارخطایۍ ورته وکتلې او ویې ویل:
- غاړه کۍ .... غاړکۍ... د مېرمن فولیستیې غاړه کۍ ورکه شوې ده.
سړي هم لاس او پښې خطا کړې:
- څه وایې ... څنګه! هېڅ امکان نه لري.
په وارخطایۍ یې د ښځې د کالیو ټول جیبونه او د کمیس چینونه ولټول، خو هېڅ درک یې ونه لګېده، پوښتنه یې وکړه:
- کله چې له میلمستیا راوتلې غاړه کۍ دې په غاړه کې وه؟
- هو! په ټوله لاره مې غاړه کې وه، که چېرې پر لاره لویدلې وای ارو مرو به مې اواز اورېدلی و، خامخا به په ګاډۍ کې لویدلی وي.
- هو! امکان لری، د ګاډۍ نومره دې واخیسته؟
- نه! نو څنګه تا د ګاډۍ نومرې ته ونه کتلې؟
- نه!
ترهېدلي یې یو بل ته وکتلې، سړي وویل:
- زه به پر ټوله لاره پلی وګرځم، معلوم شي چې پيدا کېږي او که نه.
د باندې ووت، ښځه یې د نڅا له جامو سره پر توشکه پرته وه، پرته له دې چې د خوب بسترې ته لاړه شي خپه او دلګیره وه ، اوس یې نو دفکر کولو ځواک هم له لاسه ورکړی و، خاوند یې نږدې اوه بجې بېرته راستون شو خو غاړه کۍ یې نه وه پیدا کړې.
سړي د ه پولیسو ادارې ته سر ورښکاره کړ، د اخبارونو او مجلو ادارو ته ولاړ، شیریني یې اعلان کړه، هره خوا یې پوښتنې وکړې خو هېڅ ګټه یې ونه کړه.
ښځې څو شپې په خپګان سبا کړې، ددغه غم په اړه به یې سوچونه کول، تر سهاره به یې په الوتي رنګ ډېرې خبرې په زړه کې وګرځولې خو هېڅ به یې لاسته ورنغلل.
مېړه یې وویل:
- ملګرې ته دې لیک ولیکه او ورته ووایه چې د غاړکۍ یو کوچنۍ کړۍ ماته شوې، یو څو ورځې باید صبر وکړي چې جوړه شي، په دې ترتیب به وخت پیدا کړو دا غاړه کۍ ولټوو.
ښځې لیک ولیکه، دا اوونۍ د ورځو په تېرېدو یې ټول امیدونه له لاسه ورکړل، سړی چې په یوه اوونۍ کې د پنځو کالو هومره زوړ شوی و، له خپله ځایه پاڅېد او ویې ویل:
- وبه ګورو ددغې غاړه کۍ بله جوړه پیدا کولای شو او که نه.
بله ورځ یې د غاړه کۍ پوښ واخیست او د کوم دکان ته چې د غاړه کۍ پر پوښ لیکل شوی و د همغه غمي پلورونکي دکان ته لاړل. غمي پلورونکي چې کله د خپل دوکان د یاداښت کتابچه ولټوله نو ویې ویل:
- دا غاړه کۍ ما نه ده خرڅه کړې، ما یې یوازې پوښ جوړ کړی.
دوی وروسته د هر غمي پلورونکي له دوکان نه پوښتنه وکړه، خو په نهیلۍ بېرته ځواب شول، په پای کې یې پرېکړه وکړه هماغسې یوه غاړه کۍ واخلي.
د [پاله رویال] په یوه دوکان کې یې د الماسو غمی لرونکی غاړه کۍ پیدا کړه، دوی فکر وکړ چې کټ مټ هماغسې دی، د قیمت پوښتنه یې وکړه، په څلویښت زره فرانکه و، خو دوکاندار ورته وویل په شپږ زره فرانکه به یې هم دوی ته ورکړي، ښځې او مېړه دواړه له دوکاندار نه وغوښتل چې تر درېیو ورځو دا غاړه کۍ خرڅه نه کړي. په پای کې دواړو خواو داسې موافقه وکړه چې که چېرې ددوی خپله غاړه کۍ پیدا شوه نو دوکاندار به په څلوردېرش زرو خپله غاړه کۍ بېرته واخلي.
لوازل اتلس زره فرانکه درلودل چې له پلاره ورته پاتې وو، پرېکړه یې وکړه چې نورې پیسې له چانه پور کړي، همدا کار یې وکړ، زر فرانکه له یوه سړي، پنځه سوه له بل نه، لږې پیسې له یوه ځایه، لږ له بل ځایه، تر دې چې ملاماتوونکي وعدې یې له خلکو سره وکړې خو ددوکاندار پیسې یې پوره کړې. خپل راتلونکی ژوند یې په خطر کې واچاوه، هر سړي ته یې ژمنلیک امضا کړ، پرته له دې چې فکر وکړي تر دې بار لاندې پورته کېدی شي او که نه.
د راتلونکي په اړه سوچونه، تورې ورځې، د جسمي او اروایي فشارونو تحمل کول، دا ټول هغه شیان وو چې [لوازل] به یې په یوازیتوب کې ځوراوه. د زرګر دوکان ته ولاړه شپږ دېرش زره فرانکه یې ورکړل او غاړه کۍ یې ترې واخیسته.
کله چې یې غاړه کۍ دملګري کورته یوړه هغۍ په سړه سینه ترې پوښتنه وکړه:
ـ ولې دومره ژر وارخطا شوې؟
د غاړه کۍ پوښ یې خلاص نه کړ او پر ځای یې کړ، مېرمن لوازل په دې کار لږ ارامه شوه، په زړه کې یې وویل: که چېرې پوهه شوې وای چې غاړه کۍ بدله شوې څه به یې ویلي وو؟ ایا فکر به یې نه کاوه چې مېرمن لوازل غلا کړې ده؟
مېرمن لوازل اوس ځوروونکی حالت نه احساساوه، اوس په دې فکر کې وه چې څنګه دخلکو پورونه خلاص کړي، له ځان سره یې وویل دا کار کېدونکی دی.
خپل نوکر یې رخصت کړ، یوه ارزانبیه کور یې په کرایه کړ او د اوسېدونې پخوانی ځای یې پرېښود. اوس یې نو د کور د کارونو او اخلي مزه څټله، لوښي به یې پریمنځل، د ګوتو اوږده نوکان به یې تل دلوښو په غوړو ککړ شوي وو، د کور خیرن کالي به یې پریمنځل، جامې او پردې به یې په طناب کې ځوړندې کړې، هره ورځ به یې سطلونه کوڅې ته یوړل او بیا به یې د اوبو ډک سطلونه په سختۍ په پوړیو خېژول، په هره پوړۍ کې به یې اوږده ساه واخیستله، ساده او غریبانه جامې به یې اغوستلې.
هره ورځ به یوه لویه کڅوړه په لاس کې ترکاري فروشیو او قصابیو ته ولاړه، له دوکاندارانو سره به یې چنې وهلې، لانجې به یې کولې او د خپلو ناچلو سکو دفاع به یې کاوه. هره میاشت به یې لږ پور خلاص کړ، نورو سره به یې وخت لږ نور هم وځنډاوه. مېړه به یې د شپې هم کار کاوه، له تجارانو سره به بوخت و، په غالب ګومان د هغوی زاړه یاداښتونه به یې نوي کتابچو ته رسول.
په همدې کې لس کاله تېر شول، د لسو کالو په تېرېدو دوی ټول پورونه خلاص کړي وو، ټول یې په کشت او یا هم نورو طریقو...
مېرمن لوازل اوس زړه شوې وه، د اولاد لرونکو مېرمنو بڼه یې خپله کړې وه، د کور کارونو ته ځواکمنه، بخیله او زشته شوې وه، کوڅۍ به یې مړاوي پرتې وې، لمنې به یې شړېدلې او لاسونه به یې زوړند نیولي وو، د کوټې په برنډه کې به یې اوبه شر، شر، شر تویې کړې او کله چې به یې هغه بېرته پاکولې په زوره زوره به یې له ځان سره خبرې کولې. خو کله کله به چې یې خاوند په اداره کې و، د کړکۍ ترڅنګ به کېناستله، د خپل تېر عمر په فکر کې به شوه، د واده وختونه به یې ذهن کې وګرځول، د نڅا هغه محفل به یې یاد کړ چې ډېره په کې ښایسته شوې وه او د ټولو ګډونوالو پاملرنه یې ځان راګرځولې وه.
که هغه غاړه کۍ یې ورکه کړې نه وای څه پېښه به رامنځته شوې وای؟ څوک پوهېږي، څوک پوهېږي؟ دا ژوند څومره بدلیدونکی او عجیبه دی، څنګه یوه بې اهمیته پېښه د انسان ژوند له نېکمرغۍ نه د بدمرغۍ پر لوري راګرځوي.
یوه ورځ چې د ستړیا د لرې کولو او چکر لپاره د [شانزه لیزه] واټ ته وتې وه، ناڅاپه یې سترګې پر یوې ښځې ښخې شوې چې یو ماشوم یې له لاسه نیولی و، مېرمن [فولستیه] وه. تر اوسه هم ځوانه او زړه راکښونکې پاتې وه. مېرمن لوازل سودایي شوه، همدا به وي که نه؟ خبرې ورسره وکړي که نه؟ هو! اوس خو یې ټول پورونه خلاص کړي باید واقعیت ورته ووایي، ولې یې ورته ونه وایي، مخې ته یې لاړه:
- سلام ګرانې
بله ښځه چې له داسې یوه دوستانه ستړي مشي سره مخامخه شوه، لږه ټکنۍ شوه، دا چې سلام ویونکې یې ونه پېژانده په بنده ژبه یې وویل:
- مګر ...ته ... تاسې مې ځای ته رانه وستی... ارو مرو تاسو د بل چا ګومان پر ما کړی.
- خیر غلطه شوې به نه یم! زه ماتلید لوازل یمه.
ملګري یې په لوړ اواز وویل:
- ماتلید خوارکیه! څومره توپیر دې کړی
- هو! هغه وروستی ځل چې مې له تاسره وکتلې همغه مې د ژوند د سختیو لومړنۍ ورځې وې او ټول ستا لپاره.
- زما لپاره، څنګه، څنګه زما لپاره؟
- په یاد دې دي چې  هغه غاړه کۍ دې امانت راکړې وه، ترڅو د وزیر د نڅا په مېلمستیا کې یې په غاړه کړم؟
- هو! ولې نه، ولې نه
- ښه! هغه غاړه کۍ ما ورکه کړه
- څه وایې تا خو هغه بېرته ماته راوړله
- هغه غاړه کۍ چې ما تاته در وړې وه هغه ستا غاړه کۍ ته ورته بله وه، خو ستا خپله غاړه کۍ نه وه، د هغې غاړه کې د اخیستلو بار دومره دروند و چې دا لس کاله یې په خلاصولو تېر شول، ته پوهېږې ددومره پیسو خلاصول زموږ لپاره څومره سخت کار و، خو بیا هم ښه و چې پورونه مو خلاص کړل ایله مې زړه بې غمه شو.
مېرمن فولستیه حیرانه ولاړه وه.
- هدف دې دادی چې زما د غاړه کۍ پر څای دې د الماسو غاړه کۍ اخیستې؟
- هو که نه! ته هغه مهال متوجه نه شوې چې دا مې خپله نه ده. په دې وخت کې په غرور دخپلې ملګرې په ساده ګۍ وموسېده، مېرمن فولستیه چې په رښتیا هم دې خبرې لړزولې وه د هغې لاس یې په خپلو لاسونو کې ونیوه:
- ای خوارکۍ ماتلید! اخر ولې؟ زما غاړه کۍ خو اصلي نه وه، هغه خو پنځه سوه فرانکه ارزېده....!!!