غل په Safe Home کې

نن مې یو پاکستانی ګاونډی چې له ډېرې مودې راهیسې ورسره پېژنم او پرته له غلا بل کار نه کوي په داسې حال کې مخې ته راغی چې په تور موټر سایکل سپور او تورې سترګکې یې چې پولیس پرې لیکل شوي په سترګو کې دي.
زه چې د بي بي سي له دفتره چې د پېښور په ټاون کې دی راستون شوی وم او د پېښور د ۵۳ درجې ګرمۍ له امله په تیزۍ روان وم نا ببره یې موټر سایکل زما مخې ته ودراوه، له ودرېدو سره سم مې دده په سترګو کې د سترګکو دیوې ښېښې پر څنډه دPolice  نوم ته پام شو، بې له ځنډه مې ورڅخه پوښتنه وکړه:
- خیر خو به وي په دې سره غرمه کې چېرته ګرځې؟
هغه وویل:
- په Safe Home  ( دکورونو د ساتلو اداره) کې یم
له دې خبرې سره ما سر ته ټک ورکړ او د پاکستان د حکومت دې انصاف ته حیران شوم چې غله ته یې د کورونو د ساتلو دنده ور سپارلې وه.

پېښور/ارباب روډ/ ګل حاجي پلازه
 ۰۶-۰۷-۲۰۰۲